چاپېرې مې دزړه له دائېرې دي څومره ښې دي
د چا د مبارک ژوند خاطرې دي څومره ښې دي
د عصر له ښــــــــکلاوو د حجاز سابق منظر ته
روانې د خـــــــــیالونو قافلې دي څومره ښې دي
هر خوا ښکلا ښکلا ده هر طرف جانان جانان دی
کوڅې د مدینې منورې دي څومره ښې دي
یو کیف د تجلا د یار په کلی کې ملمه دی
وږمې د الهي مینې خورې دي څومره ښې دی
صدیق دی او عمر دی له سپوږمي چاپېره ستوری
د مینې اسمان څکې ارادې دي څومره ښې دي
د ټکنده غرمې سکوت شي مات په تکبیرونو
بلال دی د آذان خوږې نعرې دي څومره ښې دی
آسونه شڼهار دی ستر خالد دی او ضرار دی
غزا ده او لیندۍ، تورې نېزې دي څومره شې دی
عاکف امارتي د چا په یاد کې دې ژړلي
دا سترګې دهم دواړه تکې سرې دي څومره ښې دي