#مهم-خبر
د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» پوځي څانګې القسام ويلي چې تېره ورځ يې په دوو جلا بريدونو کې شلو تنو اسرائيلي اشغالګرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې ويلي دي، چې مجاهدين یې توانېدلي دي، چې «د غزې شمال کې بيت لاهيا سيمه کې طيبه مسجد ته څېرمه د لسو صهيوني سرتېرو له پلي ځواک سره مخامخ نښته وکړي، چې په پايله کې ټول دغه سرتېري وژل شوي او ټپيان دي».
القسام دغه راز ويلي، چې «د غزې شمال لويديځ کې يې التوام سيمه کې په يوه بل بريد کې د صهيوني سرتېرو بله لس کسيزه ډله په پرسونل ضد توغندي په نښه کړې، چې لس واړه يې مړه يا ژوبل دي».
د حماس پوځي څانګې تېره ورځ په يوه بل بريد کې بيت لاهيا کې الحطبية سړک باندې د صهيونيانو د يوه «ميرکافاه ۴» ټانک د په نښه کولو او له منځه وړلو ويلي دي.
القسام همدا راز ټينګار کړی، چې مجاهدينو يې سرايا القدس سره په ګډه په نتساريم تنګي کې د دښمن د ولکې او قومندې يو مرکز هم په هاوان مرميو په نښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي او امريکایي رسنۍ څرګندوي، چې د اسرائيلي پوځ په ليکو کې له جګړې ستړيا مخ په ډېرېدو ده، د بشري تلفاتو کچه لوړه شوې او زرګونه پوځيان تر رواني درملنې لاندې دي.
*#حاجي_شریف*
*#واټساپ_ګروپ*
🤝
https://chat.whatsapp.com/EP4dwGtR8ntB3nBluai5FX