🌷أمـوی خــلافــت🌷


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Statistika
Postlar filtri


أموي خلافت: الحلقة (۲۰)
دحضرت علي رض أو معاویة رض تر مینځ محاکمة ، او د نهروان جنګ.

د دواړو فریقینو اتفاق وسو چي هر فریق به د خپل جهته یو سړی انتخابوي ، بیا چي دوی پر کوم شي اتفاق سره وکړ هغه به دواړو ته د منلو وي ، سرغړونه به نه تري کوي ، حضرت علي رض د خپل جهته أبوموسیٰ أشعري رض وټاکه ، حضرت معاویة رض عمروبن العاص وټاکه ، ځای أو وقت د ناستي یي د روژې مبارکي میاشت 37هج کال أو «دوحة الجندل» نومی ځای منتخب کړ.
له دي پریکړي سره چي د دریمګړو ټاکل وو ، د حضرت علي رض په لښکر ور ګډ سوو پټو خوارجو خپل ځانونه ښکاره کړه او اختلاف یي وکړ ، شعار یي دا وو «إن الحكم لله» فيصله او پریکړه یواځي الله لره ده ، قصد یي اعتراض د حضرت علي رض أو معاویة رض د دریمګړو پر ټاکلو باندي وو ، پر حضرت علي رض یي خروج أو بغاوت کړ ، حضرت علي رض د دوی سره د مذاکري أو تفاهم په نیت عبدالله بن عباس رض ور واستوی ، د هغه وروسته حضرت علي رض خپله ورسره بحث او مناظره وکړه چي بعضو یي بیرته رجوع وکړه او بعضي پر هغه ګمراهۍ پاته سوه ، د خوارجو او حضرت علي رض تر مینځ جنګونه وسوه ، تر څو چي خوارجو هغه په ناپامۍ کي په شهادت ورساوه.

د خلافة راشدة په تاریخ کي د تحکیم موضوع د هغه خطرناکه موضوعاتو څخه ده ، بعضو مؤرخینو ډیر ضعیف او موضوعي روایات په دي هکله ذکر کړي دي ، بعضو پکښي د صحابه کرامو اهانت او سپکاوی کړی ، حتی ځیني مؤرخینو حضرت أبوموسی الأشعري په کم عقلۍ أو غفلت محکوم کړی ، او حضرت عمروبن العاص یي چمبازه او چالاکه یاد کړی ، په حقیقت کي دا د اسلام د مبغضینو لخوا اشاعات دي په دغه دوو عظیمو شخصیتو پوري ، خاصتا دا د هغه بد بختو ملفق او کاذب روایات دي چي د صحابه کرامو سره عداوت او عناد لري.
خلاصه داچي دواړو فریقو پر دي فیصله سره وکړه چي جنګ به متوقف کیږي او هره ډله به و خپل ځای ته ځي ، حضرت علي رض به په کوفه کي د خلیفة المسلمین په حیث پاته کیږي او حضرت معاوية رض به پر شام باندي أمیر پاته کیږي تر څو چي دواړه حکمین او فیصله کونکي د دي مشکلي د حل د پاره یوه اتفاق ته سره رسیږي.
د حضرت علي رض په لښکر ور ګډ سوي بعضي کسان په دي خوښ نه وه چي د حضرت علي رض او معاویه رض تر مینځ جنګ متوقف شي ، بیا دا کسان و حروراء نومي ځای ته ولاړه ، او د حضرت علي رض پر وړاندي یي بغاوت وکړ ، حضرت علي رض د خپل لښکر د مشرانو قمندانو سره مشوره وکړه ، فیصله یي پر دي وسوه چي دوی به جنګ ته نه ور وځي تر څو چي هغوی جنګ نوي پیل کړی ، حضرت عبدالله بن عباس رض د خوارجو و معسکر ته ورغی او قصد یي وو چي دوی بیرته واسلام ته را رد کړي ، عبدالله بن عباس رض وتوانیدی چي زرګونه کسان له بغاوته را وګرځوي ، مګر د شپږ زره شاوخوا خوارج پر هماغه ګمراهۍ پاتي شوه.
خوارجو د حضرت علي رض په غیاب کي په خپلو تحرکاتو شروع وکړه ، په دي وخت کي خوارجو ملعونینو جلیل القدر صحابي عبدالله بن خباب بن الأرت او د هغه حامله میرمنه او درې نوري ښځي چي د طيء د قبیلي وي په شهادت یي ورسولي.
حضرت علي رض چي کله په واقعه خبر سو فیصله یي وکړه چي پیل به په همدي خوارجو کوي ، حضرت علي رض د خپل لښکر سره د خوارجو پر طرف ور روان سو ، و نهروان نومي ځای ته ورسید ، مخکي تر دي چي د خوارجو سره جنګ شروع کړي حضرت علي رض و خوارجو ته حال ولیږه تر څو د عبدالله بن خباب قاتلین په لاس ورکي ، هغوی ظالمانو ورته وویل چي موږ ټوله ملګري ستاسو د ټولو وینه حلاله بولو ، وژنو مو . بیا حضرت قیس بن سعد رض کوښښ وکړ چي د وعظ او نصیحت له لاري یي له بغاوت څخه راوګرځوي مګر هیڅ نتیجه یي ورنکړه ، کله چي حضرت علي رض ناأمیده سو نو د جهاد بیرغ او رايه یي و حضرت أباأیوب أنصاري رض ته ورکړه ، بیا هغه په لوړه أواز ږغ وکړ که هرڅوک تر دي بیرغ لاندي راسي ودریږي هغه په أمن دی ، که څوک له جنګ څخه پر شا سي هغه په أمن دی ، که څوک و کوفي ته ننوځي هغه په أمن دی ، په دي اعلان سره ډیر د جنګه پر شا سول ، مګر ددوی مشر عبدالله بن وهب الراسبي د شپاړس سوه خوارجو سره پاته سو ، خلاصه په 38 كال د هجـ کي د حضرت علي رض او د خوارجو تر مینځ جنګ شروع سو ، خوارجو ډیر سخته ماتي وخوړه ، فقط یو څو کسان یي پاته سوه هغه هم و تښتیدل ، نور ټوله ووژل شوه ، بیا د څه وخت وروسته همدي پاته خوارجو و دریو کسانو ته وظیفه ورکړه چي حضرت علي رض او حضرت معاویة ابن أبي سفیان رض او حضرت عمرو بن العاص په شهادت ورسوي.
نور بيا...
ليكوال: عبدالرحمن محمود

چي و مو لوستل لطفا ولیکئ: ولوستل شوه

#المصادر :
- تاريخ الطبري.
- الدولة الأموية للصلابي
- ﻣﺮﻭﻳﺎﺕ ﺃﺑﻲ ﻣﺤﻨﻒ ﻓﻲ ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻄﺒﺮﻱ.
- الموسوعة الميسرة فى التاريخ الإسلامي.
https://t.me/aomavikhlaft




أموي خلافت: الحلقة (۱۹)
د حضرت علي رض او حضرت معاویة رض تر مینځ محاکمة أو د دریمګړو ټاکل.

یو شمیر باخِبره او ذي درایته کسان چي په دواړو طرفو کي وه ، د جنګ له اږدیدو او استمرار څخه ډیر سخت وویریدل ، هسي نه چي د مسلمانانو لښکر ټول همدلته ووژل شي ، د اسلام دښمنان د همدي موقع څخه په استفادي پر مسلمانانو هجوم راوړي او اسلام ختم شي ، د کوفي اصحاب الخِبرة کسان د جنګ و دریدو ته ډیر شائقين او لیواله وه ، أشعث بن قیس الکندي و خپل قوم أهل الکوفة ته داسي خطبه وړاندي کړه.

