مسائل فقهي المفتٰی به


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


دلته به تاسوته هغه فقهي مسئلي وړاندي کوو!
چي مطابق د اُصـولـو د اُصـول افتاء سـره وي!
{ورورمو! محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه}

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




مسئلة¹³

سوال ابتداء د حیض له څه وخت څخه وسوه
او د حیض مده څومره ده دغه رنګه د نفاس مده څومره ده
او ماسوا له حیض او نفاس څخه د هغه نورو وینو حکم څه دی؟

الجواب بعون الملک القوي!

په یوه حدیث کي راځي حیض له هغه وخته پیداسو چي حواء(رض) په جنت کي هغه میوه وخوړل!
اوپه بل حدیث کي راځي چي حیض له هغه وخته پیداسو چي د بني اسرائیلو ښځو په خیانت کي شروع وکړه! نو تطبیق به ترمابین د حدیثینو داسي کوو! چي منبه او منشأء د حیض له هغه وخته پیدا سوه چي حواء(رض) هغه میوه په جنت کي وخوړل! او کثرت د حیض له هغه وخته وسو چي د بنی اسرائیلو ښځو په خیانت کي شروع وکړه!

حیض پرمذهب د احنافُ اقل مده یې دري ورځي ده او اکثره مده یې لس ورځي ده!
بل نفاس دی چي اقل مده نلري او اکثره مده یې څلویښت ورځي ده!
سوا له حیض او نفاس وه ⁷ ویني نوري دي چي هغه نه مانع له جماع دي نه د صوم اوصلوة!

سوال مباشرت د حائضي ښځي سره څنګه دی یعني روا دی که نه دی روا؟

الجواب بعون الملک القوي!

د مباشرت د حائضي ښځي سره څلورصورتونه لري!

اتفاقي صورتونه یې دري دي!

①مباشرت مافوق السرة تحت الرکبة دا اتفاقً جائزدی
②مباشرت تحت السرة فوق الرکبة علی الازار داهم اتفاقً جائز دی
③مباشرت دادی چي د حائضي ښځي سره جماع وکړي دا اتفاقً نه دی جائز.

څلورم صورت اختلافي دی
④اختلافي صورت دادی چي مباشرت تحت السرة فوق الرکبة غیر له جماع څخه دا روا دی کیا
امام ابوحنیفة صاحب او ابویوسف صاحب او شافعي صاحب وایې نه دی روا !
امام نووي شافعي مذهب او امام محمدصاحب زموږ د مذهب داوایې روا دی!
راجح قول دادی چي روا نه دی.


مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


مسئله¹²

سوال د نوافلو او د فرائضو هغه ممنوع اوقات کم دي؟

الجواب بعون الملک القوي!

منهي عنه وختونه د نوافلو شپږ دي او د قضائې وو څلور دي! شپږ او څلور لس کیږي!
د قضائې څلور منهي عنه وختونه

①هغه وخت چي لمر راخیژي دغه وخت قضائې نه دي روا
②چي لمر پرسر ودریدی قضائي نه دي روا
③پس د مازدیګر له لمانځه قضائې نه دي روا
④په حین کي د غروب هم قضائي نه دي روا

د نوافلو شپږ منهي عنه وختونه

①چي صبح راودمیدی بیا د سهار د لمانځه تروخته نفل نه دي روا
②د سهار د لمانځه څخه ترطلوع الشمس نفل نه دي روا
③په حین کي د طلوع الشمس هم نفل نه دي روا
④پر وخت د استوٰی د شمس نفل نه دي روا
⑤د مازدیګر د لمانځه پسي نفل نه دي روا
⑥پروخت د غروب د شمس هم نفل نه دي روا.

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


مسئله¹¹

سوال اول د لمانځه دغه اوقات کله تعیین سوه؟
دوهم دغه اوقات چي مفروضه دي دا مختلف فیه دي او که اتفاقي دي یعني ابتداء یې له څه وخته او انتهاء یې کله ده؟

الجواب بعون الملک القوي!

