*--- د شمال غمېزه ---*
*مهاجر فراهي*
١٣٨٠/٧/١٥/ لمریز کال
ما نه غوښتل په دې اړه څه ولیکم، حتا ډېر کلونه د دې ټول داستان په هکله خاموش پاتې وم، فکر مي کاوه چې د داسي موضوعاتو څېړل او د دې جنایاتو بربنډول د افغانانو ترمنځ د دښمنیو او غچ اخیستلو لړیو ته لا دوام ورکوي.
خو د ډېر ځنډ او فکر کولو وروسته دې پایلې ته ورسېدم چې دا حقایق باید وسپړل سي، ولیکل سي او د تاریخ حافظې ته په امانت شکل د تل لپاره وسپارل سي.
هغه معلومات چې تاسو ته په دې کتاب کې وړاندي کیږي ټول کره، سم، له مبالغې څخه خلاص، دقیق، پر واقعیت بنا او له هر راز سمتي، ژبنې او منطقوي تعصب نه پاک دي.
زه د یوه مسلمان په توګه دروغ او له حقیقت نه لیري موضوعات خپرول او تر خلکو رسول لویه ګناه بولم، د ګران محبوب صلی الله علیه وسلم هغه حدیث باندي چې وایې: کفی بالمرء کذبا ان یحدث بکل ما سمع (ژباړه: یو چاته دومره دروغ بس دي، چې د هر اورېدلي شي کېسه وکړي)
بشپړ باور او پوره عقیده لرم.
زه شخصا په کتاب کې د راوړل شوو ډېرو پېښو عینې شاهد پاتې شوی یم او نورې پېښي بیا د هغه ملګرو نقل قول دي چې دوی هم عملا هلته موجود او د سر په سترګو یې دا هرڅه لیدلي.
زه به هڅه وکړم چې لومړی هغه موارد راوړم چې د امریکایې ټلوالي د بمباریو د شروع وروسته په شمال کې د اسلامي امارت مسؤلینو او قومندانانو د خپلو مجاهدینو او افرادو د ژغورلو لپاره څه وکړل؟، د جنګ سالار دوستم سره یې څه ډول تړون وکړ؟، هغه کوم عوامل وه چې دوی ددې راز تړون د لاسلیکولو لپاره اماده شوه او بالآخره د اسیرانو د انتقال د پروسې، پر دوی باندي د شوو ظلمونو تفصیل او بیا د ژوندي پاتو کسانو د را خوشې کېدلو بهیر، زه به ددې پورته ذکر شوو مواردو په اړه په پوره تفصیل ستاسو په اختیار کې معلومات کښېږدم.
درنو لوستونکو!
کله چې د امریکا پر غبرګو سوداګریزو اسمان څکو برجونو د الوتکو په مټ برېدونه وشول او پکې شا او خوا درې زره امریکایې وګړي ووژل شوه، هغه ماښام زه د بلخ ولایت د دولت اباد په ولسوالۍ کې وم، هغه مهال موږ د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څو تنه طالبان دې ولسوالۍ ته رالیږل شوي وو.
ولسوالۍ کې زما او د ملګرو زړه تنګ سوی وو، د شمال د تنظیمه رئیس او د بلخ د والي ملا نورالله نوري څخه مو اجازه غوښتې وه چې موږ نور په ولسوالۍ کې خدمت کول نه غواړو.
همدا ډول مو د جهادي مدرسې د مهتمم او د جهادي ډلګیو د مسؤل شهید قاري صاحب فیض محمد فیاض سره خبره شریکه کړي وه او هغه هم موافقه راسره کړي وه.
والي صاحب ملا نور الله نوري راته وعده راکړي وه چې تاسو تر هغو ولسوالۍ کې اوسئ تر څو بل ولسوال درته لیږو، موږ هم د بل کس راتلو ته انتظار کاوه چې دا پېښه رامنځته شوه.
د ګوتو په شمېر ورځي وروسته د دولت اباد ولسوالۍ بل مسؤل راولیږل سو او موږ خپل کډه ترې رابار کړه.
موږ د بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز او تخار څخه راتېر سوو او مخامخ د خواجه غار ولسوالۍ اړوند هزار باغ سیمي ته راغلو چې دلته د شمالي ټلوالې د ټوپکیانو سره د جګړې لومړۍ کرښه پرته وه او همدلته د جهادي مدرسې د طالبانو اکثر ډلګۍ د قاري صاحب فیض محمد فیاض په مشرۍ مېشت وې.
همدلته مو واړول، ما به همېشه د ځانه سره یوه وړه جیبې راډیو ګرځول او په خورا لیوالتیا او دقت به مي ورځني خبرونه او پېښي څارلې دامي د ډېر ماشومتوبه عادت ګرځیدلی وو، هاغه مهال د دنیا د حالاتو څخه د خبریدلو یواځنۍ لار چې موږ ورته لاسرسی در لود همدا راډیو وه چې اکثر به مو پکې د بي، بي، سي او امریکا ږغ خبرونه اورېدل.
د نیو یارک د چاودنو سمدستي وروسته د پړې ګوته القاعدې ته ونیول سوه او اسلامي امارت یې دوی ته په پناه ورکولو او ساتنې تورن کړ، کوچنې بوش اسلامي امارت ته ګواښ وکړ چې اسامه بن لادن چې د پېښي اصلې طراح او مجرم دی باید امریکا ته بلا قید او شرطه وسپارل سي تر څو عدالت ورباندي پلی او د ١١/٩/ د پېښي د قربانیانو غچ ترې واخیستل سي.
اسلامي امارت په خپل نوبت دا بې اساسه ادعا وبلل او وړاندیز یې وکړ چې امریکایې لوری دي شواهد وسپارې تر څو د افغانستان محاکم یې په رڼا کې فیصله وکړي او متهم اسامه بن لادن که مجرم ثابت سو نو سزا به ورکول سي.
امریکا دا د ځان لپاره لوی توهین او سپکاوی باله او اصرار یې داوو چې اسامه وسپارئ او یا جګړې ته تیار سئ. له بلې خوا د اسلامي امارت زعیم مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د علماؤ یوه لویه جرګه راوبلل تر څو د امریکا د احتمالې برید په صورت کې د هیواد او خاورې د دفاع لپاره د جهاد فتوا ځني وغواړي او همدا ډول د اسامه بن لادن د برخلیک په اړه د قران، حدیث او حنفي فقهې په رڼا کې پرېکړه وکړي.