رحـــمتونه را وریږي پر منار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
د اسلام له ګلبڼونو ټوکــېدلي دی ګلان
ارغـــــــــوان او ګلابونه نازولی طالبان
شـکر بیا را رسېدلی دی بهار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
سرمایه د آخرت ده سعادت ددې دنیا
علم غوره دی له دې فاني دنیا او مافیها
له تمام جهان نه لوړ بولم وقار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
د سپېځلی تقدس راز یې دی پروت پر روڼ جبین
مدرسې مو مشالونه د دنیا او هم د دین
په صراط المستقیم دی ټول رفتار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
مدرسو باندې ژوندی دی د نړۍ مسلم امت
ترې خوریږي رڼاګانې د اسلام د بصیرت
ای ( عاکف امارتی ) شه خدمتګار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
د اسلام له ګلبڼونو ټوکــېدلي دی ګلان
ارغـــــــــوان او ګلابونه نازولی طالبان
شـکر بیا را رسېدلی دی بهار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
سرمایه د آخرت ده سعادت ددې دنیا
علم غوره دی له دې فاني دنیا او مافیها
له تمام جهان نه لوړ بولم وقار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
د سپېځلی تقدس راز یې دی پروت پر روڼ جبین
مدرسې مو مشالونه د دنیا او هم د دین
په صراط المستقیم دی ټول رفتار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې
مدرسو باندې ژوندی دی د نړۍ مسلم امت
ترې خوریږي رڼاګانې د اسلام د بصیرت
ای ( عاکف امارتی ) شه خدمتګار د مدرسې
بیا ګلونه را سپړلي دی ګلزار د مدرسې