خبره داده کمه شپه چي رسول(صلی الله علیه وآله واصحابه وسلم)
معراج ته ولاړی الله تعالٰی دغه پنځه لمونځونه دده پر امت فرض کړه
ددغه شپي په سهار الله تعالٰی جبرائیل علیه السلام راولیږی چي په عملي شکل و رسول(صلی الله علیه وآله واصحابه وسلم) ته لمونځونه وښه یې او د هر وخت ابتداء او انتهاء ور وښه یې!
جبرائیل علیه السلام اول د ماپښین د لمانځه څخه شروع وکړه یوځل یې اول وخت کي وکړی دوهم ځل یې اخر وخت کي وکړی! بیا د مازدیګر لمونځ یوځل اول وخت کي بیا آخر وخت کي یې وکړی! دغه ډول د ماښام ماخوستن او سهار لمونځونه! بعده ددي یې وویل چي دغه اوقات د لمانځه دي...
نو بناءً پردغه امامت د جبرائیل علیه السلام د سهار د لمانځه ابتداء اوانتهاء کي داڅلور مذاهب اتفاق لري!
ابتداء یې د صبح د رادميدو څخه شروع کیږي او انتهاء یې پر وخت د طلوع د شمس ده!
د ماپښین د لمانځه ابتداء پرڅلورو مذهبو اتفاقي ده چي بعد زوال الشمس عن الاستوٰی کیږي!
لکن انتهاء کي اختلاف دی امام صاحب وایې چي انتهاء یې هغه وخت ده چي سایه د هرشئ و دومثلینو ته ورسیږي سوا له فئ زوال بس د ماپښین وخت خارج او د مازدیګر وخت داخل دی!

او یاران سره د ائمة ثلاثه وو وایي چي انتهاء یې هغه وخت ده چي د هرشئ سایه یو مثل ته ورسيږي ماسوا له فئ زوال! نومحققین علماء وایې چي احتیاط دادی چي د ماپښین لمونځ دي تر مثلینو پوري نه ځنډه وي او د مازدیګر لمونځ دي ترمثلینو مخکي نکوي!

د مازدیګر د لمانځه ابتداء کي هغه اختلاف دی کم چي د ماپښین لمانځه کي وو! یاران او ائمه ثلاثه وایې چي پس له مثل اول د مازدیګر وخت داخل دی او امام صاحب وایې پس له مثلینو اول وخت داخل دی
او انتهاء کي اتفاق دی چي لمر ولویدی!

او د ماښام ابتداء اتفاقي ده چي لمر ولویدی د ماښام وخت داخل دی!

او انتهاء یې مختلف فیه ده امام صاحب او یاران هم وایې چي شفق ولویدی د ماښام لمونځ قضاء دی خو تفسیرکي د شفق اختلاف دی!
امام صاحب وایې شفق هغه سپیدي ده هغه چي زائل سوه د ماښام وخت تمام دی
او یاران وایې شفق هغه سرخي ده هغه چي زائله سوه وخت تمام دی!
علماء وایې احتیاط دادی چي د ماښام وخت ترسرخیو تیرنکـړي او د ماخوستن لمونځ په سپیدو کي ونکړي!

او د ماخوستن ابتدائي وخت مختلف فیه دی هغه چي کم اختلاف د ماښام انتهائې وخت کي وو چي امام صاحب وایې چي سپیدي ختمي سوي د ماخوستن وخت داخل دی
او یاران سره د ائمه ثلاثه وو وایې چي سرخۍ ختمي سوي د ماخوستن وخت داخل دی
او انتهائې وخت د ماخوستن اتفاقي دی چي صبح راودمیدی بس د ماخوستن وخت ختم دی.

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


¹⁰مسئله

سوال ایا په نزد د احنافُ د اجنبي ښځي و وجه او کف ته کتل مطلقً جائز دي که په بعضي صورتو کي ټوله صورتونه بیان کړه؟

الجواب بعون الملک القوي!