( أی ټولی د مسلمانانو ، تاسو هغه څه ولیدل چي تیره ورځ پیښ سوه ، په رب قسم چي پر ما څومره عمر تیر شوی ما داسي سخته او هلاکونکي ورځ نده لیدلي ، دا زما خبره دي شاهد و غائب ته ورسوي چي صبا موږ یو توافق کوو ، دا جنګ به عرب فناء کړي ، او عزتونه به لوټ شي ، او په الله قسم چي زه خپل پر ځان نه ویریږم ، بلکي پر دي ویریږم چي د مسلمانانو ښځې او عیال به د چا و لاسونو ته ولویږي ؟ )
اهل الشام ږغ وکړ أی عراقیانو که تاسو موږ ووژنئ زموږ د أهل و عیال لپاره څوک شته ، که موږ تاسي و وژنو ستاسو د أهل و عیال لپاره څوک شته ؟ نور له الله څخه و ویریږئ ، پر دې پاته لښکر د مسلمانانو رحم وکئ.
کله چي د أشعث خبرې و حضرت معاویة رض ته ورسیدلي ویي فرمایل: په رب د کعبي قسم چي حق خبرې یي کړي دي ، که چیري موږ صبا هم په جنګ مشغول سو روم به زموږ پر أهل و عیال باندي هجوم راوړي ، او فارس به د عراقیانو پر اهل و عیال هجوم ور وړي ، ددي درک یواځي د بصیرت څښتنان کولای سي.
عمرو بن العاص و حضرت معاویة رض ته وویل چي و علي رض ته قرآن کریم ور ولیږه ، د الله و کتاب ته یي را وبوله ، همداسي وشوه ، د شام خلګو قرآنونه را واخیسته ، د آسانو په غاړو پوري یي و زړول ، د دمشق تر ټولو لوی قرآن کریم چي لسو کسانو را اخیستی وو هغه یي هم راوړ ، بیا یي پر اهل العراق ور ږغ کړل أی عراقیانو زموږ او تاسو تر مینځ د الله کتاب دی ، د هغه و فیصلي ته به غاړه ایږدو .
خلاصه دواړو فریقينو پر محاکمة اتفاق وکړ ، یعني هر یو به د خپل طرفه یو څوک انتخابوي ، اختیار به ورکوي او د هغه د فیصلي اطاعت به کوي.
د دې اتفاق وروسته حضرت علي رض د دواړو فریقو و وژل شویو جنګیالیو ته ورغی او ټولو ته یي دعاء د مغفرت وکړه.

هلته د رومي امپراطور څه طمع پیدا سوه ، د مسلمانانو د مځکو پر خوا یي تحرکات پیل کړه ، حضرت معاویة رض حال ور ولیږه چي په رب قسم که تر شا نسوې أی ملعونه د خپل د أکا د ځوی علي سره به صلح کوم ، دا دنیا به ټوله درباندي تنګه کړم ، د روم امپراطور و ویریدی او تر شا سو.

د حضرت عثمان رض قاتلین پوه شوه چي دواړه طرفین و یوي سولي ته رسیدونکي دي او د دوی دا یقین وو که سوله وسوه دوی به وژل کیږي ، نو لومړی یي کوښښ وکړ چي د سولي جریان متوقف کړي ، مګر و نه توانیدل ، بالآخرة یي د (الحکم لله) مقوله جوړه کړه ، او د حضرت علي رض څخه یي بغاوت وکړ ، او د دواړو فریقو پر وړاندي یي سنګر ونیوه، دلته نو خوارجو په منظم شکل ظهور وکړ او د ټول أمت اسلامي پر خلاف و دریدل.
دا چي وروسته بیا څه پیښ سول؟ نور بیا.....

لیکوال: عبدالرحمن محمود

#المصادر :
اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ.
ﻣﺼﻨﻒ ﺑﻦ ﺃﺑﻲ ﺷﻴﺒﺔ.
الدولة الأموية للصلابى.
الموسوعة الميسرة فى التاريخ الإسلامى

https://t.me/aomavikhlaft




د لمر د ډوبیدو پر وخت حضرت عمار بن یاسر رض شیدي طلب کړي ، بیا یي وویل چي رسول صلی الله علیه وسلم ماته ویلي دي له دې دنیا څخه ستا آخیرنی چیښاک به د شیدو وي ، بیا و میدان ته د جنګ وړاندي سو ، او د حضرت علي رض د بیرغ وړونکی هم ورسره روان سو ، تر هغه وخته را و نه ګرځیدل تر څو چي شهیدان سول ، د حضرت عمار رض شهادت د حضرت معاویة رض د لښکر پر معنویاتو ډیر تأثیر وکړ ، ځکه چي رسول صلی الله علیه وسلم دده په هکله فرمایلي وه (تقتله الفئة الباغية) عمار به د باغي ډلي لخوا وژل کیږي.
او د حضرت علي رض د لښکر معنویات نور هم پر جوش راغلل ، په همدغه شپه کي بیا جنګ زور واخیست ، و دي شپې ته په تاریخ کي لیلة الهریر وایي او دا شپه د جمعي مبارکي وه ، په دي شپه دومره شدید قتال وسو چي مخکینی ورته هیڅ ښکاریدی ، ابن کثیر رح ددي شپي په باره کي وایي( ستونې وچ شوه ، تورې پڅي شوي ، نیزي او غیشې ختم سوه ، حتی دوه کسان به سره په جنګ وه ، ستړي به شوه بیا به دواړو آرام وکی ، د آرام وروسته به یي بیا جنګ شروع کی تر څو چي په وینو به سره سول ، همدغه حالت روان وو د جمعي شپه سهار سوه ، لا هم جنګ روان وو ، د څاښت پر وقت أهل عراق د حضرت علي رض ډله پر اهل الشام د حضرت معاوية رض پر ډلي منتصره أو غالبه شوه ، په دي جنګ کي د دواړو جانبینو څخه د (ابن أبي خیثمه په روایت) أویا زره کسان په شهادت ورسیده ، پنځه څلویښت زره د حضرت معاویة رض د ډلي او پنځه ویشت زره د حضرت علي رض د ډلي وه. إنا لله و إنا إليه راجعون.
د دواړو فریقو تر مینځ محاکمه.نوربیا....

لیکوال: عبدالرحمن محمود

راسره ملګرې یاست؟ لطفا جواب پریږدئ

#المصادر :
- مجمع الزوائد.
- تاريخ الطبرى.
- شذرات الذهب.
- البداية والنهاية.
- الإصابة فى تمييز الصحابة
- الموسوعة الميسرة في التاريخ الإسلامي

