د سختو ورځو یار
مهاجر فراهي (زاهد زاده)
یوڅوک دي ملاقات ته داڅو ورځي انتظار دی
در ویې غواړه ځانته ستا دسختو ورځو یار دی
لاسونه یې تڼاکې داسي ښکاري کوم دهقان دی
په ټنډه کې یې نښې دحیاستړی ستومان دی
راغلی له صحرا نه نابلده په دې ښار دی
چلند د سړېتوب ورسره نکړي سکرتر ستا
هم برګ برګ ورته ګوري باډي ګارډ او مشاورستا
په قهر ورته وايې څوک یې چاسره دي کار دی
جنابه د چاپې شپه در په زړه ده او کنه ده
چې کور کې يې د ننه ځای درکړی وو هغه ده
در یاد شوله کنه داد شهید فدایې پلار دی
هغه چې میلمستون یې ستا ددمي ارام ځای وو
چې ډرون به ګرځیدل دده په زړه خبر يوخدای وو
صاحبه ته بیده وې دی کرۍ شپه پيره دار دی
قرضداره د احسان یی مهاجر زاهدزاده دی
اکرام او احترام یې کړه د ننګ یوه ټوټه دی
که ولاړی نامراده نو په ژوند درنه ازار دی
مهاجر فراهي (زاهد زاده)
یوڅوک دي ملاقات ته داڅو ورځي انتظار دی
در ویې غواړه ځانته ستا دسختو ورځو یار دی
لاسونه یې تڼاکې داسي ښکاري کوم دهقان دی
په ټنډه کې یې نښې دحیاستړی ستومان دی
راغلی له صحرا نه نابلده په دې ښار دی
چلند د سړېتوب ورسره نکړي سکرتر ستا
هم برګ برګ ورته ګوري باډي ګارډ او مشاورستا
په قهر ورته وايې څوک یې چاسره دي کار دی
جنابه د چاپې شپه در په زړه ده او کنه ده
چې کور کې يې د ننه ځای درکړی وو هغه ده
در یاد شوله کنه داد شهید فدایې پلار دی
هغه چې میلمستون یې ستا ددمي ارام ځای وو
چې ډرون به ګرځیدل دده په زړه خبر يوخدای وو
صاحبه ته بیده وې دی کرۍ شپه پيره دار دی
قرضداره د احسان یی مهاجر زاهدزاده دی
اکرام او احترام یې کړه د ننګ یوه ټوټه دی
که ولاړی نامراده نو په ژوند درنه ازار دی