جانان نه رادرومي
زړه کي مې بده تلوسه د جانان نه را درومي
اوښکه مي سترګو کي پرته د جانان نه را درومي
حال مي بدل دی غریو نیولی یم سلګو اخیستی
د انتظار قصه اوږده د جانان نه را درومي
دوصل هیله مي په زړه کي وار په وار مړه کیږي
زړه کي مي ویره بدرګه ده جانان نه را درومي
یو انتظار دی بل امید دی ورځ د کال غوندې شوه
ځکه مي زیاته اندیښنه د جانان نه را درومي
په تشو لارو کي دي ښخې کږې سترګي زما
تیاري خوري دي ډیوه مړه د جانان نه را درومي
هره سلګۍ مې د فراق کیسه کوي محسنه
زړه کي مې بله سره لمبه د جانان نه را درومي