مطلقً نه دی جائز بلکي په بعضي صورتوکي جائزدی
①کچیري رجل په امن کي نوو د خپل شهوت څخه نه دي ګوري د اجنبي ښځي مخ ته بغیر له حاجته
②کچیري اجنبیه ښځه کوچني وه اشتهاء او میلان نه ورته کي دی دلته نظر جائز دی
③ د قاضي لپاره نظر روا دی چي څه وخت دی فیصله پرکوي او د شاهد لپاره نظر روا دی چي څه وخت دی شاهدي پروایې که څه هم خوف د شهوت سته
④ که چا نکاح د ښځي سره کول نظر ورته روا دی که څه هم دی پوهیږي چي دانظر خوند ورکوي

دوهم سوال کچیري نظر په بعضو صورتوکي روا دی هغه مشخص کړه ایا په دغه صورت کي قید د ضرورت اوحاجت مرعي دی کیا کنه دی ته کولی سي چي نظر واُصول افتاء ته دغه مقید کړي؟

الجواب بعون الملک القوي!

په هغه صورتو کي چي نظر روادی هغه دادي
①کچیري اجنبیه ښځه کوچني وه اشتهاء اومیلان نه ورته کي دی ځکه دلته خوف د فتني معدوم دی
②چي قاضي فیصله کوي پرښځي
او شاهد شاهدي وایې پرښځي للحاجة الٰی احیاء حقوق الناس
③چي سړی نکاح کوي د ښځي سره
لقوله علیه الصلوة والسلام فیه ابصرها فانه احرٰی ان یؤدم بینکما...
په نظر واصول افتاء ته
مفتي ته مناسبه ده چي بناء پر احتیاط فتوٰی ورکړي!

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


⑨مسئله

سوال که چا غوایې د پاره د اختري رانیوی نذرباالسان یې هم وکړی
ایا په دغه اختري کي شرکت د شرکاءُ صحیح کیږي کیا؟

الجواب بعون الملک القوي!

یا شرکت د شرکاءُ نه صحیح کیږي

دوهم سوال که چا غوایې د پاره د اختري رانیوی لکن مخکي ته رانیولویې اراده د شرکت د شرکاءُ درلوده او نذرباالسان یې هم نه وو کړی دلته شرکت د شرکاءُ صحیح کیږي کیا؟

الجواب بعون الملک القوي!

هو په دغه صورت کي شرکت د شرکاءُ صحیح کیږي

دریم سوال که چا غوایې د پاره د اختري رانیوی نه یې نذرباالسان کړی وو او نه یې نیت د شرکت د شرکاءُ کړی وو په دغه صورت کي شرکت د شرکاء صحیح کیږي که مکروه او که مکروه دی تنزیهي دی که تحریمي بناء پردواړه تقدیره حکم د ثمنُ څه دی؟

الجواب بعون الملک القوي!

دغه صورت کي شرکت د شرکاءُ مکروهِ تنزیهي دی
مستحب دادی چي ثمن یې صدقه کړي

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


⑧مسئله

سوال بغیر د ثُني د اوښ اوغوایې او میږي او وزي اختری صحیح کیږي کیا

الجواب بعون الملک القوي!

یا نه صحیح کیږي غیر د میږي

دوهم سوال: ثُني ددغه څلورو یعني د اوښ غوایي میږي او وزي تعریف او معلوم کړه

الجواب بعون الملک القوي!
د میږي او وزي ثُني چي د ¹یوه کال وي
د غوایې ثُني چي د ²دوه کالو وي
د اوښ ثُنّي چي د ⁵پنځوکالو وي


دریم سوال جذع د میږي اختري لپاره صحت لري کیا
کچیري صحت لري په کمو شرطو: او جذع د میږي تعریف کړه

الجواب بعون الملک القوي!

هو صحت لري په دي شرط کچیري داجذع په ثُنیانو ګډه کړي پرناظر د لیري مشتبه سي تمیزیې نسي کولی چي داجذع دی که ثُني او ترشپږو میاشتو لوړ وي
او جذع د میږي هغه دی چي د ⁶شپږو میاشتو وي...

