دسیف العثمان دشعرو چنیل


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Религия


زه داستا رقم په شورخبري نکړم
په اشعارو کي ممتاز یم مخترمه
دلته به تاسو حضور ته زما دقلم توري کله ناکله نشریږي
هیله ده ملتیا مو وکړئ
خادم ورور مو سیف العثمان
شخصی رابطه https://t.me/Saifolaoman

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций




سيف العثمان.pdf
9.4Мб
له الهام غزنوي صیب څخه نړۍ مننننننه
چي زما دګوډ کلام یو سو نیمګړي شعرونه یي را یو ځـای کړي دي

تاسو یي هم له کتلو نه خـوند واخلی
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(آزادي شوه په وطن)

نوره آزادي شوه په وطن
امن آرامي شوه په وطن

ورک ظلم وحشت شولو
شکور رڼایي شوه په وطن

سپین بیرغ رپان ده بیا
هرځای خپلواکي شوه په وطن

طالبه غنم رنکه درنه ځار شم
نور دي بادشاهي شوه په وطن

په نصرت د ذوالجلال ګوره
کامیاب دي ملنګي شوه په وطن

(د سیف) زړه خوشحال ده ډیر
ستا چي بر لاسي شوه په وطن

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(نوی نظــم)

ده مـو زړه او هـم چــشمان
له خپل ځـان ده راته ګران
زمـونګ ټاټـــوبی ده همدا
ګـران وطـــــن افغــانستان

په غــزني لـــوګر میــدان
په تخار بلخ بدخشــان
په کنــدز هــرات نیمــروز
ســـپین بیـرغ شو بیا رپان

کاپــیسا بادغیـــس پـروان
وه پـــردو ته قبــــرسـتـان
بیا قـــایم شــــو امـــارت
په ښایـسته حســین لغمان

کـــندهـار کــــونړ بغـــلان
دي زلمـــي یي میـــــړنیان
تـــري په ډار ورنه غلیــــم
له زلــــــمو د نــورستـــان

پــــکتیا زابـــل جــــوزجان
ټـول زلمــي یــي طالـــــبان
دایکــندی فـــــراه هلمنـــد
د زرګــــــان شمــه قــــربان

پکـــتیکا خوســت او غـــور
ټول وطــن یي کړو پـري اور
غــلامـــان یــي کـــړو تبـاه
په نــصرت د لــــوی سبحـان

امـــارت شـــــــو لو ودان
په ښــایســـته افغانســــتان
د زلمـــو پـــه کـــــکرو
دا وایـــم سیــــف العثــمـان

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(د لوګر فتحي ته)
په غوږ آواز د محمد اسلام سعیدي ډیر ژر

لوګره سومره بختور اوته شوي ته ښکلی
دشـــــمن دي تــشـــتـیدلی
نصـــرت د پــاک سبـحــان ده

بیا غیرتی زلمو په دین وکړو ننګونه
قــربان یــي کـړل ســــرونه
نـــــــصرت د پاک سبـحان ده

ټول مسـلمه اُمت خوشحال ده
غربي دشمن یي په بد حال ده
شکور رپان شـو سپین بیـرغ نازولی

افغانـستان به بیا جـوړیږی
غـربي شکري ځي ورکیـږي
د امن ځای به شي لوګر ده فتح شوی

د طالب جـــان زلمي له واره
تښــــتي غــلام او هم باداره
زمونګ د کلي هر وګړی خوشحال شوی

ربه ودان ته امــارت کړه
زمونګ د هیـلو امامت کړه
له هر زلمي یي مونګه ژوند ده قربان کړی

لــوګره ته د زلمـو کـور یي
د زړه ټکور د سترګو تور یي
سیف العثمان دي په بریا غزل لیکلی

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


طرز په شخصی کي درته لیږلاي شم خوږو 😊

(دغزني فتوحاتو ته)