https://t.me/aomavikhlaft


أموي خلافت: الحلقة (۱۸)
#د_صفین_غمیزه :'(

کله چي حضرت علي رض د خلافت پر مسند کښیناست ، د شام والي حضرت معاویة رض او ټولو د شام أوسیدونکو یي له بیعت څخه ډډه وکړه ، بیعت یي ورسره ونکړ ، غوښتنه یي دا وه چي حضرت علي رض باید لومړی د حضرت عثمان رض قاتلین قصاص کړي ، مګر حضرت علي رض ویل چي لومړی دي بیعت وسي ، چي د مؤمنانو اتحاد کامل شي بیا به له هغوی څخه په سکون او اطمنان سره قصاص أخلو ، وبالاخرة حضرت علي رض د خپل لښکر سره د شام په طرف ور روان سو ، او هلته حضرت معاویة رض ډیره جدي او قطعي فیصله کړي وه چي د عثمان رض له قاتلینو به قصاص أخلي ، په مصر کي یي یوه ډله درلوده چي د حضرت عثمان رض بعضي مصري قاتلین او د هغه د قتل پلان جوړونکي لکه عبدالرحمن بن عدیسي او کنانة بن بشر او محمد بن حذیفة او نور...یي ووژل.
د حضرت علي رض لښکر و (صفين) نومي ځای ته ورسید ، حضرت معاویة رض ته حال ورغی ، هغه د خپل لښکر سره ورته راووت ، د حضرت علي رض د لښکر تعداد یو لک أو شل زره وو ، او د حضرت معاویة رض د عسکرو شمیر نوي زره وو ، دا ډیر لوی شمیر وو ، ددي نه مخکي د مسلمانانو د عسکرو تعداد و دي حد ته نه وو رسیدلی ، ځکه چي د یرموک په ستره غزاء کي د مسلمانانو شمیر شپږ دیرش زره ته رسیدی ، او تر ټولو لویه معرکه چي قادسیة وو په هغي کي د مسلمانانو تعداد أته دیرش زره وو ، او د صفین په ورځ د دواړو فریقينو تعداد و دوه لکه أو لس زره ته رسیدی ، درحالیکي چي ټوله مسلمانان وه.
أول حضرت علي رض قاصدین ور ولیږل چي و حضرت معاویة رض ته د بیعت او طاعت دعوت ورکړي ، هغوی چي و حضرت معاویة رض ته ورسیدل ، لومړی خبرې بشیر بن عمرو الأنصاري شروع کړي ، و حضرت معاویة رض ته یي وویل : أی معاویة دا دنیا بقاء نلري فناء کیږي ، ته و آخرت ته ورتلونکی یې ، الله تعالی درسره ستا د أعمالو حساب کوي ، د الله رب العزت په خاطر دا أمت مه سره ټوټه کوه ، ددي أمت وینه خپل په مینځ کي مه تویوه . حضرت معاویة رض ورته وویل : کاش چي دا نصیحت مو و خپل ملګري ته هم کړی وای ، حضرت علي رض یي مقصد وو. بشیر بن عمرو ورته وویل زما ملګری تر تا حق دار دی په خلافت سره ، د فضیلت په لحاظ ، د دین په لحاظ ، په اسلام کي د وړاندي توب په لحاظ ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د قرابت په لحاظ ، ددي ټولو وجوهاتو په سبب تر تا بهتر دی په خلافت سره ، هغه و تاته د بیعت دعوت درکوي ، دا ستا لپاره د دنیا و آخرت په لحاظ خیر دی. حضرت معاویة رض ورته وویل: أیا د عثمان وینه به همداسي هدر کیږي ؟ په رب قسم چي هیڅکله به د قصاص څخه مخکي بیعت ونکړم.
هري ډلي خپل ځان ته فکر درلود او ځان یي خطاء نه باله.
وبالآخرة د دواړو فریقينو تر مینځ جنګ شروع سو ، جنګ ټوله ذي الحجة میاشت متصل روان وو ، البتة د جنګ کیفیت داسي وو چي فقط یو یو ټولی به د هري ډلي و جنګ ته راوتی ، په ورځ کي به یو وخت یا سهار او یا ماښام ، او کله کله به دوه وخته جنګ کیدی ، ټول لښکر یي جنګ ته نه را باسه د قتل عام او یو مخیز هلاکت د وجهي ، او په دي أمید چي ممکن سوله وسي ، د محرم الحرام میاشت چي څنګه را داخله شوه دواړو فریقينو و سولي ته تلوار وکړ ، په أکثریت سره د سولي کوښښ هغه صحابه کرامو کاوه چي په دواړو ډلو کي یي حضور درلود ، مګر حضرت علي رض او حضرت معاویة رض دواړه پر خپل موقف ټینګ ولاړ وه ، حضرت علي رض و معاویة رض ته ویل لومړی بیعت وکه ، حضرت معاویة بيا ویل چي کله دي د عثمان قاتلین ووژل بیا بیعت درسره کوم.

خلاصه دا چي د سولي خبرو هیڅه نتیجه ورنکړه ، جنګ بیرته هماغسي روان سو لکه مخکي چي روان وو ، ټولی ټولی به جنګ ته راوتی ، لومړۍ هفته/أونیزه. همداسي جنګ روان وو ، تر دي وخته ددوی تر مینځ أویا جنګونه شوي وه ، وروسته تر یوي هفتي حضرت علي رض اعلان وکړ چي صبا چهار شنبه به ټول لښکر و جنګ ته وځي ، حضرت معاویة رض خبر سو ، په همدي شپه ټولو خپلې أسلحې راواخیستي ، د جنګ لپاره یي تیارولي ، عمروبن العاص الأموي خلګ و جنګ ته هڅول چي په صبا کي ښه په میړاني سره جنګ وکړي.
په صبا کي جنګ شروع سو ، جنګ تر ماښامه پوري په ډیر شدت سره مستمر روان وو ، فقط د لمانځه پر وقت یي وقفه د جنګ کول.
په دوهمه ورځ کي هم جنګ هماغسي روان وو ، په دوهمه ورځ عراقیان چي د حضرت علي رض عسکر وه ډیر سخت و جنګیدل ، د حضرت معاویة رض د چپ أړخ و قطعي ته یي شکست ورکړ ، مګر اهل الشام دا وار پر مرګ بیعت سره وکړ ، شدید جنګ یي شروع کړ ، نږدي وه چي و عراقیانو ته ماتي ورکړي ، په دي جنګ کي جلیل القدر بدري صحابي چي عمر یي تر څلور نوي کاله زیات وو حضرت عمار بن یاسر هم وو ، لاسونه یي لړزیدله توره یي راواخیسته ، عراقیان د عمار بن یاسر په لیدلو سره بیا په جنګ ور ګډ سوه.




ورکه ، د زبیر رض مور صفیه نومیده ، بیا یي ښه ډیر وژړل ، او وروسته یي د دواړو ډلو و شهیدانو ته دجنازې لمونځونه ورکړل.
بي بي عائشه رض ډیره سخته پښیمانه شول ، وروسته تر دي فاجعي چي به کله دې دا آیت شریف وایه چي (و قرن في بیوتکن) دوی دي په خپلو کورونو کي قرار ونیسي. دومره به یي ژړل چي پړونی به یي په اوښکو لوند شو ، کله چي جنګ پای ته ورسید حضرت علي کرم الله وجهه د بي عائشي د اوښي و خوا ته ورغی او ورته ویي ویل څه دي حال دی أی موري ؟ دي ورته وویل ښه یم ، هغه ورته وویل الله دي بخښه درته وکي ، دې ورته وویل تاته دي هم الله تعالی بخښه وکي ، بیا یي ددي د سفر احتیاجات ور برابر کړه او د خپل ورور محمد بن أبي بکر سره یي و مدیني منوري ته ولیږل ، له همدغه ورځي وروسته بیا بي بي عائشه رض د مرګ تر وخته د کوره و نه وتل... نور بیا

لیکوال: عبدالرحمن محمود

#المصادر :
- الكامل فى التاريخ
- الموسوعة الميسرة في التاريخ الإسلامي.
https://t.me/aomavikhlaft


أموي خلافت: الحلقة (۱۷)
#د_جنګ_جمل_دردونکي_تاریخي_فاجعه.

