شاعر زاهد نیازي


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha
Toifa: Din


اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎!
ګرانو مينوالو! دلته به تاسو ته زموږ ترانې نشرېږي

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Toifa
Din
Statistika
Postlar filtri


چاویل لندن فاریس کې بیا غونډي کوي جانانه
هغه ډوزمار سعادت اخترته هم راځي جانانه

ورزشي وکړي ځان محکمه کړي همداسي ویلي
که موبیا ګیر کړو کچالیان به سپینوي جانانه

دا شنه لینجردا سپین بیراغ یې عجیبه کیف لري
خو رقیبان ظالمان بل رکم سوزي جانانه

په چا به ښه په چابه بدلږیږو نه کړي پروا
که په چابدلږیږو مونږ څخه دي ځي جانانه

چې مخامخ نه وي رقیب ځان دي مه ستړه وا
شاته خبري هیڅ انتن نه راکوي جانانه

جبهي مبهي دحزب ګوندونو ته مو پای کېښودو
ځکه په هره سوړه خپل ځان پتوي جانانه

هاا دهشتګر اوترهګر به یې چې ماته ویلي
هغه ظالم زوی اوس له ماسره کیني جانانه

ماته ښه یاده ده هغه شپه وه زاهد نیازیه
دوربین بسته کړه زرکوه وه لیزري جانانه


وطن کې امن امنیت ده زړه به نه ماتوي
اوس خو راغلی امارت ده زړه به نه ماتوي

قوشتېپي کانال دکونړسیند دسرکو رغول
دملاورور دغه میهنت ده زړه به نه ماتوي

غلا ریشوت شر اوفساد اوس دلته نه چلیږي
دلته سپیڅلی شریعت ده زړه به نه ماتوي

تاجک پښتون ازبک ته ټول په یوه سترګه ګوري
دغه دګران هیواد ملت ده زړه به نه ماتوي

داخو ټول52ؤ52چې2 نور هم راشي تیاریو ورته
راسره مل داللهﷻ طاقت ده زړه به نه ماتوي

خیر ده که زمونږه دزړو په قدرنه پوهیږي
دلته کې نویو ښه عزت ده زړه به نه ماتوي

طالبه خپل نظام په مخه وله کړه پرمختګ
خبره ورانه درسمیت ده زړه به نه ماتوي

یودوسي بې غیرتي مې په ژوندکړي نه ده
ماکي پخوانه ښه غیرت ده زړه به نه ماتوي

دومره حوشاله یم په تګ باندي زاهد نیازیه
شړلي مونږه جمهوریت ده زړه به نه ماتوي


څه ښکلي او نوراني ځوانۍ زړي کړي
غُربت منار هم لوړ شو ترآسمانه کلیواله

عجیبه شان په زړه کې مې ظالمې څړیکي لاړي
چې لاړي مې له څنګ څخه جانانه کلیواله

ځواني هغه ځواني ؤ چې به تورغروکې ومه
اوس ډک زړګی ګرځیږم له آرمانه کلیواله

چاتوري او چاسپینې اوچا سري سترګې پناه کړي
یو څوک هم اوس په تنګ دي له خپل ځانه کلیواله

