غزل
راز د عِشَق پټ دی را ښکاره کېدلای نشي
دا پټي خبري د زړه خوله کولای نشي
پوه چې شي په راز یې شي پردی له خپله ځانه
دا مرموزه رمز باندي څوک خبرېدلای نشي
شته د عشق کوڅو کې پرهرونه اودردونه
بې د زړه صَدْقِې هم په دې لار تللی نشي
بس د زړه په ژبه یې څوک نشي پوهیدلای
هیڅوک کتابونو کې دا راز لیکلی نشي
دغه خو یو اور دی چې وي روح اوساه کې نغښتې
بې له درد او غم یې خوند هېڅ څوک څکلی نشي
ها محسن احسان خو په راز د عشق پوهیږي ښه
بل څوک خو په دې عشق او رمز پوهیدلی نشي
راز د عِشَق پټ دی را ښکاره کېدلای نشي
دا پټي خبري د زړه خوله کولای نشي
پوه چې شي په راز یې شي پردی له خپله ځانه
دا مرموزه رمز باندي څوک خبرېدلای نشي
شته د عشق کوڅو کې پرهرونه اودردونه
بې د زړه صَدْقِې هم په دې لار تللی نشي
بس د زړه په ژبه یې څوک نشي پوهیدلای
هیڅوک کتابونو کې دا راز لیکلی نشي
دغه خو یو اور دی چې وي روح اوساه کې نغښتې
بې له درد او غم یې خوند هېڅ څوک څکلی نشي
ها محسن احسان خو په راز د عشق پوهیږي ښه
بل څوک خو په دې عشق او رمز پوهیدلی نشي