أم المؤمنین او ورسره صحابه کرام چي په أول کي یي تعداد 9 سوه وو ، وروسته یي بیا شمیر و دري زره ته ورسید ، مخ پر کوفه ووتل چي په مخکي یي لومړی بصره راځي ، د بي بي عائشې رض د پاره یي یوه أوښه رانیول او ددي لپاره یي د أوښې پر شا محجب او پرده لرونکی ځای جوړ کړ چي (هودج. ډولۍ.) یي بولي.
په لاره کي يو ځای د شپي پر أوبو باندي تیر شول ، چي هغه ځای ته حوأب ویل کیږي ، په دي ځای کي سپیو ورته و غپل ، کله چي بي بي عائشي رض د سپیو غپا واوریده پوښتنه یي وکړه چي دا ځای څه نومیږي ؟ هغوی ورته وویل چي حوأب نومیږي ، دې (انا لله و انا الیه راجعون) وویل ، او بیا یي وویل چي زه بیرته ګرځیږم ، هغوی ورته وویل چي ولي ؟ دي ورته وویل چي ما د رسول صلی الله علیه وسلم څخه واوریده چي په تاسو کي به کوم یوه وي چي د حوأب سپې ورته وغاپي ؟ او راته ویي ویل چي ځان وساته چي ته هغه نشي چي د حوأب سپې درته وغاپي.
بیا یي خپله أوښه چوکه/کښینول. او دوی ته یي وویل ما بیرته و مدیني ته و ګرځوئ ، هغه زه یم چي رسول الله یي په هکله خبره کړي ده مګر هغه نورو ورته قسم وکړ چي دا د حوأب أوبه ندي.
بي بي عائشة رض أو ورسره نور صحابه کرام و بصري ته ورسیدل ، پر بصره باندي د حضرت علي رض والي عثمان بن حنیف خبر سو ، قاصد یي ورته را ولیږی چي د څه لپاره له مدیني را وتلي یاست ؟ بي بي عائشي رضي الله عنها ورته وویل: دغه سپکو أو بد أخلاقو خلګو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر حرم مدینه منوره باندي تجاوز وکړ ، حرامه وینه یي ځان ته حلال وبلل او معصومه وینه یي توی یي کړه ، او حرام مال یي حلال وباله او چور یي کړ ، عزتونه یي ټوټه کړل ، په داسي ځای کي أستوګن شوه چي د هغه ځای خلګ یي نه غواړي ، د همدغه د اصلاح لپاره راوتلي یو.
حضرت علي رض مخکي د شام په طرف د خپل لښکر سره روان وو ، کله چي یي د أم المؤمنین بي بي عائشي او ورسره د نورو صحابه کرامو واوریدل ، نو د شام لوری یي بدل کړ د بصري په طرف ور روان سو ، کله چي و بصري ته ورسید ، د قعقاع په نامه یي یو څوک و عائشي رض او طلحة رض او زبیر رض ته ولیږه ، چي و اتحاد او اتفاق ته دعوت ورکړي ، او د تفرق او اختلاف اضرار ورته بیان کړي ، قعقاع أول و بي بي عائشي رض ته ورغی او ورته ویي ویل أی مورې ته کوم شي و دي ښار بصري ته راوستلې یې ؟ دې ورته وویل فقط د مؤمنانو تر مینځ د اصلاح لپاره راغلې یم ، قعقاع ورته وویل چي طلحة او زبیر هم دلته را وغواړه ، هغوی هم راغله ، قعقاع ورته وویل ما د أم المؤمنین څخه پوښتنه وکړه چي سبب د راتلو دي څه وو ، دې راته وویل د اصلاح په خاطر ، طلحة او زبیر ورته وویل په الله قسم چي موږ هم ددغه غرض لپاره راوتلي یو ، قعقاع ورته وویل ددي اصلاح طریقه او کیفیت به څه ډول وي ؟ حضرت طلحة رض ورته وویل چي علي د عثمان قاتلین قصاص کړي ، که چیري علي دا کار پریښود نو قرآن یي پریښود ، مراد یي حد د قصاص وو.
قعقاع ورته وویل چي حضرت علي رض دا فکر لري چي مخکي یوار حالات عادي شي ، اطمنان او سکون حاصل سي بیا به د عثمان د قاتلینو سره حساب کوو ، بي بي عائشې او طلحه او زبیر هم ورسره اتفاق وکړ.

قعقاع و علي رض ته ورغی د دوی د اتفاق څخه یي خبر کړ هغه ډیر خوشحاله سو ، ټولو پر صلح اتفاق وکړ ، په دې صلح ډیر کسان خوشحاله سوه او بعضي شر خوښونکي بیا خوا بدي سوه ، حضرت علي رض ودریدی د جاهلیت د دور یادونه او د هغه وخت د بدبختیو یادونه یي وکړه ، بیا د اسلام او د نیکبختیو او محبتونو یادونه یي وکړه ، دواړه فریق خوشحاله سوه ، مګر د عثمان رض هغه بعضي قاتلین چي د حضرت علي رض د لښکر سره یو ځای شوي وه هغوی ویري واخیستل ، که چیري حالات صحیح شوه موږ به ضرور قصاص کیږو ، نو کله چي شپه سوه دغه باغیان بعضي د طلحه رض او زبیر رض په لښکر ور ننوتل او بعضي د علي رض په لښکر کي پاته شول ، بیا یي د شپې پر دواړو طرفو هجوم ور وړ ، هغوی هر یوي ډلې دا ګمان وکړ چي مقابل لوري یي ورسره خیانت وکړ ، جنګ ګرم سو ، حضرت علي رض وویل یاربه کاش چي شل کاله مخکي مړ شوی وای خو دغسي حالت مي نوای لیدلی ، أم المؤمنین بي بي عائشي رض ژړل ، طلحه او زبیر خلګ له جنګه بندول خو خبره یي له توان څخه وتلي وه ، خلاصه دا چي جنګ د شپي شروع سو د لمر د راختلو پر وخت ودرید ، کله چي حضرت علي رض دا حالت ولیدی نو یي وویل أی ربه ته راباندي شاهد یې چي ما خو دغسي حالت نه غوښت خو پیښ سو ، په دي جنګ کي طلحة او زبیر رضي الله عنهما دواړه په شهادت ورسیده ، د حضرت زبیر رض قاتل راغی او د زبیر رض توره یي راخیستي وه ده فکر کاوه چي حضرت علي رض به په دي ډیر خوشحاله سي مګر هغه ځان ته پري نښود ، او بیا یي د زبیر رض توره راواخیستل او ویي ویل په دي توره باندي زبیر د رسول الله دفاع کړي ده ، او ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریده چي هغه راته و فرمایل د صفیې د ځوی و قاتل ته د دوږخ زیری




(له مخکي تفصیل څخه موږ ته معلومه شوه چي د حضرت علي او معاویة رضي الله عنهما اختلاف د خلافت پر سر نه ، بلکي د حضرت عثمان رض د قاتلینو پر سر وو ، په دي أړه چي ګویا د دوی اختلاف د خلافت پر سر وو ، کوم روایات نقل کیږي ټول درواغ دي ، هیڅ صحت نلري.)

وبالآخرة حضرت علي رض لښکر جمع کړ د شام په طرف ووتی ، که چیري حضرت معاویة رض ورسره بیعت ونکړي نو جنګ به ورسره کوي ، دده رایه دا وه چي په داسي حالاتو کي همداسي کول غوره دي تر څو د أمت وحدت حاصل سي بیا به فرعي أحکام نافذ کیږي.
حضرت علي کرم الله وجهه د لښکر سره مخ پر شام روان وو ، یو دم داسي واقعه پیښه سوه چي دده د تګ لوری یي بدل کړ ، هغه پیښه داوه چي أم المؤمنین بي بي عائشة رض او طلحة بن عبیدالله او زبیر بن العوام او مغیرة بن شعبة او ډیر شمیر نور صحابه کرام چي د حضرت علي رض سره یي بیعت هم کړی وو ، د کوفي په طرف ووتل ، د کوفي ښار په دي وخت کي د حضرت علي رض دارالخلافة وو ، د دوی هم دا نظر وو چي قصاص باید په هیڅ صورت و نه ځنډول سي.
حضرت علي رض هم د خپل لښکر سره د دوی په طرف را وګرځید ، تر څو په بصره کي ورسره مخامخ شي... نور بیا...

لیکوال: عبدالرحمن محمود
#المصادر :
- سير أعلام النبلاء.
- الدولة الأموية للصلابي
- الموسوعة الميسرة فى التاريخ الإسلامي.

https://t.me/aomavikhlaft


أموي خلافت: الحلقة (۱۶)
د حضرت علي کرم الله وجهه سره بیعت ، او د حضرت عثمان رض د قاتلینو په هکله اختلاف.