که چغې اونارې سوري زه وکړم لالیه
بیاهم آواز مې نه رسي یم ناتوانه کلیواله

دژوند نه مې په دي تمه شکیدلي ده بیغمه
غریب ته ګمان نشته له آنسانه کلیواله

نوخود به اوس زاهد نیازي په تاباندې خفه وي
اخ کاش چې واي له ماسره ناځوانه کلیواله


له لمونځ نه مخکي یو آذان پکارده
ناتوان وژلوته افغان پکارده

چې سرخوږی دګران وطن جوړیږي
داسي رزیل ته طالب جان په کارده

که ځان په قرض کې ډوبول غواړي ته
ګله بیاته پاکستان په کارده

چې خپل منځي شخړي موپای ومومې
په امارت کې پارلمان په کارده

که خلیفه مو داخله وزیر ده
دفاع وزیرهم یعقوب جان په کارده

دپلار وصیت اونصیحت مې خوښ وي
خوږي مورکۍ مې جار قربان په کارده

تل چې یواځې په دي لاره درومې
زاهدنیازي ته یو جانان په کارده


مونږ ډیــورنډ مونږ ازغــن تار نه منو
مــونږ طالـــبان یــو دغــه کار نه منو

ریشوت فساد وطن پلوري چې کوي
ســـری تــری (وهـــو) داسي غدار نه منو

سرورکوه سنګر ساتو بیراغ وچت لوړو
داسلامی نظام لپاره مونږاِنکار نه منو

اصـــلی بـــچي ده وطن ته یې اشنا
دبـــل دلاس لاندي خپل پلار نه منو

دا سرکو بیاراغونه اوس زرور مونږکوو
دلته په تلل به سره کفار اوس مونږدلارنه منو

آزاد وطن دآزادی فضا خوره ده دلته
نور ګرانه هـیواد کې سره کُفار نه منو

که چیرته آمر امیر وکړي چې ورځې په زلمو
بیا هم وردانګو سرولبموته سورانګار نه منو

الله واحد لښکر موسپین امیرموجوړپه اسلام
زاهدنیازیه مــونږ دبل دخولی اِقرار نه منو




خیرلیږ شوخ ده😉

شور مستي خندا له کاره ویستم
وه یاره زه تــا له کاره ویســــتم

دومره یې اوس زه بې لاري کړی یم
ســــترګو دآشــنا له کاره ویستم

ماباندې له آلف نه آن تر ي سبق ټول ووایې
بیا وایې له سره شه ملا له کاره ویستم

شونډو کې چیچل کوي غوصه کوي
داسي لیوني غوندي بلا له کاره ویستم

ټول نصـــحتونو دي پکــویې کــړم
کورکې زمونږ بوډا له کاره ویستم

خود به نو مجنون یم چې راخاندي تل
بام په سر لـــیلا له کاره ویستم

اوس لــیونی شوی یم زاهد نیازی
ځـکه خـــو یوچا له کاره ویســتم


څومره ښه انداز باندې یې روزلې دي
ګران ولس دزړه مینځ کې ساتلې دي

دغـه که فاتـح او که بـدرې ځواک ده
حُسن که له هرچا بس دوي ښکلې دي

څـنګه په مُسکا مُسکا ګرځیږي اوس
ګل کابـل ته ښه په خوند راغلې دي

ماته یې مــغروره ناټـوګۍ چې کړه
ځـــکه خو نــړۍ ښــه پـیژندلې دي

خاوره دوطن ســـاتي پلــوریې نه
دغــه په وطن ډیـــر دردیـدلې دي

اوس نو مین شوي ده زاهـدنیازی
یارپــسې بیــګا یې ډیــر ژړلې دي


څه چې کیږي ای رهبره زړه دي مه خوره
ځـوبه ځو آن تر خـیبره زړه دي مه خوره

تر اټکه مې خـپل ټـک ده خــپلوم به یې
وه یـعقوب ابن عـمره زړه دي مه خوره

داده غـرونو شازلمي چې لا ژونــدی وي
دابه ځې مشره په نره زړه دي مه خوره

تــورپـټکۍ دي ښه په ټنډه ورته کیږده
راته مخته شه دلبره زړه دي مه خوره

تورلینګۍ خو تور پټکي پخوا مات کړي
تــاریخ ګــوره برادره زړه دي مه خوره

زه زاهـد نیازی دي سرپه سـترګو ساتم
وه تورغره وسپین غره زړه دي مه خوره


دپاکستان مرتد فوج ته ډالۍ...

