ګرانو ملګرو زه ستاسو د میني ،درناوي ، او احساساتو، نه ډېر ممنون یم
څومره چي تاسي ماسره مینه کوی، هغومره زه ستاسي لپاره کوشش او زیار کوم
زه د یوه شعر انتخاب لپاره ډېر شعرونه ګورم، شعري ټولګي آخلم
ګورم یې ګوګل، فیس بک، او نوري خواله رسنۍ، ورپسي ګورم،
د هم نظره ،او غیر هم نظره شاعرانو شعرونه مطالعه کوم،
هر یو شعر په مختلفو کاڼو تلم، د تاریخ په کاڼي،د ادب پوهني، دکلتور ،دسیاست،د دیني اساساتو، د فر هنګ، د مذهب،دوطن پالني، د پیغام، او داسي نور ........
مطلب هر اړ خېزه کره کتنه پري کوم
کله چي کوم شعر زما پر معیارونو برابر شي
بیا ورته طرزونه ورکوم هره ورځ څو څو طرزونه یوه شعر ته ورکوم
تر څو د هغه شعر حق آداء کړم او خپل ګوډ وو مات طرز ورکړم
بیا چي یې کله وه وایم په سټوډیو والا باندي یې په څو څو ځله جوړ کړم
نو په میاشت کي که یو شعر جوړ شو زما لپاره به دغه غټه لاس ته راوړنه وي
دا خبره باید ښکاره وکړم چي زه هیڅ یو شعر په پیسو نه وایم
د هیڅ یو چا څخه یوه روپي هم نه غواړم ،آن د پیسو تحفه هم نه غواړم، ستاسي به مینه وي، خو ما درباري او لالچي،طمعه ګر آموخته کوي،
د شهېدانو او شخصي شعرونه بیخي نه وایم
هیڅ څوک دي دا ګمان نکوي چي دا به واسطه وي
او دا به پیسې وي ،
په هیڅ یو څو روپو یې هم نه وایم
زه ځوان یم شکر دی، د پیسو ګټلو لپاره ،د کور د اخراجاتو پوره کولو لپاره ، ډېري لاري شته ،کار به وکړم ،
مزدوري به وکړم، خو ضمیر او وجدان، تاریخ او هُنر باید وساتم
نوټ :زه له ټولو شاعرانو وروڼو څخه هیله کوم چي ماته خپل خواږه، او انتخاب شوي شعرونه رالېږئ،
د واټ ساپ او میسنجر د لاري
دا به ستاسي ماسره غټ کومک او احسان وي،
والسلام ستاسي ورور جهــ.ادمل