څو بیتونه
زرتاري زلفې دنګه ونه او دا توره پګړۍ
یوسفي حُسن ته دې یاره سړی غوټ ماتیږي
پۀ خپل ښایست به ازار واخلې زړونه مه ماتوه
تا ته یې څۀ پته ده زړۀ سینه کې پټ ماتیږي
پۀ هدیره د آمپراطور خو هسې نه یې مشهور
چې هر سر زوری درته راشي ځي پۀ څټ ماتیږی
د مینې تنده مونږ خالص پۀ شهادت ماتؤو
نۀ پۀ آلکول نۀ د ټابلیت کا پۀ پاکټ ماتیږي
پۀ وطن ظلم او اشغال یې زړونه نه ماتوي
افسوس چې زړۀ یې پۀ بایللو د کرکټ ماتیږي
ان شاءالله ډیموکراتیکه مفکوره د دوی به
خاص لکه بوت د ازرخیلو به کټ مټ ماتیږي
رسان نیازیه! سپین بیرغ چې نن پۀ ارګ وینمه
خدایګو لۀ ډېرې خوشۍ زړۀ مې ورته رټ ماتیږي
عبدالستار رسان