یوه ورځ به دي په دار کړم پاکستانه
له هر خوا به دي حسارکړم پاکستانه

داسي مه وایه چې څه به په ماوکړي
په خدای داسي دي اوارکړم پاکستانه

نور مې صبر ازمه وه مه ته یې واوره
له خپل کور به دي بیزار کړم پاکستانه

ما دوخت هغه مغرورو ګډي بار کړي
ستا به هم ګډه نور بار کړم پاکستانه

چې ژوندی مو خاص یعقوب ابن عمر وي
داســي پوخ به دي قرار کړم پاکستانه

زه زاهد نیازی لیوال یم دستا جنګ ته
له کالونو له مودونه انتظار کړم پاکستانه


ژوند مې دجانان دلاسه خاوري شو
زړه مـې ددرمان دلاسـه خاوري شو

لاړم لـیونی یې کــړم په دي لـفظو
جــار او دقــربان دلاسه خاوري شو

څنګ په څنګ جوړه به ګرځیدلوهي
لاړو هغه ځــوان دلاسه خاوري شو

اوس يي تصویرونه ته ښه ډیر ژاړم
نه راځـې آرمـان دلاسـه خاوري شو

غټي وي خوږي وي عقابي وي نو
ځـکه دچـشمان دلاسـه خاوري شو

دومــره په مـین ومــه زاهــدنیازی
لاړو دادي ګران دلاسه خاوري شو


کــيسه وړه نه ده وګـــرانه امــــارت درپاتي
تاته دګران افغانستان ټول مسولیت درپاتي

له دا کږي وږي پکړۍ نه دي قربان شم یاره
ښه یې ساته دغه کلـتور دافغانــیت درپاتي

په زړه ارام ساه دي اخله ګوره پام به کوي
هرخبـره یې په سر وړه اوس ملـت درپاتي

ټول لاس په کارشي چاته مه ګوري چې څه کوي څوک
ای دوطنوالو وطن پالو اوس خدمت درپاتي

څنګه چیـنار چـینار ځوانۍ شولي قربان لالیه
دغه نظام له هغه تللو شهیدانونه امانت درپاتي

پلاریې شهید ده ببرسرڅېري ګریوان ولاړده
په دي یتــیم لاس تــیرول دشــفقت درپاتي

زاهدنیازیه خیال یې ساته قدردان دي واړه
دګران وطن دهرســرتیري بس عزت درپاتي


21جمه 22

په شــعرونو په نعتونویې ځان تباه کړو
دسټوري په تصویرونویې ځان تباه کړو

خبرنه دي چې وطن کې څه حلات دي
بس لګیا دي په بحثونویې ځان تباه کړو

ته به وایې چې وطن دوی فتحه کړي
دخپل ځان په صفتونو یې ځان تباه کړو

چــرکې ده فــدایې ده تاروضــي ده
دفسبوک په دي نومونویې ځان تباه کړو

درینجر په سیټ کې ناست ده ډریور ده
مخته څټ ته په ګیرنويې ځان تباه کړو

دلمونځه تفوس خوما ترې کړي نه ده
بس لګیا دي په اودسونویې ځان تباه کړو

زه زاهـــد نیازی بیخي چکر ته نه ځم
خودوی بیا په چکرونو یې ځان تباه کړو


زه څه وم خوتالره زړه وم آشنا
تابدکړمه بدنه ومه ښه وم آشنا

عجیبه وه صحنه یارله ما شوجُدا
له ژوندنه خفه شوم چې نه وم آشنا

په لاره چې تلم زنګیدم ړنګیدم
خوړلي وم دیار بیلتانه وم آشنا

لګیدلي وم زه په زړه وم زخمي
روان وم په لارټپي مرغه وم آشنا

مامینه کړه ور داده دزړه ورکړو بند
دي پوي وه دښار زه دغره وم آشنا

زاهدنیازیه وخت وه خوتیرشوهیرنه
نیمګړي ومه زه په ژوندانه وم آشنا


وطن دامن امنیت کور ده اوس
زمونږ دښکلي امارت کورده اوس

مداخله به نړیوال نه کړي نور
داده سپیڅلي شریعت کور ده اوس

مونږته دي لاري ګودر نه ښایې څوک
مونږ ته معلوم دافغانیت کور ده اوس

یوبل ته نه ګورو وطن جوړه وه
لاس به په کارشو دمِهنت کور ده اوس

دلته بې شمیره ګل ځوانۍقربان شوي
مونږ ته راپاتي امانت کور ده اوس

زاهدنیازی به یې ملاتړ کوم تل
افغانستان مودغیرت کور ده اوس


په زړه رنځور په زړه ناتوان یم چې خبریو سره
جانانه دومــره ســــرګردان یم چې خبریو سره

ستا تصویرونه مې په اوښکو تل مینځلي اشنا
زه بیـچاره تل لوندګیروان یم چې خبریو سره

ډیر راته لاره کې ازغي اوډیر ګلان شیندي اوس
چاته رقـــیب چــاته جانان یم چې خبریو سره

