Postlar filtri


الزمزم خپرندويه اداره dan repost
X پاڼه

دا زمونږ شخصي X ایکس پاڼه د راسره ملګري شی.
او له خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړی

ورور مو محسن احسان
https://x.com/mohsinutod222?t=LoOXABECrrx1C77ahE8ckA&s=09


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر

د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه

اواز قاری محمدامین اعزاز
شاعر محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




العصر بصري څانګه dan repost
ختم بخاري

نن د علم نور پر زړونو راج او پروازي کوي
شان ته د شملو هم اسمانونه سلامي کوي

ځکه پر حرم د مدرسې کوي خوښۍ طواف
صف ده ملایکو نندارې کړي خوشحالي کوي

بیا یې کړې فضاوي معطري لونګیني شوې
دا علمي ګلبڼ دي لالزار وي خوشبویي کوي

ختمه بخاري شوه منور د زړه ماحول ښکاري
پړک د علم خپور په لر او بر دی رڼایي کوي

نور یې د مزل بېړۍ رسانده تر ساحله شوه
پای مومي سپېڅلې طالبي خدای پاماني کوي

د محسن احسان قلم دي تاند په دعاګانو شي
هــر قلــم دعــا دعــا ژباړه عاطــفي کوي

محسن احسان


غزل

د سینې درشل کې بل د جذبې اور ساتم
د جمادات په څېر خاموش خو تاند مي شور ساتم

د ستړي ژوند هیلي چي ګل شي څانګي وسپړیږي
د زړه ګلشن مي د جانان په نوم سمسور ساتم

سپینه جامه چي مي په تن د چي داغداره نشي
زه مي دا سپین لباس له داغ او له پیغور ساتم

له شفقت یې برخمن یمه محروم مي مکړې
زما د ژوند تکیه مي پلار هم ډاډ په ورور ساتم

ګوندې کامیاب او سرفراز شمه محسن احسانه
ځــکه آمــین پر دعاګانو مي د مــور ساتم


حبیبه

څنګ کي د روضې دي په سکون په قرار تېرې شوې
دلته مي څو شپې ستا د وصال په سهار تېري شوې

سترګې مې شوي روڼې دا ارمان مې د زړه وَختی
د رسول الله کلي کوڅو کي په لار تېرې شوې

سوم چې را روان درنه زه بیرته د عجم په لور
دا دبېلېدو شېبې خو سخت ناقرار تېرې شوې

وژني جدايي مې د دنیا رنګونه ورک شوله
ستا تر څنګ حبيبه څو لحظې په تلوار تېرې شوې

یا رسول الله! دعا ده بېرته چي راستون شمه
زړه کې مې جانانه دعاګانې بې شمار تېرې شوې

کله چي دیدن مي ستا په ښکلې روضه ولګید
اوښکې زمامحسن په ګريوان سمي قطار تېري سوې

له مدینې څخه رخصتي


د شهید سعید الحاج خلیل الرحمن"حقاني" تقبله الله یاد ته!

یرغلګرو، ظالمانو ته طوفان سړی شهیـد شو
د جهاد سړی شهید شو د میدان سړی شهید شو

د دنیا په کږلېچونو کـې روان وه مخ پر وړاندې
په غيرت کې لکه غر لکه اسمان سړی شهید شو

خوارجو/ داعشـیانو بـس یوه کارنامه وکـړه
چې د ننګ سمبول یې واخیست مسلمان سړی شهید شو

دا د وخت د فتنه ګرو او ظالم ستـرګو خار وه
د عثمان او د علـي په یون روان سړی شهید شو

دښمانو ته یې ټیټه نه ویله نر سړی ؤ
د رباط د لارې مل لکه سندان سړی شهید شو

وا محسن احـسانه ویاړ کوه په داسې نرو خلکو
د باتورو له جملې ؤ قهرمان سړی شهید شو


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر

نن مې نيت کړی درځمه مدينې ته
ما قبول کړه ستا وه پاکې شنې روضې ته

اواز :احسان الله مهمند
شاعر:محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




العصر بصري څانګه dan repost
د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه

په څپو کې د باد ستا عطر محسوس شي
راژوندی مې کړي دردونه، ستا یادونه

هر یو څاڅکی د ژړا د زړه له تله
کړي رایاد ها تیر خیالونه ستا یادونه

چې له شپول د تورو شپو غیږ کې راټول شي
راسپړي زاړه زخمونه، ستا یادونه

دا په څنډه کې د وریځ ستا سیوری ښکاري
پاروي تللي وختونه ستا یادونه

د رڼو ستورو نڅا وي په اسمان کې
د یو بل کوي سیلونه ستا یادونه

در ولي مې ستا تر څنګ محسن احسانه
چې کوم دا ستا فکرونه ستا یادونه

محسن احسان


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوی ترنم ڈیر ژر

په منځ کی د اذان او د لمانځه له سڑی واخلي
قرار قرار تیریژی وخت ھر څه له سڑی واخلي

غربت ھم عجیبه دی وخت ناوخته داسی وی چی
ملگري د کلو کلو پاخه له سڑی واخلي

اواز . عبدالبصیر ظھیراشنا
شاعر . محترم محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




النبوي خپرندویه اداره یې وړاندي کوي
نوي ترنم

کسر
سترګي مي نه ویني او نه مي مني زړه خبره
راســـره کــــړې ده پخــه ســتا بیلتانه خبره

اواز:فـــرهاد منصور
شاعر:محسن احسان
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131






#د احد ننداره

جنګ احد کې زخمي رسول الله ﷺ دی. جنګ په لا اله الا الله دی.