له غلیمانو نه دي پاک شول سیمي غرونه
مبارک مبارک شوي ویاړ دتاریخونو ګران غزنیه

ټـول مسلمه اُمـت خوشحال ده
چي په غزني کي شول رپان سپین بیرغونه

ټــــولـــو غــازیانــو طــــالبـانو
شه مو قبول دغه ستړیاوي تکلیفونه

غـــزنیه ســـومـره بـختـــور شوي
چي درنه لاړل غلامان مختور مخونه

دغـه نـــصــرت د ذوالجـــــلال ده
چي دي په برخه شولو شکلي مشالونه

سیــــف العــثمان در بانـــدي ویاړم
په دشمنانو مو چي بل کړل سره اورونه

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(رب دې وساته)
له حالاتو سره برابر ده إن شاء الله

قربان دیشم په ونه باندې دنګه رب دې وساته
دتورو تورو غرونو خوار ملنګه رب دې وساته

بس ته وې چې له دین او له اسـلام دې دفاع وکړه
مـیدان دې وګټه ده عظیم جنګه رب دې وساته

هغه زلمې دې نور هـیځ په دنیا کې پاتې نشې
چې خوب کړې دغفلت په سرَه فلنګه رب دې وساته

نصیب دې شـه ها جنت الفردوس طالبه یاره
قربان تا په وطن وکړلو ننګه رب دې وساته

دشمن دې نور له کاره دی لویدلی په توبو ده
زارۍ کوي دوئ تاته غنمـرنګه رب دې وساته

چې زړه سیف العثمان په تا بایللی ښکلیه یاره
ته سـومره ښایسته لکه لونګه رب دې وسـاته

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


( عشقه )

عشقه ، زه په دار شمه
عشقه، درنه ځار شمه
عشقه، سپیلنی دې کړم
عشقه ، زه دې جار شمه

عشقه ، سومره ښکلی یې
عشقه ، ما منلی یې
عشقه ، ما هـم واخله ژر
عشقه ، نازولی یی

عشقه ، صدقه دې شم
عشقه، لولپــه دې شم
عشقه، انتظار کړمه
عشقه، نزرانه دې شم

عشقه، زه مجنون دې کړم
عشقه، سر زنګون دې کړم
عشقه ، تل دعا کوم
عشقه ،ځګرخون دی کړم

عشقه ، همیش وایمه
عشقه ، تل دي ستایمه
عشقه زه خوارسیف يمه
عشقه، بي له تا یمه

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(حمــــد شریف)

قربان دیشم له لویو نـعمتو پروردیګاره
کوم درته ژړا په ګنـاهو پروردیګاره

قادر پـه هر زمان یی ته احد یې ذوالجلاله
شم زار دې له سپیڅلې قدرتو پروردیګاره

انسان دی که پیریان اوکه سماء دی ستاپه ذکر
ټول بوخت دې ستاپه حمداوپه زکروپروردیګاره

زموږ دمرګ اوژوند اختیار دا ستاپه لاس ده ربه
بښنه غــواړم تانه په سوالو پروردیګاره

که عفوه راته وکړې ډیر عاصې یم ګنهکار یم
(سیف) یم توبګار شوی په تېر کړو پروردیکاره

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(مخاطبانو ته)

شاعر یمه دفاع کړم له قران، سیف العثمان یم
په دین باندې جنګیږمه هران،سیف العثمان یم

تل ویاړمه په دې چې برابر یم په سنتــو
ډیرشکورچې پیدایم مسلمان،سیف العثمان یم

شاعر یم کړم ددین وطن دفاع د شـعر په ژبه
تل وایم حقایق په هر زمان، سیف العثمان یم

لیلااو نه پیزوان باندی مین یم خدای دي پوه کړه
عاشق یم په رسول دپاک سبحان،سیف العثمان یم

غازي یم مجاهد یم مجاهد نه صدقه شم
ترعمره به په دې باندې ګویان،سیف العثمان یم

چې سپک راپسې ګورې دا ښه نه کړي کلیواله
ولاړ یم درته ګوره په میدان، سیف العثمان یم