د حضرت عثمان رض د شهادت وروسته صحابه کرام و حضرت علي کرم الله وجهه ته ورغلل او ورته ویي ویل چي تر تا بل أهل او لائق نسته ، لاس راکړه بیعت درسره کوو. حضرت علي کرم الله وجهه په أول وخت کي د خلافت مسئولیت نه خوښاوه ، مګر بعضو صحابه کرامو په ډیرو زاریو قناعت ورکړ او ده ورسره موافقه وکړه ، حضرت علي رض خلیفة و ټاکل شو ، په همدي وخت کي د حضرت عثمان رض د میرمني نائلي خط و حضرت معاویة رض ته ، وشام ته ورسید ، او ورسره یي د حضرت عثمان رض هغه په وينو لړلی قمیص او ددي قطع شوي ګوتې هم لیږلي وي ، حضرت معاویة رض ته چي کله دا شیان ورسیدل د منبر پر سر یي وځړول ، او بیا یي وژړل او قسم یی وکړ چي انتقام به یي أخلم ، دلته د شام پنځوس زره نور شیوخ را ټول سوه او د حضرت عثمان رض په وینو لړلي قمیص لاندي یي ژړل ، ټولو عزم کړی وو چي غچ به یي اخلي .
دا خبر و مدیني منوري ته ، صحابه ئي کرامو او أمهات المؤمنین ته ورسید ، په نتیجه کي یي صحابه کرام پر څلور ډلو وویشل سوه.
أوله ډله : چي دا د حضرت علي کرم الله وجهه همنظره وه ، دوی دا رایه درلودل چي د حضرت عثمان رض د قاتلینو قصاص دي د څه وخت لپاره و ځنډول سي ، تر څو حالات برابر سي ، د فتنې بل شوی أور مړ سي ، داسي نه چي هر والي له ځان څخه په هغه ښار کي خلیفه جوړ کړي ، او اسلامي أمت سره ټوټه ټوټه شي ، چي کله حالات معتدل شوه ، د ټولو أمراؤ څخه بیعتونه واخیستل شوه بیا به د حضرت عثمان رضي الله عنه قاتلین و محکمي ته وړاندي کوو او قصاص به ورباندي تنفیذ کوو ، مګر اوس یي وخت ندی ، حالات و دي ته ندي برابر چي هغه خوارج را ټینګ کړل شي د قصاص د پاره.
دوهمه ډله: هغه کسان وه چي د حضرت علي رض سره یي بیعت کړی وو ، مګر فورا یي د حضرت عثمان رض د قصاص غوښتنه کول ، په دي ډله کي أم المؤمنین بي بي عائشة رض او طلحة بن عبیدالله او زبیربن العوام او نور صحابه کرام داخل وه.
دریمه ډله : دا د حضرت معاویة رض او د حضرت عثمان رض د وارثینو همنظره خلګ وه ، د دوی دا رایه وه چي قصاص باید تر بیعت مخکي واخیستل شي ، په دي صف کي هم ډیر صحابه کرام وه لکه أبوالدرداء او عبادة بن الصامت او عمرو بن العاص رضوان الله علیهم اجمعین. او نور صحابه هم پکښي وه.
څلورمه ډله: دا هغه کسان وه چي بالکل یي یو طرف ته هم تمایل ونکړ ، له ټولو څخه جلا سوه ، په دي صف کي سعد بن أبي وقاص أو عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر او نور صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین شامل وه.

او هغه خوارج چي حضرت عثمان رض یي په شهادت رسولی وو ، سره و پاشل سوه ، بعضې یي د حضرت علي رض سره یو ځای سوه.

حضرت علي رض د بصري مخکینی أمیر عثمان بن حنیف او د مصر قیس بن سعد او د کوفي أبو موسی أشعري رضوان الله علیهم اجمعین ، پر خپلو مسئولیتونو بر قراره پاته کړل ، او هغه والیان چي د حضرت عثمان رض سره یي قرابت درلود هغوی بعضي و حضرت معاویة رض ته و شام ته ورغلل ، او بعضي یي و مکي مکرمي ته یا و مدینه منوري ته ولاړه ، فقط د شام نه بغیر نور ټولو ښارونو د حضرت علي رض سره بیعت وکړ.
حضرت علي رض و حضرت معاوية رض ته دري خطونه ولیږل د بیعت غوښتنه یي ورڅخه کول، حضرت معاویة رض په هر ځل ورته ویل ( دم عثمان قبل المبايعة ، تأخذه أنت ، و إن لم تستطع أخذناه نحن ) د عثمان رض قصاص به تر بیعت مخکي وي ، چي د هغه قصاص دي واخیست بیا به بیعت درسره کوم ، که ته د قصاص اخیستلو توان نلري بیا یي موږ أخلو.
همدا وجه وه چي د شام خلګو د حضرت معاویه رض په مشرۍ د حضرت علي رض سره بیعت ونکړ ، دوی دا نظر درلود چي باید قصاص مخکي واخیستل شي او بیا د حضرت علي رض سره بیعت وشي ، د هغوی نه بیعت کول په دې وجه هیڅکله نوو چي ګواکي حضرت معاوية رض د خلافت طمع لرل ، ځکه چي دی پوهیدی چي حضرت علي رض د شوریٰ د هغه شپږو کسانو څخه دی ، او هغه تر ده حق دار په خلافت سره دی ، مګر سبب د بیعت نه کولو یي فقط د حضرت عثمان رض انتقام مخکي اخیستل وو.
أبو مسلم خولاني وایي چي ما و معاویة رض ته وویل چي ته د حضرت علي رض مقابله کوي أیا ته د هغه مثل او برابر یې ؟ وای ده راته وویل په الله قسم چي زه په دې پوهیږم چي تر ما بهتر دی ، او مستحق د خلافت دی ، مګر تاسي خبر نه یاست چي عثمان په ظلم سره او ناحقه شهید سو ، زه یي د أکا ځوی یم ، وارث یي یم ، د قاتلانو قصاص یي غواړم ، تاسو ورشئ و علي ته ، ماته دي هغه قاتلان په لاس راکړي زه ورته تسلیم یم ، مګر علي رض دا و نه منل ، ځکه چي دده اجتهاد داوو چي په داسي حالاتو کي قصاص باید د مصلحت پر بناء و ځنډول شي.




په خدای تعالی قسم چي ما دده تر غاړي بل نرم شی ندی لیدلی ، بیا یي د خفه کیدو وروسته توره پر را واخیستله ، حضرت عثمان رض خپل لاس ورته ونیوه ، هغه ظالم یي لاس ور پري کړ ، حضرت عثمان رض ورته وویل په رب قسم چي دا أولنی لاس وو چي قرآن کریم یي ولیکی (حضرت عثمان کاتب الوحي هم وو)

وبالآخرة حضرت عثمان رض په داسي حال کي په شهادت ورسید چي قرآن کریم یي و مخ ته پروت وو ، د حضرت عثمان رض د زخم وینه پر دې آیت شریف ولګیده ( ﻓﺴﻴﻜﻔﻴﻜﻬﻢ اﻟﻠﻪ ﻭﻫﻮ اﻟﺴﻤﻴﻊ اﻟﻌﻠﻴﻢ )

