د خالد بن وليد رضي الله عنه عجيبه کارنامه.
#ژباړه_م_رضوان_الله_فيضاني
د شام په فتوحاتو کې خالد بن رضي الله عنه يو ښار ته ورسېد چې نوم يې (قنسرين) و، د ښار ډېره قوي او محکمه کلا وه، روميان، کفار کلا ته ننوتل او د کلا دروازې يې په ځانونو پسې وتړلې.
له څه مودې محاصرې وروسته چې کاميابي تر لاسه نه شوه او مؤمنان د کلا د دېوال په سوري کولو هم بريالي نه شول، نو خالد بن وليد رضي الله عنه د دې کلا خلکو ته يو خط ورولېږه چې داسې يې په کې ليکلي و :
بسم الله الرحمن الرحيم، د خالد بن وليد له لوري د قنسرين خلکو ته !!!
تاسو به له مونږ څخه چيرته لاړ شئ؟
قسم دی په هغه ذات چې د خالد روح د هغه په لاس کې دی، که چېرته تاسو اسمان ته وخېژئ، نو الله ﷻ به مونږ هم درپسې دروخېژوي او يا به مو الله تعالی مونږ ته ښکته راوغورځوي.
دغه خط چې څنګه د کلا د خلکو مشر ته ورسېد، نو الله ﷻ يې په زړه کې سخته وېره او دهشت واچوۀ او ويې ويل :
د ښار دروازې خلاصې کړئ او د تسليمۍ په حال کې ووځئ، مونږ د دې خلکو د مقابلې توان او طاقت نلرو.
کله چې د خالد بن وليد رضي الله عنه د دغې کارنامې خبر اميرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله عنه ته ورسېد، نو ويې ويل : الله تعالی دې په ابو بکر صديق رضي الله عنه، رحم وکړي، هغه له ما څخه د سړيو ډېر پېژندونکی و.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://x.com/Haqparast313313?t=fQ_zVDGtln3OEEeCXIK2JQ&s=35