♡رحمان بابا دیوانه♡


Kanal geosi va tili: Eron, Pushtu
Toifa: Din


زه رحمان د رب بند یم تا مه حال دی
بند چۍ د بل بند شې سه په ېې حال ش

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
Eron, Pushtu
Toifa
Din
Statistika
Postlar filtri


☆ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم☆

☆که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم☆

☆دعاګانې راپسې دي هسې نه چې☆

☆په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم☆

☆د پُنبې د فابریکې یو یو تار وایي☆

☆د ظا.لم دې نه پټکی او نه چلتار شم☆

☆بیماران که د آنارو په ارمان دي☆

☆زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم☆

☆لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې☆

☆کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم☆

☆ما مې سره اوښان په شنو ورېښمو بار دي☆

☆دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم☆

☆خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې☆

☆سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم☆

☆د کاروان غزله میره د لنډیویوې ښکلې وې☆


ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم
که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم

دعاګانې راپسې دي هسې نه چې
په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم

د پُنبې د فابریکې یو یو تار وایي
د ظا.لم دې نه پټکی او نه چلتار شم

بیماران که د آنارو په ارمان دي
زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم

لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې
کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم

ما مې سره اوښان په شنو ورېښمو بار دي
دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم

خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې
سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم

د کاروان غزله میره د لنډیو
یوې ښکلې وې چې زه به یکه زار شم


غزل

غريبي څه لوی جنجال دی تيروم يې


دا څو مياشتې بد مې حال دی تيروم يې


غورزيدلې ده په ځمکه جيګوم يې


ستا د خولې ډوډۍ وبال دی تیروم يې

سخت تر مرګه ستا بېلتون دی خو جانانه


صبر څومره لوی کمال دی تیروم يې


تسلي د بې وسۍ مې زړه ته ورکړم


چي تېرېږي بس سږ کال دی تيروم يې


ډېر يې ښه پروېز پرهره نن ويلي


ژوند مې ستا چې څنګه خيال دی تيروم يې


غزل
ـــــــــــ

هسې بس د خدای لۀ لوري کېږي نو
دومره شاعري به د چا پلار وکړي

دا خلک پۀ نۀ خبره مرګ کوي
دلته زندګي به د چا پلار وکړي

وخته! پښتانۀ دي مینه نۀ مني
وخته! عاشوقي به د چا پلار وکړي

اوس درته پخپله خولۀ اقرار کوي
تاسره سیالي به د چا پلار وکړي

هر مطلب پلوه یار مې پرېښودم
زمونږ انډیوالي به د چا پلار وکړي

نوره د احمد درسره ورانه ده
روغه د زړګي به د چا پلار وکړي


د احـساس د غـره چـنـاره درنـه لاړم●

●قـدمـونه مـې اوس شماره درنه لاړم●

●په خندا، خندا دې خواته ووم راغلی●

●پــه ژړا دې کـړمــه یــاره درنــه لاړم●

------


زړونه ورکوی دوستانو هیل کوم




پخوانۍ کرښې!
ـــــــــــــــــــــــــ

د خپل پرهر پۀ شونډو ږدمه شونډې
نور دې راوچې کړلې غمه شونډې

ساقي دا جام دې پېرته ډک واپس کړه
زۀ د جانان لږې څکمه شونډې

مینې انګار درته په ژبه سوړ کړم؟
لکه پتنګ چې ږدي پۀ شمه شونډې

ځینې ارمان د پای نامه نۀ اخلي
ویل کۀ ژوندئ وم درکوؤمه شونډې

ګیله به نۀ کوئ یارانو خیر دی
ګرم یم چې داسې خوځوومه شونډې

لکه چې بیا د احمد نوم رسموې
پۀ کتابچه چې ږدې قلمه شونډې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


کـــــــــه جـامـې مـې د بخمـل دی خـو د بـل دی
انـدامـــــــــونـه پـکښـې خپـل دی خـو د بـل دی

د ملګــــــــــــــــــــرو نـه پټيـږم پـۀ اختـر کښـې
قیمتـی زمــــــــــــــــــــا چپـل دی خـو د بـل دی

زمـا نـوم ســـــــــــره ئـې هسـې نـوم بـدنـام دې
شنـۀ بـاغــــــــــــــونـه د کابـل دی خـو د بـل دی

بنګـړی ګـــران دی کـه ارزان دی خـو ستـا نشتـه
کـه پـۀ شــــل دی کـه پـۀ سـل دی خـو د بـل دی

او منـــــــــــــــم چـې د ليـلا ستـرګـې کمـال دی
بـې مثـالــــــــــــــــه بـې بـدل دی خـو د بـل دی

کـــــــــــه کاتـۀ ئـې پـۀ تـرتيـب دی د رقيـب دی
کـه ويښتــــــۀ ئـې ول پـۀ ول دی خـو د بـل دی