نه کړم غرور نه تکبُر اونه به وکړم په ژوند
ملنګ فقیر غوندي انسان یم چې خبریو سره

چایم پرېښي خوبیا چا زه یم په زړه نیولي
په ډیرو ډیرو بیازه ګران یم چې خبریوسره

دنازک وخــت ده دچا زړه زه ماتــولي نشم
دهر انسان زړه ته درمان یم چې خبریو سره

زه لیونی زاهد نیازی دي له زړه نه باسمه
زه له تاځار له تا قربان یم چې خبریو سره


دنګه درتـه نـه وایـم شــرمیږمه
دنګه دځوانۍ سره ډير پام کوه

څه عجیبه کیف لري په سردستا
دې توري پګړۍ سره ډير پام کوه

وه مــلنګ طالـــبه درته دا وایــم
خپل يې ملنګۍ سره ډیرپام کوه

څومره په نازونه په نخرو راغله
مستي آزادۍ سره ډير پام کوه

ګوره چې مغرور نشي طالب آشنا
خپل یې طالبۍ سره ډير پام کوه

خپله یې چې سوال ته غاړه کېښوده
داغـــسي نړۍ سره ډيــر پام کوه

زه زاهـــد نیازی به درته نه وایم
ته دي له سیالۍ سره ډیرپام کوه


زما دشهیدلالی اکثر خلک یې پوښتنه نه کړي
هأ دسنګر خړ مازدیګرخلک یې پوښتنه نه کړي

مورکۍ یې اوس هم له کالونو انتظار ده ورته
زړه یې خوږیږي هرسهر خلک یې پوښتنه نه کړي

په هرتعارضو په هرکمین کې به ولاړ ژڼکې وه
لاړپه کورکېنست مرور خلک یې پوښتنه نه کړي

ای مشره تاته درمعلوم وه ستا دلاس سړی وه
وه مسلکې دتور لیزر خلک یې پوښتنه نه کړي

له کور اوکلي له ملګرو په کالونو ورک وه
په بل وطن وه مهاجر خلک یې پوښتنه نه کړي

په تــوروسترګو تــور زلفو یې امبارشوخاوری
له زړه مې نه وځې دلبر خلک یې پوښتنه نه کړي

زاهدنیازی شم په ژړا ځان په دیوال تکیا کړم
وایمه هېرکړو سنګر خلک یې پوښتنه نه کړي


دا حُــسن نوراني ده اودا حُــسن قیمتي ده
زمونږ دزړونو پیر ده دادي حُسن جنتي ده

یاغي باغي نړۍ درته حیران شوله مشره
دګران وطن سالاره دستاحُسن ګلابي ده

دستا هریو وګړي قدردان ده مونږته ګران ده
ستا نوم په اوریدلو کې زه وایم حقاني ده

فقیر عاجز انسان ده خومغرورو ته طوفان ده
دادي سړي داخوي او دخیاست دملنګي ده

دتللو شهیدانو فدایانو دسر تاج وي
نوځکه درته ګران اوس دسنګر هریو غازي ده

زاهد نیازی ده زړه کورګې په ده باندې ودان ده
عجیبه ننداره کړي دي سړي دنګه ځواني ده


دچا دسترګو تور دچازړه سر شو راڅرګنده
الحاج سراج الدین زمونږ رهبر شو راڅرګنده

دیدن یې ته یې وه تږي اودیدن پسي یې مړه وه
ارمان موشو پوره چې داسي زر شو راڅرګنده

کُفري نړۍ ته دی له ایټم بم نه هم ډیرسخت وه
ګُفري نړۍ ته اجل او لوی خطر شو راڅرګنده

شُـــکرونه دالله ادا کوه چې مــــونږ تا وینو
دسترګو په یورپ اویو نظرشو راڅرګنده

اتل وي توریالي وي ننګیالی ابن جلاله
نړۍ به شي حیرانه چې یو نر شو راڅرګنده

ملغلری یې له خولي وري لالیه که ته اوری
ورنه ځارشمه لالیه چې دلبرشو راڅرګنده

زه زاهدنیازی یې ډیرومه لیوال داده لیدو ته
شُکر خدایه شوم خوشاله په ممبرشو راڅرګنده

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

72

obunachilar
Kanal statistikasi