کله چي خوارج پر حضرت عثمان رض باندي شاوخوا را وګرځیدل ، د حضرت عثمان رض میرمن بي بي نائلې ورته وویل: که یي تاسي شهید کوی او که یي پریږدی خو ده به شپه ټوله د الله په عبادت کي روڼول. بي بي نائلي کوښښ وکړ چي د خپل خاوند څخه دفاع وکړي مګر د (سودان بن حمران) په نامه یوه ظالم یي د لاس ګوتې په توره ور پري کړي.
کله چي د حضرت عثمان رض د شهادت خبر و صحابه کرامو ته ورسید د ټولو عقلونه و تښتیدل ، حیران پاتي شوه ، حضرت علي کرم الله وجهه و خپل ځامنو ته وویل څنګه یي هغه په شهادت ورساوه او تاسو ما ورلیږلي واست د هغه د دفاع لپاره ؟ حضرت حسن رض یي پر مخ مبارک په چپلاخه وواهه ، حضرت حسین رض یي پر سینه وواهه ، او عبدالله بن الزبیر ته په قهر سو ، او بیا په غضب له دوی څخه جلا سو ، او ویل یي چي تاسو هلاک شئ چي د حضرت عثمان رض دفاع مو ونکړای سوه ، همدغه د حضرت علي رض موقف وو د حضرت عثمان رض د شهادت په هکله ، هغه د حضرت عثمان رض تر څنګ و درید مګر هغه و جنګ ته پرینښود ، مجبورا یي د هغه طاعت وکړ ، او کوښښ یي کاوه چي په یو ډول ددي فتني مخ ونیسي ، مګر خبره دده تر وس او طاقت پورته وه ، دا د الله تعالی أزلي اراده وه چي أمیرالمؤمنین حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه به په خپل کور کي په شهادت رسیږي.
کله چي خوارجو حضرت عثمان رض په شهادت ورساوه ، له دوی څخه یوه په زوره ږغ وکړ چي داسي هیڅکله نه کیږي چي دده وینه دي راته روا وي او مال دي یي راته حرام ، خبر أوسئ چي مال یي هم راته حلال دی ، چور یي کړئ ، خوارجو د مال په چور کولو شروع وکړه ، حتی د ښځو زیورات یي هم چور کړل ، یوه بدبخته چي (کلثوم التجیبي) یي نوم وو ، د حضرت عثمان رض و میرمني نائلي ته لاس ور واچوه او د هغې د غاړي غاړګۍ ورڅخه واخیستله ، په همدي وخت کي د حضرت عثمان رض یو مریی چي صبیح نومیدی ، پر هغه ظالم یي توره پورته کړ او قتل یي کړ ، بیا نورو خوارجو همدا مریی په شهادت ورساوه ، بیا دي خوارجو آواز وکړ چي تر بیت المال پوري ځانونه ورسوئ ، په دي وخت کي په بیت المال کي فقط دوه غناره غنم وه ، د بیت المال محافظین چي خبر سول سره ویي ویل چي دا خلګ د دنیا اراده لري خپل ځانونه و ژغورئ ، بیت المال یي ور پریښود ، خوارجو هغه هم چور کړ.
خلاصه داچي خوارجو خپل هدف تر لاسه کړ ، أمیرالمؤمنين یي شهید کړ ، دده له شهادته وروسته بیا بعضو د پښیمانۍ ګوتې چیچلي ، لکه بني اسرائیلو چي یوار د ګیلګي/عجل. عبادت وکړ ، وروسته بیا پښیمانه وه.
په همدي ډول ثالث الخلفاءالراشدین په شهادت ورسیدی.
رحم الله الخليفة الشهید عثمان بن عفان ، ولعنة الله علىٰ قاتليه ومحللي دمه.
نور بیا .....
لیکوال: عبدالرحمن محمود

#المصادر :
- تاريخ الطبرى.
- البداية والنهاية.
- ﺳﻴﺮ ﺃﻋﻼﻡ اﻟﻨﺒﻼء.
- ﻓﺘﻨﺔ ﻣﻘﺘﻞ ﻋﺜﻤﺎﻥ.
- اﻟﻄﺒﻘﺎﺕ ﻻﺑﻦ ﺳﻌﺪ.
- عثمان بن عفان للصلابى.
- اﻟﺨﻠﻔﺎء اﻟﺮاﺷﺪﻭﻥ ﻟﻠﺨﺎﻟﺪﻱ.
https://t.me/aomavikhlaft


أموي خلافت: الحلقة (۱۵)
#د_حضرت_عثمان_رضي_الله_عنه_شهادت_او_د_صحابه_کرامو_موقف. :'(

حضرت عثمان رضي الله عنه په خپل کور کي محاصره شو ، حتی و مسجد ته د لمانځه لپاره نسو حاضر کیدای ، د بغاوتګرو تسلط پر مدینه منوره باندي دومره قوي سو چي د أکثر لمونځونو امامت به دوی خپله کاوه ، کله چي دا محاصره نوره هم قوي شوه ، خوارج د حضرت عثمان رض له کور څخه شاوخوا را وګرځیدل ، دوی د حضرت عثمان رض څخه غوښتنه وکړه چي یا خلافت پریږدي او یا یي دوی ووژني ، حضرت عثمان رضي الله عنه د دوی غوښتنه رد کړه او ورته ویي ویل زه به هیڅکله هغه لباس و نه کاږم کوم لباس چی الله تعالی را أغوستی دی ، اشاره یي و هغه وصیت ته وه کوم چي رسول صلی الله علیه وسلم ورته کړی وو (« يا عثمان ! إن الله ـ عزَّ وجلَّ ـ عسى أن يلبسك قميصاً ، فإن أرادك المنافقون على خلعه، فلا تخلعه حتَّى تلقاني »)
أی عثمانه ، نږدي ده چي الله تعالی په تا یو قمیص در واغوندي ، که چیري منافقینو مجبوره کړي پر کاږلو یي مه یي کاږه تر څو چي زما سره یو ځای کیږې.
او د بعضو لږو صحابه کرامو بیا دا رایه وه چي دی له خلافت څخه تنازل وکړي تر څو چي خپل ژوند و ژغوري ، له همدي صحابه وو څخه یو مغیرة بن الأخنس رضي الله عنه وو ، مګر عثمان رض د دوی دا رایه و نه منل.
د محاصري په دوران کي حضرت عبدالله بن عمر رض و حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورغی ، حضرت عثمان رض ورته وویل ته وګوره و دې خلګو ته چي راته وایي خلافت پریږده او ځان مه وژنه ، عبدالله بن عمر رضي الله عنه ورته وویل: که له خلافته تنازل ورته وکړي أیا ته به تر أبده په دنیا کي ژوندی پاته شې ؟ حضرت عثمان رض ورته وویل چي یا ، بیا هغه ورته وویل: که خلافت پري نږدې بغیر له دي چي دوی تا ووژني بل تاوان در رسولای سي ؟ ده ورته وویل یا ، هغه ورته وویل أیا دوی ددي قدرت لري چي و تا جنت ته او یا و دوږخ ته داخل کړې ؟ ده ورته وویل یا ، حضرت عبدالله بن عمر رض ورته وویل چي زما قطعا دا نظر او رایه نده چي ته دي له خلافت څخه تنازل وکړې او کوم قمیص چي الله تعالی در آغوستی دی ته یي وکاږي ، دا کار هیڅکله ونکړې ، بیا به هر څوک چي خلیفة د مسلمانانو یي پر ذوق برابر نوي ، خوښ یي نوي ، دوی به ورته را پورته کیږي عزل کوي به یي ، دا سنت و راروانو نسلونو ته مه پریږده.

