جانانه ســــــتا پیغور په څه راکوي
ړنده دنیا پیغـــــــــور په څه راکوي
زه ګنهګار بلــــــــبل په ګل مین یم
د دې ګـــــــناه پیغور په څه راکوي
په تقدس یې اســـــــــــمانونه قائل
نو د مــــــــــلا پیغور په څه راکوي
زه هم انسان یم زړه کې شور لرمه
د یوې خــــندا پیغور په څه راکوي
زه دا بدرنګه دنیا نه ګــــــــــــورمه
د نابینا پیغـــــــــــور په څه راکوي
دا په تورتم کې اموخــته خفاشان
د سپین صــبا پیغور په څه راکوي
ما خو وطن له بلاګانو خلاص کړو
د دې بلا پیغــــــــور په څه راکوي
(ملا عاکـــــفه) په ظاهر ملنګ یم
دوی د ګــــدا پیغور په څه راکوي
ړنده دنیا پیغـــــــــور په څه راکوي
زه ګنهګار بلــــــــبل په ګل مین یم
د دې ګـــــــناه پیغور په څه راکوي
په تقدس یې اســـــــــــمانونه قائل
نو د مــــــــــلا پیغور په څه راکوي
زه هم انسان یم زړه کې شور لرمه
د یوې خــــندا پیغور په څه راکوي
زه دا بدرنګه دنیا نه ګــــــــــــورمه
د نابینا پیغـــــــــــور په څه راکوي
دا په تورتم کې اموخــته خفاشان
د سپین صــبا پیغور په څه راکوي
ما خو وطن له بلاګانو خلاص کړو
د دې بلا پیغــــــــور په څه راکوي
(ملا عاکـــــفه) په ظاهر ملنګ یم
دوی د ګــــدا پیغور په څه راکوي