اوس خو خبره شوې چې څنګ سړی یم؟
هم د خبرو، هم د جنګ سړی یم
زما پۀ ساده لېونتوب مۀ تېروځه
خیر کۀ د غرۀ یمه، ملنګ سړی یم
اوس مې نړۍ پۀ رسمیت پېژني
کټ مټ طالب یم، چنار دنګ سړی یم
اوس مې د ښار رنګینې نۀ خوښېږي
د وخت لۀ سره د ګړنګ سړی یم
ستا د باطلې نظریې پۀ نسبت
ځم کۀ د حق پۀ لور بدرنګ سړی یم
هسې احمده ځینې نۀ ځوښوم
داسې خو نۀ ده چې زړۀ تنګ سړی یم
@ahmad_safi3
هم د خبرو، هم د جنګ سړی یم
زما پۀ ساده لېونتوب مۀ تېروځه
خیر کۀ د غرۀ یمه، ملنګ سړی یم
اوس مې نړۍ پۀ رسمیت پېژني
کټ مټ طالب یم، چنار دنګ سړی یم
اوس مې د ښار رنګینې نۀ خوښېږي
د وخت لۀ سره د ګړنګ سړی یم
ستا د باطلې نظریې پۀ نسبت
ځم کۀ د حق پۀ لور بدرنګ سړی یم
هسې احمده ځینې نۀ ځوښوم
داسې خو نۀ ده چې زړۀ تنګ سړی یم
@ahmad_safi3