زړګی که مې ټوټې ټوټې ډالۍ شي ستالپاره
زما دې په درُودو شونډې پولۍ شي ستالپاره
زما د زړګي کاڼي ستا د عشق ګزار خوړلی
ښکاره په کې کسری د غم ماڼۍ شي ستالپاره
غوڅ شوی دِ وای کاش ستاپه نظر وای لګېدلای
دا زړه دې لکه ۲ ټوټې سپوږمۍ شي ستالپاره
زما د زړه اُحد ستا د فراق لړزې اخیستی
قرار به شي دا خاورې به ژوندۍ شي ستالپاره
خوږیاد دِ ترمعراج پورې دخیال په بوراق یوسم
زُما هم له ژړا ډکې ځولۍ شي ستا لپاره
عزیره د وخت جبر یم په اور کې څملولی
بختي به یم که غوڅه مې غړۍ شي ستا لپاره
خببب به شم په دار که مې غړۍ شي ستا لپاره