کابل نیوﺯKabul news dan repost
#بهرنی-خبر
بلوچستان: بولان کې وسله والو غټ سړک بند کړی، د اسمبلۍ د غړي د ساتونکو نه یې وسله اخستې
د پاکستان د بلوچستان صوبې بولان سیمې لویه لاره له څو ساعتو وروسته له وسله والو خلاصه کړل شوې، چارواکو د درېو وسله والو د وژنې دعوه هم کړې ده.
د لیویز چاراکو په وینا، پرون د اتوار، يکشنبې په مازیګر د بلوچستان په بولان او آب ګوم سیمو کې وسلوالو دوه ځایه لاره تړلې وه.
سرچینې وايي وسله والو د بلوچستان اسمبلۍ غړی او پارليماني سیکرټري، میر لیاقت علي لهړي هم درولی وو او د هغه ساتونکو څخه یې وسلې اخستې.
ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، ښیي چې وسله وال د راکټ لانچرونو او درنو وسلو سره سمبال وو.
میر لیاقت لهړي ډان اخبار ته ويلي، "هو، یو وسله وال ګروپ زمونږ موټران درولي وو او زموږ له ساتونکو یې د وسلو سپارلو غوښتنه وکړه، ساتونکو مزاحمت وښود، خو ما د ځاني زیان څخه د بچ کیدو په خاطر تاوان خپلو ساتنکو ته وویل، پرته له سوال جوابه وسلې وسپارئ، ځکه چې هلته ګڼ شمېر خلک له اجتماع څخه را روان وو".
د بلوچستان حکومت له خلکو غوښتي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي، ځکه چې د نا امنۍ پېښې پر زیاتیدو دي.
✅ https://t.me/NDGNN