نن تللي وو د احد غره ته،  د شهیدانو میدان ته چې د تاریخ یوه ستره شاهدي ده. د احد غره مخې ته مې ځان د خیال نړۍ ته واستاوه. دا داسې وه لکه زه چې د رسول الله ﷺ او د هغه د ملګرو د میړانې په منځ کې یم.

د جګړې پیل

زه ګورم چې د احد د غازیانو مشري رسول الله ﷺ په خپله کوي. صحابه کرام ته لارښوونه کوي، ځایونه ورته ټاکي: "تاسو دلته پاتې شئ او تاسو هلته!" خپل لښکر منظموي او دېرشو صحابه کرام ته د هغه غره پر سر چې نن د "جبل الرماة" په نوم یادېږي، امر کوي: "که کامیابي مو په برخه شوه او که ماته، له دې ځایه مه ښکته کېږئ. زما د امر اطاعت وکړئ."

جنګ پیل شو. میدان د "لا اله الا الله" په نعرو ډک شو. صحابه لکه زخمي زمریان په مشریکینو ورمات شول، له هر لوري یې کفار شړل. د کفارو لښکر د شکست په حالت کې تېښته وکړه، او مسلمانانو د بریا شکر په سجده کې ادا کړ.

د امر سرغړونه او جګړې بدلون

کله چې کفار شاته شول، مسلمانانو د غنیمت ټولولو لپاره منډې کړې. هغه صحابه چې د رسول الله ﷺ د امر له مخې پر غره پاتې وو، په خپلو کې اختلاف وکړ. نیم یې ویل، "رسول الله ﷺ موږ ته د پاتې کېدو امر کړی دی." خو نور یې ویل، "بریا راغله، غنیمت راټولوو." بالاخره دوی هم له غره ښکته شول.

د دې چانس څخه خالد بن ولید، چې هغه وخت د کفارو په لښکر کې و، ګټه واخیسته. له شا یې د مسلمانانو پر لښکر برید وکړ. جګړه بېرته توده شوه، او مسلمانان درانه زیانونه وګالل. د احد میدان بیا د وینو په ویاله بدل شو. صحابه شهیدان شول، رسول الله ﷺ سخت زخمي شو، او د مبارکو غاښونو شهادت یې د ټولو زړونه ودردول.

د طلحه او ابو عبیده میړانه

طلحه بن عبیدالله رضی الله عنه د رسول الله ﷺ مخته لکه ډال ودرېد. د هغه پر بدن اویا زخمونه ولګېدل، خو په ځای ټینګ پاتې شو. د هغه مېړانه د وفادارۍ او قربانۍ بېلګه وه.

په همدې حال کې ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه منډې وهلې ترڅو د رسول الله ﷺ له شونډې د زغره کړۍ راوباسي. هغه خپل غاښونه وکارول او دومره سخت کش یې وکړ چې خپل دوه غاښونه یې مات کړل، خو د رسول الله ﷺ د شونډې کړۍ یې پاکه کړه. دا هغه وفاداري وه چې تاریخ به یې تل یادوي.

د حمزه شهادت

په دې جنګ کې د رسول الله ﷺ ګران تره حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه شهید شو. هغه د اسلام د بریا لپاره خپله وینه قربان کړه. د هغه شهادت یوه داسې غمجنې پېښه وه چې رسول الله ﷺ او ټول مسلمانان یې سخت ودردول.

د احد پیغام

د احد میدان نن هم د چیغو چیغو انعکاس کوي: "د امیر اطاعت وکړئ!" دا جګړه موږ ته دا درس راکوي چې د اتحاد او اطاعت په نه شتون کې کامیابي ناشونې ده. مسلمانانو که څه هم په دې جګړه کې موقتي ماته وخوړه، خو د قربانیو، میړانې او وفادارۍ هغه درسونه یې پرېښودل چې د اسلام د تاریخ زړورتیا یې د تل لپاره ژوندۍ وساتله.

د احد میدان یوازې یو ځای نه دی، بلکې دا د صبر، میړانې، او د الله د لارې لپاره د ځان قربانۍ یوه ستره بېلګه ده.

محسن احسان


النبوي اداره یې وړاندي کوي
کسر
دننګیالیو اتلانو کوره .
ای دباتورو افغانانو کوره.

ترانه خوان.
قاري عبدالوارث عادل
شاعر محسن احسان.
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي

کسر
سترګی را پورته کړه لالیه
دیــــدن دي غواړمه زړګیه
ده ښـــــــــایستونو سکنیه
دوخــــــــــــــت آتله میړنه
پاک الله کړې دی پرتاډیر احسانونه

آواز
قاري امین الله روحاني
شاعر / محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




نعت شریف

نن مې نيت کړی درځمه مدينې ته
ما قبول کړه ستا و پاکې شنې روضې ته

پر زړګي باندي مې پروت عجيبه رعب دی
زه به څنګه شم حاضر ستا وه حجرې ته

ګناه ګاره امــتي دي يـــم حبيبه
خپــــله غاړه مې ده ايښــــې وه توبې ته

دا به کوم کيف وي چې ګرځم ستا کوڅو کې
چـــې ورځــــمه د اصــحابو هديرې ته

زه محـــسنه خپل خـــيالاتو ومـــــه وړی
پوره څورلس پېړۍ وړاندې زمانې ته

مدینې منورې ته پر لاري

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.