ردالمحتار وغیره:

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


⑦مسئله

سوال اول- په ذبح د حیوان کي څلور سره رګه قطع کول شرط دي یعني حلقوم مرئې و ودجانین یا د 3ـ رګو یا 2 رګو قطع کول هم کفایت کوي؟

الجواب بعون الملک القوي!
څلور سره شرط نه دي دري هم کفایت کوي


دوهم- که چیري کم تر ترڅلورو رګو کفایت کوي هغه معین دي او که غیر معین؟

الجواب بعون الملک القوي!
غیرمعین دي

دریم- هغه قول چي تاسویې صحیح بولی صاحب د کم کتاب هغه صحیح کړی؟

الجواب بعون الملک القوي!

شامي- نهایة- عنایة- عیني- ملتقی-

څلورم- دغه تصحیح چي کتاب کي ده ستاسو په نزد صریحي ده که التزامي؟
که چیري التزامي ده دلیل پراعتبارد تصحیح ددغه کتاب د قوائدُ د اصول افتاء څخه راوړه؟

الجواب بعون الملک القوي!
التزامي ده په نظر ودغه اصل ته د اصول افتاء!
سابق الاقوال في الخانیة وملتقی الابحر ذومزیة:
وفي ماسواهما اعتمد ما اخرو دلیله لانه هوالمحرر:
کماهو العادة في الهدایة ونحوها لراجح الدرایة:

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


⑥مسئله

سوال د قطعِ د غوږو او لکۍ اوسترګي او لـم صُورّي جائزه د اختري چي اتفاقي وي بیان کړه سره ده حوالي؟
دوهم صورِّي غیرجائزه چي اتفاقي وي هغه بیان کړه سره د حوالي؟
دریم صورة مختلف فیه بیان کړه او قول راجح معین کړه او ترجیح د قول راجح په قواعد د اصول افتاء سره بیان کړه؟

الجواب بعون الملک القوي!

صورّه جائزه د قطع د غوږو اولکۍ او سترګي او لم چي اتفاقي دي هغه دادي چي اکثره باقي پاته وي...
حواله... شامي مجمع الانهر غایة البیان

او صوره غیرجائزه چي اتفاقي دي هغه دادي چي ټوله قطع وي یا اکثره باقي نوي پاته...
حواله... شامي مجمع الانهر غایة البیان

او مختلف فیه صورة مقدار د اکثر دی
په دي اړه د امام صاحب څخه روایات مختلفه راغلي
①په جامع الصغیرکي د امام صاحب څخه روایت دی چي ثلث یا أقل تر ثلث چي قطع وي جائز دی
که اکثر ترثلث قطع وه بیا نه دی جائز
②روایت د ربع راغلی د امام صاحب څخه
③روایت د ثلث راغلی د امام صاحب څخه چي تر ثلث کم قطع وي جائز دی کني نه دی جائز...

او یاران وایې چي تر نصف زیات باقي پاته وه جائزدي کني نه دي جائز
د یارانو قول مختار د ابي لیث هم دی
او د یارانو قول ته امام صاحب هم رجوع کړي
او راجح قول د یارانو دی
په نظر ودغه اصل ته د اصول افتاء!
وکل مارجع عنه المجتهد صارکمنسوخ فغیره معتمد!

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


⑤مسئله

سوال په غوښوکي د آسانو امام صاحب او یاران اختلاف لري په کراهیة اوعدم کراهیة کي دچا قول راجح دی؟
لنډ جواب ووایه

الجواب بعون الملک القوي!
د امام صاحب رحمه الله قول راجح دی!

سوال که چیري قول د امام صاحب مختاردی دلیل یې پر کراهیت څه دی؟لنډ جواب ووایه
الجواب بعون الملک القوي!
قول د الله تعالٰی دی(والخیل والبغال والحمیر لترکبوها وزینة)
او عقلي دلیل دادی چي آس آلة ده د ارهاب او ویرولو د دښمن لپاره نوځکه یې غوښي خوړل مکروه دي

سوال ایا رجوع یو د مخالفینو خپل د رائي ثابته ده کیا که ثابته ده مرجوع عنه څه شي دی او مرجوع الیه څه شي دی؟

الجواب بعون الملک القوي!

