نوی غـ،،،ـزل/ راسره ولولئ🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃
خیر دی که نن د ژوندانه سيلابو وړی یمه
بیا به را شین سمه د مینې الفت زړی یمه
ستا د جفا تیغ ته مې سر ايښی اختیار والا یې
زه خپل وفا وداسي کار ته رضا کړی یمه
یوه لمحه مې پر قراره باندې پریږده غمه
مرګه! را غاړي ووزه نور له ژونده ستړی یمه
درته به پاتي وې زما د خولې غزلي ګرانې
زه به بیا نور د بې نفسه ښار وګړی یمه
خَاَلِدْأنَسَ به بیا ډیر خلک په مرحوم یادوي
ډیر لري نه ده چي به ستا د سترګو مړی یمه