عزیزالرحمن ایاس dan repost
د سوال کچکول!
ور خطا مو کړلې دواړي
نړۍ ماته شوه او ژاړي
اوس د قطر په کچکول کې
د خپل نیم ژوند خیرات غواړي
غلامي چې یې چا وکړه
چې پرخرڅ یې خپل عزت کړ
په پردیو ډالرونو
چې یې خپل عیش او عیشرت کړ
د هغوي پر تور مخ باندې
تاریخونو توپ کړې ناړي
دا هیواد د احمدشاه دی
دا غیرت د میرویس خان دی
د عمر او منصور کور دی
د پردیو قبرستان دی
دا دداسې ننګیالو ده
غیرتونو کیسې ژباړي
څوک چې دلته پناه راوړي
زموږ ورور شي زموږ زړه شي
که یرغل وکړي خواتوری
به له خپله ژوندانه شي
موږ له څو امپراتوریو
را ایستلې دلته داړي
زموږ له رب سره سودا ده
شروع کړی مو جهاد دی
په سرونو مو ساتلی
تود ډګر د استشهاد دی
موږ په وینو زرغونې کړې
ددې ښکلې هیواد شاړي
دا زموږ کور دی زموږ دی
پردي دلته نه ځایېږي
چې یرغل دلته څوک راوړي
نو ژوندي نه پاتي کېږي
ارمانونه یې شول قتل
هیلې شوې ورانې ویجاړي
په بد نیت مه راځئ دلته
که مو سر په امان خوښ وي
ده ماشوم مو په ځانګو کې
لا ټوپک او کمان خوښ وي
زموږ په ننګ باندي(ایاسه)
د نړۍ هر مؤمین ویاړي
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/12
01:49pm
@Ayas_Aziz
ور خطا مو کړلې دواړي
نړۍ ماته شوه او ژاړي
اوس د قطر په کچکول کې
د خپل نیم ژوند خیرات غواړي
غلامي چې یې چا وکړه
چې پرخرڅ یې خپل عزت کړ
په پردیو ډالرونو
چې یې خپل عیش او عیشرت کړ
د هغوي پر تور مخ باندې
تاریخونو توپ کړې ناړي
دا هیواد د احمدشاه دی
دا غیرت د میرویس خان دی
د عمر او منصور کور دی
د پردیو قبرستان دی
دا دداسې ننګیالو ده
غیرتونو کیسې ژباړي
څوک چې دلته پناه راوړي
زموږ ورور شي زموږ زړه شي
که یرغل وکړي خواتوری
به له خپله ژوندانه شي
موږ له څو امپراتوریو
را ایستلې دلته داړي
زموږ له رب سره سودا ده
شروع کړی مو جهاد دی
په سرونو مو ساتلی
تود ډګر د استشهاد دی
موږ په وینو زرغونې کړې
ددې ښکلې هیواد شاړي
دا زموږ کور دی زموږ دی
پردي دلته نه ځایېږي
چې یرغل دلته څوک راوړي
نو ژوندي نه پاتي کېږي
ارمانونه یې شول قتل
هیلې شوې ورانې ویجاړي
په بد نیت مه راځئ دلته
که مو سر په امان خوښ وي
ده ماشوم مو په ځانګو کې
لا ټوپک او کمان خوښ وي
زموږ په ننګ باندي(ایاسه)
د نړۍ هر مؤمین ویاړي
عزیزالرحمن ایاس
1400/05/12
01:49pm
@Ayas_Aziz