هو ثابته ده امام صاحب د مکروهیة په اړه دوه قوله کړي وه یو د تحریم بل د تنزیه
بیایې له تحریم څخه دري ورځي مخکي له مرګ رجوع کړي
نو مرجوع عنه تحریمي دی
او مرجوع الیه تنزیهي دی

سوال خپل نظر په قواعد د افتاء سره تأئید کړه؟

الجواب بعون الملک القوي!
په دغه اصل سره د اصول افتاء!
وکل مارجع عنه المجتهد صار کمنسوخ فغیره معتمد:

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


④مسئله

سوال ایا فرق په مابین کي د غني او فقیر وجود لري په شراء د اختري کي کیا؟
په حواله سره لنډ جواب راکړه...

الجواب بعون الملک القوي!

یانسته فرق په مابین کي د غني او فقیر په شراء د اختري کي په نیة د اختري
په حواله سره د الخانیة بحرالرائق شمس الأئمة السرخسي شمس الأئمة الحلواني وبه صرح تقریرات الرافعي

سوال ایا فرق په مابین کي د غني او فقیر په نذرلساني کي وجود لري کیا؟ په حواله سره لنډ جواب راکړه

الجواب بعون الملک القوي!

یانسته فرق په مابین کي د غني او فقیر په نذرلساني کي
په حواله سره د الخانیة بحرالرائق شمس الأئمة السرخسي شمس الأئمة الحلواني وبه صرح تقریرات الرافعي

سوال که چیري فقیر متعدد اختریان رانیول په ورځ د اختر یې یو لا حلال نکړی اوس دده پرذمه ټوله اختریان واجب دي که یو او که یو لاهم ندی واجب؟
په حواله سره د کتابو جواب راکړه لنډ لٰکن تائيد د خپل فتوٰی په قواعدُ د افتاء سره وکړه

الجواب بعون الملک القوي!

که چيري دغه فقیر په نذرلساني سره رانیولي وه ټوله ټوله واجب دي
او که یې یو رانیولی وو هغه یو واجب دی
او که یي یوهم په نذرلساني سره نه وو رانیولی بیا یوهم نه دی واجب
په حواله سره د فتاوی الکبری. الخانیة بحرالرائق شمس الأئمة السرخسي شمس الأئمة الحلواني وبه صرح تقریرات الرافعي
په نظر ودغه اصل ته د اصول افتاء!
وکان في المتون او قول الامام او ظاهر المروي اوجل العظام

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


③مسئله

سوال که چیري کارغوتک د حیوان وطرف ته د بدن بیل سي دا حیوان حلال دی که حرام؟

سوال په ذخیرة الفتاوی کي د حرمت فتوا یې ورکړي؟

سوال او که چیري کارغوتک د حیوان وطرف ته د سر بیل سي ایا حرمت یې صحیح دی کیا؟

سوال که چیري ستاسو په نزد حرام دی نو جواب د علامه شامي ورکړئ
او که ستاسو په نزد حلال دی نو پرحلیة یې یو کتاب ته د کتابو د فقهي حواله ورکړی او خپله هم یو دلیل د اُصول افتاء څخه یې پر حلیة راوړئ؟

الجواب بعون الملک القوي!

که کارغوتک د حیوان وطرف ته د بدن بیل سو حلال دی
په ذخیرة الفتاوی چي د حرمت فتوا ورکړي په دي خاطرچي کله حرمت او حلیة متعارض راسي احتیاط په حرمت کي دی په دغه مسئله کي تعارض ترمابین د جامع الصغیر او مبسوط راغلی جامع الصغیرکي وایې حرام دی او مبسوط کي وایې حلال دی
خو داده ذخیرة الفتاوی قول مرجوح دی:

او که کارغوتک د حیوان وطرف ته د سربیل حرمت نسته بلکي حلال دی په حواله سره ددغه کتابو لکه شامي نهایة عنایة عیني وملتقٰی
او په نظر سره ودغه اصل ته د اُصول افتاء!
لاینبغي العدول عن الدرایة اذا اتی بوفقها الروایة


مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


②مسئله...

