سراچکې
مهاجر فراهي (زاهد زاده)
هغه ډرون ها الوتکې درپه زړه دي اوکه نه دي؟
دشهید دیتیم کړېکې درپه زړه دي اوکه نه دي؟
کرۍ ورځ سخته جګړه وه دراکټو غړمبهار وو
د ډيسي توپ ګوزارونه او له پاسه به بمبار وو
دا بلیک هاک او ډبډبکې درپه زړه دي اوکه نه دي ؟
توره شپه کې به چاپه وه په ټول کلي غلبله وه
د ببو درانه وارونه تنها صبر زموږ وسله وه
د زخمي ځلميو څړیکې در په زړه دي او که نه دي؟
اې د واک پرګدۍ ناسته په زرهي موټر کې سپوره
د ستومان ملت آهونه درته یاد دي زما وروره
د دوی مرستي او کومکې درپه زړه دي او که نه دي؟
نه دي خوب نه دي ارام وو کړاوونه ګام په ګام وو
جنازې به وې وېرونه د غمونو ټغر عام وو
موټر ګاټ او سراچکې درپه زړه دي او که نه دي؟
بدل نه شي مهاجره پخوانی زاهد زاده يې
که وزیر يې که والي یې که معین او که پیاده یې
هغه ځغاستي او تیندکې درپه زړه ي اوکه نه دي؟.