Postlar filtri


رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
الله تعالی دې هغه کس تازه او خوشحاله کړي چې
څوک زما يو حديث واوري او بيا يې ياد کړي او نورو
ته یې ورسوي. (سنن ابی داود).




#وعده_خلافي

اول خو باید له چا سره وعده ونکړو، په ځانګړي ډول له ملګري سره، که وعد کوو باید چې پوره يې کړو ...

په وعده کې دروغ ويل او بې ځايه بهانې کول د منافقت نښه ده، بايد چې ځانونه ترېنه وساتو.

خو نن سبا په دې مرض باندې ډېر ياران اخته دي ...

متعال رب ﷻ دې مونږ ته ترېنه نجات راکړي.




هره ورځ داسې يوه نېکي او ښه کوه،
چې يوازې تا او ستا رب ﷻ ته معلومه وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ




د آهنګ په ميدانو کې

د جهاد ټکی شو ورک په زمزمو کې
په لنډیو په غزلو په نظمو کې

د سنګر او شهادت خبرې نکړي
نعتخوانان ګډ دي په بل رنګ ترانو کې

د حسان لاره اوس پريښې شاعرانو
ځکه نشته پخوانی اثر شعرو کې

فرزدق، امرءالقيس يې را په ياد کړل
اخته شوي اوس د عشق په فلسفو کې

بې مفهومه موضوعات څېړي راڅېړي
بس وطن وطن يادېږي په جلسو کې

انحصار د ډېرو ژبې ګونګې کړي
ډوب دي مينه د چوکيو او پيسو کې

(فيضاني) بيا مړې جذبې په ولولو کړه
بيا لارښود شه د آهنګ په ميدانو کې






د مؤمن ولس له دې تود هرکلي او بې کچې مينې دا څرګنديږي چې ولس د نظام او نظام د ولس دی، نور نظام او ولس د يو بدن حيثيت خپل کړی دی، دا پيوند دې الله ﷻ نور هم محکم کړي.




ظلم!!!

علي بن فضیل یوه ورځ ژړل، چا ترې پوښتنه وکړه، ولي ژاړې؟
هغه وویل: زه د هغه چا لپاره ژاړم چې په ما یې ظلم کړی دی، ځکه سبا به د الله تعالی په حضور کې ودریږي، او د خپل ظلم لپاره به هېڅ دلیل ونه لري.

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




رسول الله ﷺ فرمايلي:
هوښیار هغه څوک دی چې د خپل ځان سره محاسبه وکړي او له مرګ څخه د وروسته وخت لپاره تیاری
ونيسي. (ترمذي)

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




لږ انتظار باید وکړو!!!
چې زمونږ ځوان مولوي صاحب او نور مسؤول چارواکي څه تصميم لري ...


که له چا خفه شوې تر شا یې بد مه وایه، ممکن بیا ورسره پخلا شې، په دې کار سره به هم تا خپل ارزښت د نورو په مقابل کې بیللی وي او هم به دې
د هماغه ملګري ارزښت نورو ته د دوو روپو کړی وي.

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




رسول الله ﷺ فرمايلي:
څوک چې زما امت ته په ديني امورو کې د ګټې
رسونې لپاره څلوېښت حديثونه ياد کړي، الله ﷻ به
يې د قيامت په ورځ (فقيه) په دين کې پوه راپورته کړي او زه به د هغه کس لپاره د قيامت په ورځ
شاهد يم. (روالترمذي)



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.