د مهر اهمیت
(۴)
په اسلام کې د ښځي مهر ته ډیر اهمیت او اعتبار ورکړل سوی دئ، په قرآن شریف کې خدای پاک فرمایې:
وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوٰلِكُم. (¹)
ژباړه: حلالي دي ستاسو لپاره ټولي ښځي بغیر له محرماتو څخه چې تاسي یې طلب کړئ په خپلو مالونو باندي( یعني ستاسو لپاره بي له محرماتو ښځو څخه نوري ټولي ښځي روادي چې تاسو ورسره نکاح وکړئ خوپدي شرط چې تاسي ورته مال( یعني مهر )ورکړئ.
او دغه رقم رسول اکرم ﷺ په حدیث شریف کې فرمایې:
إستحلّوا فروج النساء بأطيب اموالكم.(²)
ژباړه: حلال کړئ ځانونو ته فرجونه د ښځو( یعني نکاح ورسره وکړئ) په خپل ښه اوپاک مال سره( یعني په مهر سره).
او همدغه شان خدای پاک امر کوي په میړونو باندي د ښځو چې تاسي د ښځو مهرونه ورکړئ.
فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً.(³)
ژباړه: وروسته( یعني تر دي وروسته چې تاسو د یوي ښځي سره نکاح وکړه) نو د هغې مقرر سوئ ثابت سوئ مهر ورکړئ.
همداسي الله پاک د ښځو میړو او وارثانو ته حکم کوي:
وَءَاتُوا النِّسَآءَ صَدُقٰتِهِنَّ نِحْلَةً.(⁴)
ژباړه: ورکړئ د ښځو مهرونه په خوشحالۍ سره.
مهر په شریعت کې د ښځي لپاره واجب او ثابت حق دی، حتی چې ځیني علما یې رکن بولي خو دي حنفي مذهب پربنا رکن ندئ، ولي د ښځي لپاره ثابت سوی لازمي حق دئ چې باید میړه یې ښځي ته ورکړي.
لکه څرنګه چې په هدایه او بحر الرائق کې راځي:
ثم المهر واجب شرعاً إبانة لشرف المحل فلا يحتاج إلى ذكره لصحتة النكاح.(⁵)
ژباړه: مهر لازم دی شرعا په خاطر د حفاظت اوشرف د محل( چې هغه عورت د ښځي دی) نو احتیاجي وذکرته دده لپاره د صحت د نکاح، په وخت کې د عقد نسته.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(¹) سورة النساء 24
(²) مراسیل ابي داود حدیث 196
(³) سورة النساء 24
(⁴) سورة النساء 4
(⁵) بحرالرائق باب المهر
✍ محمد سید محمدی🍀🍀🍀