نه نه یم ده پیسو او ده شهرت وږی تربوره
سمبال یمه په کلک عزم ایمان،سیف العثمان یم

زما ده زړه ازار اخلې ازار به در پسې شي
کوې به مخاطبه بیا ارمان، سیف العثمان یم

بس نور به درته څــه وایـــم زما نادان رقیبه
بس مه منه خبرې ده شیطان،سیف العثمان یم

زما سیف العثمان په زړګی داغ شي ها خبرې
نورمه کوه په ماپورې بوهتان،سیف العثمان یم

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(نعت شریف)

ډيرښکلی ده حسین ده ګل خوبان نبې سلطان
تر هر څه راته خوښ ده زما جانان نبې سلطان

په حُـسن کې له ټولو نه اعلی او نازنيـن‌ دی
قربان شم ترې سل ځله،دی مي ځان نبې سلطان

چي پاک اللهﷻستایلی په طه اوپه یاسین دی
وه ماتو زخــمې زړونو ته درمـان نبـې سلطان

درب دربار کـــي تل مدام همدغه کړم دعـــا
چي وکړېذ شفاعت مي په میـزان نبې سلطان

ای کاش چې دي حبيبه په وطن کي اوسیدلاې
را اوري مي په زړه نب ي سلطان نـبی سلطان

له ښکلې نوم دې ځار شـــم مُحَمَّــده پيغمره
(سیف) وايمه درود همېش پر ګران نبې سلطان

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(دزړه درد)

نن کــوم د چا ارمان
ګرزم تـل پر بــیابان
رانه لاړو ګلاب ګل
ورپسي کړمه خفګان

شــکلوم یـي انځورونه
راته پـاتې یي یادونه
نه هـیریږې مي اشنا
زه یي کړمــه ارمانونه

زړه مي شـو ستې ستې
ستا هـجران کړلو زخمي
وې اتل د هــسکو غرو
وخ عُنقا شوې له فـانې

زړه مي درد کوي دردیږي
غنم رنګ راتـه یادیږي
دمزار سر ته یی کــیشنم
یو ساعت هم نه صبریږې

رب دې درکـــړي جنتونه
په عُقبا کــی عــوضونه
( سیف) دعا درته کـړم تل
سپــینې حوري نعـمتونه

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(دلداره)

ټـوله شپه دې یادوم زما دلداره
زه دې زړه کور کې ساتم زما دلداره

زړه مې کړې یاره نرې نـرې دردونه
ای تا هیـڅ نه هیروم زما دلداره

ته چې لاړې دسنګرپه لورروان شوې
ها قدم دې شـکلوم زما دلداره

چی راکړې دلاس نښه دې دسمال وو
تل مې زړه پرې صبروم زما دلداره

دسنګر په لور دې واخیست تور ټوپک
زه دعـا درتــه کــوم زما دلـداره

زما د ټول ژونـدون ارمان شولې دلبره
(سیف) دې تل مدام ستایم زما دلداره

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(طالب اشنا)

یې مي سترګي او باڼه طالب اشنا
راته ګران یي تر هر سه طالب اشـنا

تورې څڼي جګه ونه دې مــزه کړې
د مظلوم ملت یي زړه طالب اشــنا

غلامان دي له هیبـــته په لړزان دي
تل ګــزار کوه پرې ښـه طالب اشنـا

په کابل به هم رپاند شې سپین بیرغ
انتـظار اوسه هــم ته طالب اشــنا

رب دې ســاته دخــوږي مینې دلبره
دا دعـــا درته کـړم زه طـــالب اشـنا

(سیف) دې ویاړم په غیرت باندي اتله
درتـه لیکـــم ترانه طـــالب اشنــا

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(اخــتریز)

اختره راشه نور غمـونه ورک کړه
یو زوریدلې هم دردونه ورک کړه

ستا پـه راتلو مو زړه ارام کوې تل
نور لوی اختره هم اهونه ورک کړه

مظلوم ملت ده کړیدلی ډیر ډیر
له ګران ملته ته ظلمونه ورک کړه

چې ببر سر او لوځی پشی ولاړ ده
د خوار یتیم نه دا ویــرونه ورک کړه

ستا وه راتلو ته دی خوشحال افغانان
له (سیفه) ته هم هجرتونه ورک کړه

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(دلبره)