نورو صحابه کرامو له أمیرالمؤمنین څخه غوښتنه وکړه چي دده دفاع وکړي او له خوارجو سره و جنګیږي ، حضرت عثمان رض و نه منل چي دده د حفاظت په خاطر دي په مدینه منوره کي وینه توی شي ، بیا حضرت علي کرم الله وجهه ورڅخه اجازه وغوښته چي دفاع یي وکړي ، حضرت عثمان رض اجازه ورنکړه ، وبالاخرة بعضو مشرانو صحابه کرامو دده د اجازي نه بغیر ، خپل ځامن د دفاع لپاره ور واستول ، چي په هغو کي یو حضرت حسن بن علي رض، او بل عبدالله بن الزبیر رض وه.
په آخیره ورځ د محاصري ، هغه ورځ چي حضرت عثمان رض پکښي په شهادت ورسیدی ، حضرت عثمان رض سهار د خوبه را ويښ سو ، و خلګو ته یي وویل ما په خوب کي خپل حبیب جناب أکرم صلی الله علیه وسلم ولیدی ، ابوبکر او عمر هم ورسره وه ، ماته یي وویل أی عثمانه روژه زموږ سره ماته کړه ، په همدي ورځ حضرت عثمان رض روژه ونیول او په همدي ورځ په شهادت ورسید.
باغیان د حضرت عثمان رض پر کور باندي ورغلل ، هلته حضرت حسن رض او عبدالله بن الزبیر او محمد بن طلحة او مروان بن الحکم او سعید بن العاص او د نورو صحابه کرامو ځامن ورسره په جنګ سوه ، او د حضرت عثمان رض خپل مریان هم و دفاع ته راووتل ، کله چي حضرت عثمان رض په خبر سو پر ږغ یي کړه ، هر هغه مؤمن چي ما د ځان أمیر بولي او زما اطاعت پر ځان واجب بولي ، جنګ دي نکوي ، او زما هر مریی چي خپل لاس له جنګه وساتي هغه أزاد دی.
د حضرت عثمان رض ددي کار لپاره بل هیڅ مبرر نلرو نه مګر دا چي وینه تویول یي نه غوښته ، او په دي یقیني وو چي دی به شهید کیږي ، ځکه چي رسول صلی الله علیه وسلم ورته ویلي وه.
په دې ورځ کي د قریشو څلور ځوانان لکه حضرت حسن رض او عبدالله بن الزبیر او محمدبن حاطب او مروان بن الحکم زخمي شوه ، او مغیرة بن الأخنس او نیار بن عبدالله الأسلمي او زیاد الفهري ووژل شوه ، مګر حضرت عثمان رض خپل ټول مدافعین په دي قانع کړل چي جنګ پریږدي او دده له کوره ووځي ، فقط حضرت عثمان رض او دده کورني او اهل و عیال سره پاته شوه ، دده او بغاوتګرو تر مینځ بل هیڅوک نوه ، بیا یي د سرای دروازه خلاصه کړه ، او قرآن کریم یي را واخیست تلاوت یي شروع کړ ، په دي ورځ دده روژه هم وه ، ناڅاپه یو سړی چي روایاتو او مصادرو یي نوم ندی اخیستی پر حضرت عثمان رض ور داخل سو ، کله چي حضرت عثمان رض ولیدی ورته ویي ویل: زما او ستا تر مابین د الله رب العزت کتاب دی ، هماغه سړی ووتی او عثمان رض یي پریښود ، بل سړی ورته را داخل سو د بني سدوس د قبیلي وو ، په الموت الأسود یي شهرت درلود ، حضرت عثمان رض ته یي لاس ور واچوه او خفه یي کړ ، او بیا دي ظالم وویل




له دي څخه ښکاره معلومیږي چي ددي ټولو فتنو تر شا د ملعون عبدالله بن سبأ یهودي لاس وو ، دکتور احسان ظهیر په خپل کتاب ( الشیعة و السنة) کي لیکلي چي ټول مؤرخین که د اهل السنة دي أو که د أهل التشیع ، ټوله پر دي متفق دي چي هغه څوک چي د فساد أو فتنې أور یي بَلَوَی ، او کلي په کلي ، قریه پر قریه ګرځیدی او د حضرت عثمان رض پر خلاف یي خلګ و بغاوت ته هڅول همدا ابن سبأ الیهودي وو.

نور بیا ..........
لیکوال : عبدالرحمن محمود

#المصادر :
- تاريخ الطبرى.
- اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ.
- اﻟﺸﻴﻌﺔ ﻭاﻟﺴﻨﺔ ﺇﺣﺴﺎﻥ ﺇﻟﻬﻲ ﻇﻬﻴﺮ.
- ﻋﺜﻤﺎﻥ ﺑﻦ ﻋﻔﺎﻥ اﻟﺨﻠﻴﻔﺔ اﻟﺸﺎﻛﺮ اﻟﺼﺎﺑﺮ.
https://t.me/aomavikhlaft


أموي خلافت: الحلقة (۱۴)
د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت څخه مخکي د فتنه ګرو تجمع أو ټولنه.

کله چي دوی پوه شوه چي شمیر مو ډیر سو ، قوت مو پیدا کړ ، نو ټولو خروج او بغاوت وکړ ، د مصر خوراج چي تعداد یي زر کسان وه د عبدالله بن سبأ تر مشرۍ لاندي أو د کوفي خوارج(أشترالنخعي د دوی په ډله کي وه) چي هم زر کسه وه د عمرو بن الأصم تر مشرۍ لاندي ، او د بصري خوارج د حرقوص بن زهیر السعدي تر مشرۍ لاندي مخ پر مدینه منوره (زادها الله شرفا) روان سوه ، ټولو د حضرت عثمان رضي الله عنه عزل أو پر ځای یي د بل خلیفة مقرر کیده غوښتل ، د مصر خوارجو د حضرت علي رضي الله عنه او د کوفي خوارجو د حضرت زبیر بن العوام او د بصري بغاوتګرو د طلحه بن عبیدالله خلیفة مقرر کول غوښتل ، او دا ټوله کار د عبدالله بن سبأ په منافقت او چلبازۍ روان وو ، غرض یي د صحابه کرامو تر مینځ اختلاف او مشکلات پیدا کول وه ، عبدالله بن سبأ او اشترالنخعي د ټولو ډلو په لومړی صف کي په ډیر فخر او خوشحالۍ سره روان وه ، ځکه چي د دوی یهودي پلان او طرحه مخ په کامیابه کیدو وه.

( د حضرت معاویة رض دوي غوښتني له حضرت عثمان رضي الله عنه څخه. )

د مذکوره فتني د اشتعال په ورځو کي د شام والي حضرت معاویة رضي الله عنه په مدینه منوره کي وو ، و شام ته د تلو نه مخکي و حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورغی او ورته ویي ویل أی أمیرالمؤمنینه مخکي تر دي چي هجوم درباندي راوړه سي زما سره و شام ته ولاړ سه ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم جوار او همسایتوب نه پریږدم که څه هم زما د غاړي ښارګونه پکښي قطع او پري شي.
بیا حضرت معاویة رضي الله عنه ورته وویل: چي د شام څخه به یو لښکر درته راولیږم تر څو چي ستا او د مدیني منوري دفاع وکړي ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته وویل چي یا ، زه دا نه غواړم چي د شام څخه د راغلې لښکر په وجه د مدیني منوري پر أوسیدونکو د دوی روزي او نفقه کمه شي ، او مهاجرین او انصار په مشکلاتو کي واقع شي ، حضرت معاویة رض ورته وویل أی أمیرالمؤمنینه قسم په الله چي جنګ به درسره کیږي او هجوم به درباندي راوړه کیږي ، حضرت عثمان رض وویل(حسبي الله و نعم الوکیل) الله مي کافي او وکیل دی.
حضرت معاویة رض دا درک کړې وه چي پټ ددي فتنې تر شا خبیث لاسونه شته چي هدف یي خلافت او د مسلمانانو خلیفه دی ، مګر د حضرت عثمان رض نظر بیا دا وو چي پر فتنه ګرو خوارجو ټول دلائل د خپل ځان د حقیت ثابت کړي ، او د شرعي لحاظه دوی ته هیڅ د استناد او دلیل شی پري نږدي تر څو چي په دنیا و اخرت کي ذلیل او رسوا سي ، دا نو ډیر لوی صبر وو چي حضرت عثمان رض پر ځان تحمل کړ.
بیا ددي لپاره چي پر خوارجو دلائل قائم سي حضرت عثمان رض دوی ته دعوت ورکړ تر څو چي خپل ټول اعتراضونه واضح کړي او دی ورته جوابونه او وضاحت ورکړي ، په مسجد کي د نورو صحابه کرامو په حضور کي سره را ټول سوه ، خوارجو خپل شبهات وړاندي کړل ، حضرت عثمان رضي الله عنه ورته کامل وضاحت او بیان ورکړ ، خپل دلائل یي وړاندي کړل ، د ټولو هغه کارونو چي دوی خطاء بللي وه حضرت عثمان رضي الله عنه د هغو د حق أړخ ورته ښکاره کړ ، دوی هم ظاهرا قناعت وکړ ، او له خپل هجوم څخه پر شا سوه ، د مدیني منوري أوسیدونکي خبر سوه چي فتنه ګر له خپل بغاوت څخه پر شا سوه ،دوی هم مطمئن سوه ، فضاء آرامه سوه ، د سکون ساه و چلیده ، مګر د شپي ناڅاپه خوارج د مدیني منوري په کوڅو ور ګډ سول په لوړو آوازو یي تکبیرونه شروع کړل ، حضرت علي کرم الله وجهه ورته راغی او ورته ویي ویل چي څه پيښه ده ، تاسو قناعت ونکړ ، ولي غدر کوئ ؟ غافقي چي د دي خوارجو د یو ټولی مشر وو هغه پر راږغ کړه چي عثمان رض زموږ سره خیانت وکړ ، ده ورته وویل څنګه خیانت ؟ هغه ورته وویل چي موږ دده یو قاصد و نیوی او خط یي و خپلو والیانو ته لیکلی چي موږ ووژني ، حضرت علي کرم الله وجهه ورته وویل په الله قسم چی دا بهانه تاسو خپله سره ترتیب کړي ده. همدغه په درواغو جوړ شوی خط دوی وسیلة وګرځوی تر څو د حضرت عثمان رضي الله عنه وینه ځان ته په حلاله کړي أو په خپل کور کي یي محاصره کړي أو په شهادت یي ورسوي ، همداسي له دي خوارجو د خوا په یوه خط باندي أم المؤمنین بي بي عائشة رضي الله عنها هم متهمه کیږي چي ګواکي دي خط لیږلی و خلګو ته او هغوی ته دعوت ورکوي چي له عثمان رض څخه بغاوت وکړي ، کله چي بي بي عائشة رض خبریږي داسي فرمایي (لا، والذي آمن به المؤمنون و كفر به الكافرون ما كتبت لهم سوادا في بياض ) په هغه رب قسم چي مؤمنانو ورباندي ایمان راوړی او کفار ورباندي کافران شوي چي ما هیڅ هم ندي لیکلي.