زۀ شلیـدلـی کـټ کښـــې سملـم ستـوری شمـارم
کــــــــــه خـوبـونـه پـۀ څنـګل دی خـو د بـل دی

کـه اوربـل کښـې ئـې سپـرلـی دی خو پـردی دی
کـــــــــــــــــه لبـان غـزل غـزل دی خـو د بـل دی

منظـــــــــــــــر هسـې د سـاقـی لاسـو تـه ګـوری
کـه پـۀ جــــــام کـه پـۀ بـوتـل دی خـو د بـل دی


☆ده دنیا په چارو هر سړی عاقل دی☆


☆چی سړی په سړی کیږی عقل بل دی ☆

♡رحمان بابا♡


☆په خپل ځان کی خوند پیدا که☆

☆ چی خوند واخلی له دنیا نه☆

☆داسی مه وایه رحمانه چی بی خونده زمانه شوه☆


چی اشنا یی ستمگر شی نو بہ سہ کا
چی زخمی سوک پہ زگرشی نو بہ سہ کا

چی ٹول عمر بیی تیر کڑے پہ پالنگ وی
سہ چی زمکہ یی بستر شی نو بہ سہ کا

چی پہ عمر کخی یی غم لیدلی نہ وی
چی دغم سرہ یی سر شی نو بہ سہ کا

انتظار چی د وصال پہ کومہ شپہ کڑو
دہ بیلتون چی پری سحر شی نو بہ سہ کا

کہ دیدن د یار موندی پہ ڈیرہنر شی
چی غماز د چا رہبر شی نو بہ سہ کا

زہ خاطر خو ہمیشہ دغسی وایم
چی اشنا یی مرور شی نو بہ سہ کا


♡رحمان بابا څه ښايسته ویلي♡


☆خپل فردي پکی معلوم شي ای رحمانه!☆


☆کله کله د غمونو باران ښه وي ☆


نشته په دا ښار څوک چې نه وي خريدار ستا
څه بلا ډير ګرم چې مې وليده بازار ستا

څوک دي چې تا وويني په تا به مين نه شي!؟
هر لوري ته ډير دي که يي ګورې مينه دار ستا

ډير طبيبان راغلل ، لکه راغله هسې لاړل
راشه حال يي ګوره چې څه حال لري بيمار ستا

خوشحال بابا


غزل
ـــــــــــ
کلکه غیږه مې تری واخسته غوصه شوه
ګل ځوانې مې د غمونو سلسله شوه

زندګې می د هغې په نوم قربان کړه
هغه لاړه اوس د بل چا په نامه شوه

نه هیریږې نه خپلېږې حق خیران یم
محبته ستا کیسه خو یو په دوه شوه

اذانونه د چرګ بانګ راباندې اوشو
غم لړلې شبګیره څومره اوږده شوه

تعویذ ګره جادوګره خوښ مې نشوی
ستا جادو ستا په تعویذ هم هیره نه شوه

خیرخواه بس که زندګې دې که راجوړه
ښه پوهیږې چې بدرنګه دی واده شوه

"
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ


روژه مبارک میاشت د34 ورزه بادی دی




غزل

څه دې په مخ راخور کړل،څه دې په اوږو واړول


زندۍزندۍ شــــــــومه، ويښته دې په اوږوواړول


نن دې په قنـــــــدو په شکـرو باندې پوه نه کړمه


لاړې! خـــــــاشاک د تنـــــــاره دې په اوږو واړول


زما بې وسه ارمــــــــــانونه دې په ځاى پريښودل


نه دې راټـــــول کړلـــــــو او نه دې په اوږو واړول


يو ليـــــــونى دې هر قــــــــــــدم سره سينه ټپوي


يو ناقـــــــراره غونــــــــدې زړه دې په اوږو واړول


لاهــــــــم د جنګ ترشاه ولاړه يې دمرګ پريښتې


څومــــــــره بې شمېره پښتانه دې په اوږو واړول


د چـــــــا ديــــــــــــــاد قدرداني دې بلا ډېره وکړه


يه کابلی! ميلمانه دې په اوږو واړول


زړونه خو ورکوی 💔


غزل
ــــــــ

غشی لمر او وچه خولۀ، میرات مزل
تا پسې مې کړی دی، ډېر زیات مزل

ستا پۀ یادښت! هر قدم او ساه ثواب
داسې لکه اوږد تر یو جومات مزل

دواړه ننګرهار! او پېښور سره
یؤ دی لۀ کنړ څخه تر سوات مزل

دا پۀ کږلیچونو ستنه، ستنه لار
وو پۀ ماتو ماتو لارو، مات مزل

ستا د سترګو امر راته شوی و
ځان ته مې پخپله کړ سؤغات مزل

چوپ د رقیبانو پۀ کوڅه تېر شه
وه احمده کانده پۀ احتیاط مزل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــ

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.