بوی د لوږې تندې له غزې راځي شمال دی
کفر یې لاندې کړی هم جلال او هم جمال دی
ژوند لکه اوبو وړې ماشومه مرسته غواړي
هیڅوک هم لاس نه ور اوږدوي، قحط الرجال دی
کړو به د مړ شوي سپي تپوس عمر له ځانه
ته په قتل عام د انسان چپ یې ای جهانه
زموږ هم په بمبار کې ښکلې خونې سوځېدلي دي
موږ هم هرې لوټي ته جلا جلا ژړلي دي
مونږه هم د ټولې کورنۍ قتل لیدلی دی
موږ هم جنازې له تورو خاورو را اېستلي دي
مونږه هم یوازې وو پرېښې مسلمانانو
مونږه ستاسو درد احساسوو فلسطینیانو
خدایه! لویه خدایه! د غزې ماشومان ژاړي
تاته یې اسره ده د ژوند ناز در څخه غواړي
خدایه! ته یې وخندوه ناز د ژوندون ورکړه
ګوره په مرمۍ یې تخنوي د جنګ لوبغاړي
جنګ نیم فلسطین له ستوني تېر کړ الهی
لا یې هم لمبې هل من مزید نارې وهي
#بسمل
https://t.me/MuhammadAlimbismel