څوک کړي باچا د چا ټول عمر په خوارۍ اولګي
ژوند داسې دے لکه چې داؤ د جوارۍ اولګي
په غدارۍ باندې ټاپې د بهادرۍ اولګي
څوک چې مخلص وي پرې الزام د غدارۍ اولګي
غزل غزل شمه رومان شمه خيالونه راوړم
ستا په جمال چې مې نظر د شاعرۍ اولګي
وینه ترې خلق څښکي زخمي وجود ئې تاب نۀ لري
چې د رواج غشي په پلار د ښاپېرۍ اولګي
پخپله سملاستې چاړۀ دې هم په لاس کښې ورکړه
ته به خبر شې چې چاړۀ دې په مرۍ اولګي
په بې وسۍ کښې زېږېدلے ګلاب مخے ماشوم
ځوانۍ نه مخکښې مخکښې ځي په مزدورۍ اولګي
د ورور د لاسه د مقتول له وجود وتې ګولۍ
بېرته را اوګرځي د خور په ککرۍ اولګي
خپله څوکۍ کښې چې اختیار د بل په لاسو کښې وي
ورکه شه تندر دې په داسې مشرۍ اولګي
ستا اداګانې او نازونه د زغملو نۀ دي
هسې نۀ داغ ترې د شاهد په خوددارۍ اولګي
ژوند داسې دے لکه چې داؤ د جوارۍ اولګي
په غدارۍ باندې ټاپې د بهادرۍ اولګي
څوک چې مخلص وي پرې الزام د غدارۍ اولګي
غزل غزل شمه رومان شمه خيالونه راوړم
ستا په جمال چې مې نظر د شاعرۍ اولګي
وینه ترې خلق څښکي زخمي وجود ئې تاب نۀ لري
چې د رواج غشي په پلار د ښاپېرۍ اولګي
پخپله سملاستې چاړۀ دې هم په لاس کښې ورکړه
ته به خبر شې چې چاړۀ دې په مرۍ اولګي
په بې وسۍ کښې زېږېدلے ګلاب مخے ماشوم
ځوانۍ نه مخکښې مخکښې ځي په مزدورۍ اولګي
د ورور د لاسه د مقتول له وجود وتې ګولۍ
بېرته را اوګرځي د خور په ککرۍ اولګي
خپله څوکۍ کښې چې اختیار د بل په لاسو کښې وي
ورکه شه تندر دې په داسې مشرۍ اولګي
ستا اداګانې او نازونه د زغملو نۀ دي
هسې نۀ داغ ترې د شاهد په خوددارۍ اولګي