#تاریخونه_عبرتونه_دي_پند_ورڅخه_أخیستل_کیږي.
أموي خلافت: الحلقة (۱۳)
هغه أسباب چي باعث د مشکلاتو وه د حضرت عثمان رض په دور خلافت کي.

لومړی سبب : هغه أسانتیاوې او نعمتونه او مالونه وه چي د فتوحاتو په نتیجه کي راغلې وه ، خلګ پري مشغوله سوه ، په سبب یي خلګ په ابتلاء کي واقع سوه بالخصوص هغه کسان چي لا یي ایمان په زړونو کي قرار نه وو نیولی.

دوهم سبب : د نوي پیړۍ او نوي طبقي ظهور وو ، لومړۍ طبقه د صحابه کرامو چي د کومه صفاتو څخه برخمنه وه هغه په دوهمه طبقه کي نه وه ، مثلا کامل انقیاد او استسلام د دین و آوامرو ته ، قوي فهم او درک د اسلام څخه ، د دنیا له متاع سره عدم محبت أو ألفت ، دا هغه شیان وه چي په وروسته طبقه کي کم وه نسبتا تر لومړۍ طبقي.

دریم سبب : د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت څخه وروسته متصل د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت قائمیدل وو ، حضرت عمر رضي الله عنه د الله په دین کي ډیر سخت ، او د خپل ځان او د خپلو أمراؤ سره شدید المحاسبة ، او قطعي ، او پریکنده شخصیت وو ، درحالیکي چي حضرت عثمان رض ډیر نرم ، او طبعیتا متساهل شخصیت وو ، مثلا په کوم کار چي به حضرت عمر رض څوک رانیوی حضرت عثمان رض به څه نه ورته ویل ، خپله حضرت عثمان رض به ویل چي الله تعالی دي و عمر ته لوړي مرتبې ورکړي ، څوک دومره طاقت په دین کي لري لکه هغه چي درلود.
حضرت عثمان رض څه کسان بندیان کړه باره یي ورته وویل چي تاسي ته د نافرمانۍ جرئت زما حلم او زغم او لویي سینې درکړ.

څلورم سبب : د مشرانو صحابه کرامو وتل وه د مدیني منوري څخه ، حضرت عمر رضي الله عنه په خپل دور خلافت کي أکابرین صحابه کرام منع کړي وه چي له مدیني منوري څخه ووځي ، او مفتوحه سیمو ته ولاړسي ، مګر حضرت عثمان رض تساهل کاوه ، او کوم کسان چي تله ده ورته هیڅ شرائط د تلو نه وه وضع کړي ، او اجازه یي ورکول.

پنځم سبب : د فتوحاتو توقف وو د حضرت عثمان رض د خلافت په وروستیو وختو کي ، که هغه د فارس په طرف وه ، او که د شام او افریقیا په طرف ، او دا توقف د طبعي او بشرې موانعو له أمله وو ، نو بعضو مریضو خلګو به دا ویل چي څه سوه هغه قدیم غنیمتونه ، څه سوې هغه فتح سوي مځکې ؟ څه نور اتهامات هم شائع سوه پر حضرت عثمان رضي الله عنه باندي چي دی و خپلو أقاربو ته مځکې ویشي او تقسیموي یي ورته ، همدا سبب وو د لومړۍ فتني په اسلام کي.

شپږم : غلط فهم او برداشت وو د دین په حلالو او حرامو کي ، تر څو چي ددي غلطۍ په وجه مباحات حرام وبلل شوه. تقوی او پرهیزګاري د دین مهم شی دی أو تقوی داده چي مباحات له دي ویري پریښودل شي چي په حرام کي واقع نشي ، او دا ډول تقوی شخصي أمر دی ، پر خپل ځان یي نافذ کولای شي خو بل څوک نشې پري مجبوره کولای ، مګر تر ټولو خطرناکه ورع او تقویٰ داده چي مباح حرام وبلل شي او یا فرض وبلل شي ، په همدي فتنه کي هغه فتنه ګر خلګ واقع سول ، د اسلام دښمنانو له موقع څخه په استفادي او د مسلمانانو له عواطفو څخه د کار اخیستلو په پار دا کار وکړ ، د حضرت عثمان رض و بعضو کارونو ته یي حرام وویل ، او دا مسئلې یي د ناپوهو په سترګو کي غټې کړلي ، تر څو چي د حضرت عثمان رضي الله عنه وینه یي حلاله وبلل ، او پر مسلمانانو یي د فتنو دروازه تر ننه پوري خلاصه پریښوده.

یو له مهمو أسبابو څخه عبدالله بن سبأ یهودي وو ، دې ظالم په لومړی سر کي د بعضو فاسدو قیاسونو څخه استفاده وکړه او په آخیر کي یي و خپل فاسد هدف ته خلګ را وبلل ، مثلا ده به ویل چي زه تعجب کوم و هغه مسلمان ته چي په دي عقیده لري چي عیسی علیه السلام بیا راځي ، خو دا عقیده نلري چي محمد صلی الله علیه وسلم دي بیا راسي ، بلکي محمد صلی الله علیه وسلم تر عیسیٰ ع غوره أو لائق دی په بیا را تلو سره. بیا به یي ویل چي هر پیغمیر وصي لري یعني داسي څوک لري چي پیغمبر ورته وصیت کړي وي ، د محمد صلی الله علیه وسلم وصي حضرت علي رضي الله عنه دی. له دي خبرې څخه و خپل فاسد هدف ته نقل شو چي حضرت عثمان رض له حضرت علي رض څخه په زوره حق د خلافت واخيست ، او په دي شائعاتو یي خلګ د حضرت عثمان رضي الله عنه و شهید کولو ته را وبلل.

لیکوال : عبدالرحمن محمود

#المصادر :
- تاريخ الطبرى.
- الأساس فى السنة.
- ﺗﺤﻘﻴﻖ ﻣﻮاﻗﻒ اﻟﺼﺤﺎﺑﺔ.

چي و مو لوستل لطفا ولیکئ: ولوستل شوه
https://t.me/aomavikhlaft

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

754

obunachilar
Kanal statistikasi