تـــصویروته دې ژړېږمه ، دلبـــره
ســتا د یاد په اور ســـوزېږمه ، دلبره

چـې ته تلـلی یې ابد کور ته د خاورو
در پسې څــومره ځــورېږمه، دلبره

ستا خــاموش انځور ته ژاړمه له درده
او له غــمه دې کړېږمه ، دلبره

ستا بېلیتون څه کانې وکړې په ما وخ
لـکه پـاڼه بس رپېــږمه ، دلبره

رب دې درکړې د جنت لوړ نعمتونه
په فراق کې دې وېلېـږمه ، دلبره

د (سیف) زړه وې ګلاب رنګه ګلاب ګله
سـتا په پله به زه درېـږمه، دلـبره

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(طالب جان)

لکه ګل خاص دریحان ده طالب جان
هم ریدې او ارغـوان ده طالب جان

چې یې شپه ورځ په تورغروي ای ملګرو
بس ډیرزیات خوراته ګران ده طالب جان

په دشـمن کوې هـمیش سخت ګزارونه
ای مـلګـرو قهرمان ده طالب جان

رب دې مل شې تل هـمدا ورته دعا کړم
دمظلوم ملت درمان ده طالب جان

چی رپاند کړې پـه کابل سپین بیرغونه
دازمـونګ خـو یو ارمان ده طالب جان

دسـیف ژوند ترینه لوګی شـه تل مدام
هم باڼه هم یې چشمان ده طالب جان

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


شهید طالب

رانه لاړو شو پنهان طالب شهید شو
ننګ یی وکړو په قران طالب شهید شو

چی خایسته به وو پرې کلی سنګر دواړه
شــو د خاورو بندیوان طالب شهید شو

ربـه سـتـا رضــا لـپاره لاړ اورو ته
په اسلام شـولو قربان طالب شهید شو

خدایه ته هم ور نصیب کړه جنتونه
وه اتل مرد میدان طالب شهید شو

سورپه وینو باندې رنګ شو لویه خدایه
چې په سیف باندې ؤ ګران طالب شهیدشو

سیف العثمان
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(ربـــــه شکــور)

دجمــهوریت کــډه باریږي ، ربه شکور
امـــارت بـیا راسـتنیږي ، ربه شـکــور

سکونت اوخوشحالي به زموږ په چم وي
بس غـــمونه نور ورکیږي ، ربه شکــور

د اشـغاله مو وطـن ده نور خلاص شوی
دصــلیب ځـاله ټولیـــږي ، ربه شکــور

چـې راغـلې وه اته څــلویــښت ملکونه
طاقــونه یې خـتمیــــږي ، ربه شکـــور

هــغه سُـــپر پاوران ايـټم خیل واړه
له طالـب څخـــه ډاریـــږي ، ربه شکــور

سپـــین بیرغ به بیا رپـیږي کابل جان کې
اخ زلمــې ترینـــه زاریـــــږي، ربه شـکور

چې ژونــدی وې مجــاهد دحـقې لارې
سیف به تل پرې خوشــحالیږي، ربه شکور

سیف العثمان غزنوې
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11


(رُبــاعـــــــې)

تورو خاورو ته مې وړې ، جانانه راشه
ګوره نور مې بیـــلوي ، جــانانه راشه

لګیــدلی په ټـټر یـــم ته رانه غــلې
ما کفن کې پټوي ، جانانه راشـه

بیا به ګــورې ته زما خــړ انځــورونه
په ما خــاورې اړوي ، جــانانه راشـه

په خــاورین کـور مې ګلابه دزړه سره
سپینې شناختې دروي ، جانانه راشـه

قبرستان زما مسکن شو که بیا راغـلې
بس نور هلته مې ایږدي، جانانه راشه

دسیف الــعثمان زړګــی ده نا قــراره
د زړه یار یې نه ویـني ، جانانه راشـه

سیف العثمان غزنوې
https://t.me/Saifulusmanghaznavi11

Показано 20 последних публикаций.

492

подписчиков
Статистика канала