*د جنرال عبدالرازق د وحشتونو مستند داستان*
*مهاجرفراهي*
کال ١٣٥٨/ لمریز د کندهار ولایت اړوند بولدک ولسوالۍ د کونچي کلي د محمدخان په کاله کې یو ماشوم دنیا ته سترګې وغړولې، د کلي ملاصاب یې په غوږ کې اذان وکړ، نوم یې عبدالرازق ورته کښېښود.
هغه وخت هیواد ته روسان راغلل، افغان ولس په یوه ږغ ورسره جهاد شروع کړ، ١٣٦٧/ لمریز کال کې روسان له هیواد نه په ګونډو سول، د دوی له تېښتي څخه څلور کاله وروسته د کمونیستانو رژیم هم سقوط وکړ.
ددې پرځای چې جهادي رهبران لاسونه سره ورکړي او یو قوي، مرکزي، واحد او د شهیدانو د ارمانونو ممثل نظام رامنځته کړي، بدبختانه پخپلو کې سره ونښتل د جهادي ګوندونو ترمنځ جګړې پیل سوې، په لویو لارو کې پاټکونه او ځنځیرونه واچول سول، د هېچا مال، ناموس او ځان خوندي نه وو.
د نور هیواد په څېر د کندهار ښار او اطراف هم د قومندانانو تر منځ وېشل شوي وو، ملوک الطوائفي او ټوپکسالاري حاکمه وه.
په هیواد کې روان حالات مؤمنو هیواد والو ته هيڅ د زغملو او تحمل وړ نه وو. هماغه وو د الله تعالی یو مخلص بنده، د حجرې یو طالب ملا محمدعمر اخوند راپاڅېد او یو څو تش لاسي نور ځوانان هم ورسره مله سول.
په لنډ وخت کې یې د کندهار ولایت ډېري سیمي ولکه کړې، ډېری قومندانان د خبرو له لاري اماده سول او خپل اسلحې یې تسلیم کړي. د کندهار بولدک پر لویې لاري هم ګڼي پوستې پرتې وې، یوه پکې د منصور په نوم د یوه ظالم قومندان وه چې مجاهدینو ته یې له تسلیمېدا نه ډډه وکړه، کله چې طالبان ورته راورسېدل دوی د رېګ خواته د تېښتي هڅه وکړل، مجاهدینو تعقیب کړل او ویې نیول.
منصور یې دده د شومو اعمالو او ظلمونو له کبله چارماري کړ د منصور سره په موټر کې یو زلموټی هم وو چې لا یې د ژوند اتلس کلونه نه وه پوره کړي، هغه یې خوشي کړ، هو دا زلموټی عبدالرازق نومېده.
څه وخت وروسته دا زلموټی په بولدک کې د سعدالدین میرګي سره پر باوړۍ مزدور سو، څه موده وروسته یې د وېش باډر پر دروازه لغړیتوب کاوه، څه وخت بعد د یو بل کس سره شریک سو په ګډه یې د موټرانو د ماشینانو (انجنو) کار شروع کړ له وېش څخه یې چمن او له هغه ځایه یې کوټي ته ماشینونه لیږدول.
د خدای تعالی کارونه دي وختونه تیریدل، امریکا راپیداسوه پر افغانستان یې هوايې یرغل پیل کړ، د ځمکي له لاري هم ګڼ شمېر اجیر افغانان د امریکایې نیواکګرو په بدرګه او ملاتړ د پاکستان د ګلستان، چمن او نورو سیمو څخه د ګل اغا په مشرۍ د هیواد مرزونو ته داخل سول. په دې ډله کې یو په تنه نسبتا جګ، په بدن ډنګر او توربخن ځوان چې ٢٢ کلن وو، هم ملګري وو.
دوه ویشت کلن عبدالرازق خپله لومړنۍ دنده په سرحدي پولیسو کې د یوې پوستې د قومندان په توګه پیل کړه، وروسته د کندهار د سرحدي پولیسو قومندان وټاکل سو.
په دې موده کې یې په بولدک کې د مجاهدینو سره سختي جګړې وکړي، په سلګونو خلک یې د طالب په تور زنداني او په شهادت ورسول. کله چې د حمل پر ٢٦ کال ١٣٩٠/ لمریز کې د کندهار امنیه قومندان خان محمد د یوه استشهادي برید په نتېجه کې ووژل سو، عبدالرازق یې پرځای و ټاکل سو.
مل پاسوال عبدالرازق په دې موده کې د مجاهدینو په وړاندي دده د سخت دریځ، ظلم او وژنو لامله خورا مشهور سو تردې چې د ولسي جرګې د غړو لخوا ورته د زړه ور جنرال لقب ورکول سو.
جنرال د امریکایانو تر سترګو لاندي ځانته شخصي زندانونه لرل، د ښار د حوزو او ولسوالیو قومندانانو یې خپل مرکزونه د انسانانو قصابۍ جوړي کړي وي.
په دې موده کې د لوی کندهار زرګونه وګړي شکنجه، زندانیان او شهیدان کړل سول، د یوه تخمین له مخي درې زره اووه سوه کسان تري تم دي چې خپلوانو یې جنازې او جسدونه نه دي ترلاسه کړي او یا نه دي پیژندل سوي.
د میزان میاشتي اووه ویشتمه کال ١٣٩٧/ د شنبې ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د امریکایې ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او کندهار ولایتي چارواکو ترمنځ غونډه وه، د امریکایې پلاوي د رخصتېدا په مهال یو افغان سرتیري خپل د ماشین نونی راواړوه لومړی یې جنرال عبدالرازق و واژه او بیایې د ماشین ججوری پر نورو کسانو تش کړ چې پکې د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن او یو بل خبریال هم ووژل سو، همداشان د کندهار والي او په جنوب لویدیځ کې دامریکایې قواوو قومندان جنرال جفري اسمیلي ژوبل سوه.
جنرال عبدالرازق د نه دېرشو کالو په عمر و مړ او تر شایې درې میرمني او دیارلس اولادونه پرېښودل.
د کتاب په راتلونکو پاڼو کې به هڅه وکړم چې تاسو ته د جنرال عبدالرازق د کړنو، ظلمونو، وژنو، شخصي زندانونو او دده د ژوند سره د بیلابېلو تړلو موضوعاتو اړوند کره، مستند، پر حقائقو او واقعیتونو ولاړ معلومات شریک کړم تر څو زموږ اینده نسلونه د یوه قاتل، ظالم، اجیر، غلام، د پردیو د لاسپوڅي او ازاد، خپلواک، حقیقي او اتل افغان ترمنځ تفاوت وکولای سي.