دَقُرْآن کَرِیْمَ تَرْجُمَهْ (پښتوژبه کی)


Kanal geosi va tili: Eron, Forscha
Toifa: Din


ملګرو دلته وتاسوته دقرآن کریم(پښتوترجمه)نشریږی إن شاء الله
نوتاسو داللهﷻ په خاطر دچینل نشرولوکی مرسته وکړی ترڅونور مسلمانان هم داللهﷻدکتاب(قرآن کریم) ترجمه زده کړی
خادم قاری مهاجرفاریابی غفرالله له
ستاسو دعاته محتاج یم
https://t.me/MAHAJARKRAN
تبادله 👆

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Forscha
Toifa
Din
Statistika
Postlar filtri




تــمــت جــــزءالــــثـــــالـــــث
بـــعــون الــمــلـــــك الوهـــــاب


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدٰى بِهِۦٓ ۗ أُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نّٰصِرِينَ

باور ولرئ! كومو خلكو چي كفر غوره کړيدى او همدا د كفر په حال کي مړه شول، له هغو څخه كه كوم څوک له سزا څخه د خپل ځان ژغورلو لپاره دا ټوله ځمکه له سرو زرو ډکه جريمه هم ور کړي، خو قبوله به نه کړای شي. د داسي خلكو لپاره دردناکه سزا تياره ده او هغوى به د خپل ځان لپاره كوم مرستندوى ونه مومي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《91》پـاره《3》رکــوع《9》


إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمٰنِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولٰٓئِكَ هُمُ الضَّآلُّونَ

خو كومو خلكو چي له ايمان راوړلو وروسته كفر غوره کړی، بيا یې په خپل كفر کښي پر مختګ کړيدى، د هغو به توبه هم نه قبلیږي، داسي كسان خو پاخه لار وركي دي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《90》پـاره《3》رکــوع《9》


إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنۢ بَعْدِ ذٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

البته هغه كسان به وژغورل شي چي له دې وروسته توبه وباسي او خپل عملي چلن سم کړي، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《89》پـاره《3》رکــوع《9》


خٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

په همدې حالت کي به هغوى د تل لپاره اوسیږي، نه به د هغو په سزا کي څه اسانتيا راوستل شي او نه به مهلت ورکول شي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《88》پـاره《3》رکــوع《9》


أُولٰٓئِكَ جَزَآؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّهِ وَالْمَلٰٓئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ

د هغو د ظلم وړ سزا دا ده چي د الله، پرښتو او ټولو انسانانو لعنت ورباندي دى؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《87》پـاره《3》رکــوع《9》


كَيْفَ يَهْدِى اللَّهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمٰنِهِمْ وَشَهِدُوٓا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَآءَهُمُ الْبَيِّنٰتُ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ

څنګه کېدای شي چي الله هغو خلكو ته هدايت وکړي، چي هغو د ايمان د نعمت له موندلو وروسته بيا كفر غوره کړ؟ په داسي حال کښي چي هغو په خپله پر دې خبره شاهدي ويلې ده، چي دا پېغمبر په حقه دى او هغو ته روښانه نښي نښانې هم راغلي دي. الله خو ظالمانو ته د سمي لاري ښودنه نه كوي؛

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《86》پـاره《3》رکــوع《9》


وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلٰمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى الْءَاخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِينَ

له اسلام څخه پرته چي هر څوك كوم بل دين غوره کړي، هیڅكله به ورڅخه قبول نکړی شي او په اخرت کي به هغه ناكام او زيانمن وي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《85》پـاره《3》رکــوع《9》


قُلْ ءَامَنَّا بِاللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ عَلٰىٓ إِبْرٰهِيمَ وَإِسْمٰعِيلَ وَإِسْحٰقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَآ أُوتِىَ مُوسٰى وَعِيسٰى وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُۥ مُسْلِمُونَ

[اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "موږ الله منو، هغه ښوونه منو چي پر موږ نازله شوېده، هغه ښووني هم منو چي پر ابراهيم (ع)، اسمعيل (ع)، اسحق (ع)، يعقوب (ع) او د يعقوب (ع) پر ځوځات (اولادې) نازلي شوي وې، او پر هغو هداياتو هم ايمان لرو چي موسى (ع)، عيسى (ع) او نورو پېغمبرانو ته د هغو د پروردګار له خوا ورکړای شوي. موږ د هغو د هيڅ يو تر منځ توپير نه كوو او موږ د الله د فرمان تابع (مسلمانان) يوو."

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《84》پـاره《3》رکــوع《9》


أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُۥٓ أَسْلَمَ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ

اوس، ايا دا خلك د الله د اطاعت طريقه (دين الله) پرېږدي، كومه بله طريقه لټوي؟ - په داسي حال کښي چي د اسمانونو او ځمکي ټول شيان، خوښ وي كه ناخوښ، یوازي د الله د فرمان تابع دي او د هماغه لوري ته د ټولو ورګرځېدل دي.

MQB Apps


پـښـــــتـــو تــــــرجــــمـــه دســـورة آل عِــمــــران آیـه《83》پـاره《3》رکــوع《9》

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.