سوال مزارعت کي اختلاف دی په مابین کي د امام صاحب او د یارانو
قولِ صحیح یې بیان کړه؟
سوال. ترجیح د قولِ صحیح په کم اصل د اُصول افتاء لازم ویني جواب په حواله سره د رسم المفتي بیان کړه؟
سوال شرائط د صحت د مزارعت بیان کړه؟
سوال اقسام د مزارعت صحیح او فاسد بیان کړه؟

الجواب بعون الملک القوي!

صحیح قول په دغه مسؤله مسئله کي د یارانو دی ځکه لحاجة الناس الیها ولظهور تعامل الأمة
په نظر ودغه اصل ته د اُصول افتاء!
العرف فی الشرع له اعتبار لذا علیه الحکم قد یدار...

شرائط د صحت د مزارعت ⑧ دي
①ځمکه به صالح للمزارعة وي
②رب الارض او مزارع به اهل د عقد وي
③بیان د مدي د مزارعت دی
④بیان د مَن علیه البذر دی
⑤بیان د حصي د من لابذر من قِبله دی
⑥د تخلیه ده درب الارض په مابین د ځمکي او عامل کي
⑦شرکت دی په خارج کي بعد حصوله
⑧بیان د جنس البذر دی
ــــــــــــــ
اقسام د مزارعتِ صحیح او فاسده ④ دي
③ صحیح دي
①که چیري ځمکه او بذر د یوه لپاره وه بقر او عمل د بل لپاره وه
②که چیري ځمکه د یوه لپاره وه! عمل او بقر او بذر د بل لپاره وه
③که چیري ځمکه او بذر او بقر د یوه لپاره وه! صرف عمل د هغه بل لپاره وو
او فاسده ① دی
هغه دادی که چیري ځمکه او بقر د یوه لپاره وه! بذر او عمل د هغه بل لپاره وه...

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


①مسئله...

سوال په باب د شفعِ کي که چا طلب د مواثبت او طلب د اشهادُ وکړی
او تأخیر یې وکړی په طلب د خصومت کي ایا ددغه کس حق د شفعِ ساقطیږي کیا؟
سوال دا مسئله متفق علیه ده که مختلف فیه که مختلف فیه ده کولای سي چي په نظر و اُصول افتاء ته قول راجح معلوم کړي؟

الجواب بعون الملک القوي!

دا مسئله مختلف فیه ده په نزد د امام صاحب او ابي یوسف صاحب نه ساقطیږي حق د شفع یې
او امام محمد صاحب وایې که یې طلب د خصومت ونکړی تریوي میاشتي پوري پس له طلبه د اشهادُ حق د شفع یې ساقطلیږي
او قول راجح په نظر واُصول افتاء ته
د امام محمدصاحب قول دی ځکه دا اوفق لزمان دی

سوال ایا وخت د تأخیر محدود دی کیا

جواب! وخت د تأخیر محدود دی تریوي میاشتي...

مرتب... العبدالضعیف محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه

https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


مسائل فقهي المفتی به
دلته به تاسوته هغه فقهي مسئلي وړاندي کوو!
چي مطابق د اُصـولـو د اُصـول افـتاء سـره وي!
{ورورمو! محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه}
https://t.me/Masaelfeqhimuptiba


مخورو! او د علم شائقینو ملګرو! دلته به زه تاسوته هغه فقهي مسائلې وړاندي کوم! چي موږته یې زموږ اوستاذ شیخ صاحب د سوال په شکل وړاندي کوي او موږ په خپل ټول توان او د الله تعالٰی په خاص امداد سره د هغې مسئلي جواب ورکوو پر طبق د یو اصل د اُصول افتاء!
په درنښت ورورمو!
ناتوان بنده محمدکامل وفا عفی الله تعالٰی عنه

هرات_ مدرسه_ دارالعلوم حمیدیه_


بسم الله الرحمن الرحیم ط

اَلْحُمْدُلِمُسْتَأْهِلِهِ وَالصَّلٰوةُ وَالسَّلَاْمُ عَلٰی
سَیِّدِرُسُلِهِ وَآلِهِ وَصَحْبِهِ مُوْضِحِيْ سُبُلِهِ

Показано 17 последних публикаций.

133

подписчиков
Статистика канала