د عشق غرمه کې چې دې لمر ووهي
لکه قاتل چې درنه سر ووهي
د شپې د غلو نه په امان کې نۀ یو
چې لا د ورځې درته ور ووهي
زما جانان چې د رقیب ملاتړ کړي
لکه پۀ زړۀ مې چې خنجر ووهي
بیا د جهاد جهاد ناره دې څۀ کړم؟
چې درنه یو وارې سنګر ووهي
ورانه جونګړه مې اباده شوله
اوس کۀ مې یار ورته چکر ووهي
څاروان په لاره کې لۀ غمه مړ دی
باقي مزل دې مسافر ووهي
@ahmad_safi3
لکه قاتل چې درنه سر ووهي
د شپې د غلو نه په امان کې نۀ یو
چې لا د ورځې درته ور ووهي
زما جانان چې د رقیب ملاتړ کړي
لکه پۀ زړۀ مې چې خنجر ووهي
بیا د جهاد جهاد ناره دې څۀ کړم؟
چې درنه یو وارې سنګر ووهي
ورانه جونګړه مې اباده شوله
اوس کۀ مې یار ورته چکر ووهي
څاروان په لاره کې لۀ غمه مړ دی
باقي مزل دې مسافر ووهي
@ahmad_safi3