غزل: پیر محمد کاروان
رایشه په زړه کې مې یو کیف و سرُور کېنوه
مسته جزیره په کې د مینې د نُور کېنوه
تکې شنې د ژوند اوبه لښتي لښتي ورتېرې کړه
روغ چې شي تر څنګ یې د نرګسو رنځور کېنوه
چیغه یې چې شنه لمبه د دار په کړۍ پورې کړي
بیا یې تماشې ته د مستانو منصور کېنوه
پرېږده د شپېلۍ په سوي غږ یې نړۍ ویښه شي
دا پښتون شپونکی هم پاس په سر کې د طور کېنوه
دوې ترلې چې خویندې او تربور هم شي په ورور بدل
زړه په زړه کې مینه د ترلې او تربور کېنوه
څاڅکي د رڼا له زرغونټاله پرې ور وشینده
ومینځه ارواوې ترې غبار د غرور کېنوه
هر څو که راغلی د کاروان پر شاعرۍ خزان
خوند یې په غزل کې د میزان د انګور کېنوه
د ګلبڼ زمزمې. (280)