بې خونده وي د کلي ماذدیګر، زړه ماتوي
بې یاره چې په چا راشي اختر ،زړه ماتوي
رنګین دآزادۍ ، دا اختریز سهار قربانه
بې تا بیخي وژل کوي ، دلبر، زړه ماتوي
په هره خوله مسکاده کلی ښه عطرورین دی
خو، شي چې د شهید زوی مرور ،زړه ماتوي
ته خوږ یې، ته دې نه مرې خو دتللی یار په تمه
تراوسه غوړوم څنګ کې څادر ، زړه ماتوي
له تا وروسته یه ښکلیه دوطن انځور دی داسې
ګلاب زړه رژوي، او دنګ نښتر زړه ماتوي
په ډکه خوله خندا عزیره ډکې سترګې ګرځم
پرما پروت دخواږه بېلتون اثر، زړه ماتوي
بې یاره چې په چا راشي اختر ،زړه ماتوي
رنګین دآزادۍ ، دا اختریز سهار قربانه
بې تا بیخي وژل کوي ، دلبر، زړه ماتوي
په هره خوله مسکاده کلی ښه عطرورین دی
خو، شي چې د شهید زوی مرور ،زړه ماتوي
ته خوږ یې، ته دې نه مرې خو دتللی یار په تمه
تراوسه غوړوم څنګ کې څادر ، زړه ماتوي
له تا وروسته یه ښکلیه دوطن انځور دی داسې
ګلاب زړه رژوي، او دنګ نښتر زړه ماتوي
په ډکه خوله خندا عزیره ډکې سترګې ګرځم
پرما پروت دخواږه بېلتون اثر، زړه ماتوي