Фильтр публикаций


١- همېشه دي ورځ په لمانځه او سهارنیو اذکارو سره پیلوه.

۲- لمونځ، تلاوت او اذکار ډېر کوه، ځکه دا دې سینې ته روښاني بښي.

۳- همېشه لمونځ کوه، ځکه هغه ستا سره قبر ته تلونکی دی.

۴- دعاء ډېره کوه، هیڅکله یې مه پرېږده، ځکه همدا د نجات رسۍ ده.

۵- تل خوشبینه اوسه، که څه هم د طوفان په غېږه کې یې.

۶- ګوتې دې په تسبو سره ښکلې کړه (تسبیحات) وایه.

۷- کله چې غمونه او پرېشانۍ در باندې چاپېره شي، نو (لا إله إلا الله) ډېره ډېره وایه.

۸- صدقه کوه، ځکه صدقه تر ټولو ښه کار دی او تر نورو ښه صدقه، ښه او نېکه خبره کول دي.

۹- اوږدې سجدې کوه، ځکه اوږدې او له وېرې ډکې سجدې، بهتره دي له دنګو ماڼیو څخه.

۱۰- تر خبرو کولو مخکې فکر کوه، ځکه ځیني کليمې وژونکې وي.

۱۱- د مظلومانو دعاوې خپلې کړه او له حاله یې ځان خبر کړه.

۱۲- د مجلې او کتاب ویلو نه مخکي، د قران کریم تلاوت وکړه.

۱۳- د خپلې کورنۍ د استقامت یو لامل اوسه.

۱۴- خپل نفس ښو کولو ته وهڅوه، ځکه نفس خو بدۍ ته هڅونکی دی.

۱۵- د خپلو والدینو رضاء تر هر څه مخکې خپله کړه.

۱۶- خپلې جامې فقیرانو ته ورکړه، ځکه ستا زړې هغو ته نوې دي.

۱۷- هېڅکله مه غصه کېږه، ځکه د دنیا ژوند تر هغه څه چې ته یې فکر کوې، لنډ دی.

۱۸- له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن او د غنیانو، غني؛ الله تعالی مل دی، هیڅ وېره مکوه.

۱۹- هېڅکله د ګناه کولو لپاره چا ته دروازه مه پرانیزه.

۲۰- لمونځ تر هغه ټولو بهتر دی، چي له تا سره د ستونزو او مصیبتونو په وخت کې مرسته کوي.

۲۱- الله تعالی ته ځان نیږدې کړه، ځکه د ټولو مشکلاتو سبب، له الله تعالی څخه په لیري والي کې دی.

۲۲- همېشه په یاد ولره، چي ټولې خبرې دې ملائکې له ځان سره لیکي.

۲۳- کله چې دې له چا څخه خپل غیبت واورېده، نو هغه ته ووایه ” له خدایه ووېرېږه”.

۲۴- د الله تعالی او د نبي کریم ﷺ مینه اختیار کړه.

۲۵- دومره استغفار وایه، چې شیطان له ډېره غمه وچوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.




زرين باب شوې فلسطينه

زخمي شولې، شهيد شولې، کباب شوې فلسطينه
په ډېر غټ امتحان کې ته کامياب شوې فلسطينه

د عصر لوی فرعون دې په ګونډو کړ مبارک شه
سرلوړی شوې، د فتحو سپين کتاب شوې فلسطينه

په ننګ، غیرت، مېړانه او همت دې آفرين شه
کفري وحشي بندونو ته سېلاب شوې فلسطينه

سپرلی د شهادت درباندې تېر شو بختوره
ته څومره لوی اعزاز ته انتخاب شوې فلسطينه

مونږ لرې يو کومک ته درتلای نه شو ملامت يو
پوښتنې زمونږ سختې د حساب شوې فلسطينه

په نره، په يواځې، په ميدان وجنګېدلې
د وخت په نمروديانو لوی عذاب شوې فلسطينه

دي ډنډ د (فيضاني) سترګو کې بيا د خوښۍ اوښکې
نن بيا د تاريخونو زرين باب شوې فلسطينه








له تا سره همېشه د ځواکمنو، ځواکمن،
او د غنیانو غني، الله تعالی مل دی،
نو هېڅ وېره مکوه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ




تېره شوه د کفر شپه؛ سهاره اذان ووایه!
مات دې تور اشغال کړ، غازي یاره اذان ووایه!

غزه کاميابه شوه ...
خو الله ﷻ د ټولې اسلامي نړۍ ايمانونه وتلل.

الله اکبر کبيرا. والحمدلله کثيرا، وسبحان الله بکرة و اصيلا.




د القِطْمِيْر، الفَتِيْل او النَّقِيْر تر منځ فرق.

(١) القطمير : د خورما په زړي باندې يوه نرۍ
پرده ده.
الله ﷻ فرمايلي: ﴿ وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِن قِطْمِيرٍ ﴾ [سُوۡرَةُ فَاطِر : ١٣].
ژباړه : له هغه پرته چي تاسي نور بولئ، هغوى د يو خُلكي څښتنان هم نه دي.

(٢) الفتيل: د خورما د زړي په چاود کې نری تار دی.
الله ﷻ فرمايلي: ﴿ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴾.
[سُوۡرَةُ النِّسَاء ٤٩].
ژباړه : او پر هغو د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کیږي.

(٣) النقير: د خورما په زړي کې يوه وړه نقطه ده.
الله ﷻ فرمايلي: ﴿ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴾
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 124]
ژباړه : او د يوې ذرې په اندازه به پر هغو ظلم
ونه شي.

سبحان الله !!! الله ﷻ دومره عادل ذات دی چې عدل او انصاف يې له قطمیر، فتيل او نقير نه هم باريک دی.




رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
الله تعالی دې هغه کس تازه او خوشحاله کړي چې
څوک زما يو حديث واوري او بيا يې ياد کړي او نورو
ته یې ورسوي. (سنن ابی داود).




#وعده_خلافي

اول خو باید له چا سره وعده ونکړو، په ځانګړي ډول له ملګري سره، که وعد کوو باید چې پوره يې کړو ...

په وعده کې دروغ ويل او بې ځايه بهانې کول د منافقت نښه ده، بايد چې ځانونه ترېنه وساتو.

خو نن سبا په دې مرض باندې ډېر ياران اخته دي ...

متعال رب ﷻ دې مونږ ته ترېنه نجات راکړي.




هره ورځ داسې يوه نېکي او ښه کوه،
چې يوازې تا او ستا رب ﷻ ته معلومه وي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ




د آهنګ په ميدانو کې

د جهاد ټکی شو ورک په زمزمو کې
په لنډیو په غزلو په نظمو کې

د سنګر او شهادت خبرې نکړي
نعتخوانان ګډ دي په بل رنګ ترانو کې

د حسان لاره اوس پريښې شاعرانو
ځکه نشته پخوانی اثر شعرو کې

فرزدق، امرءالقيس يې را په ياد کړل
اخته شوي اوس د عشق په فلسفو کې

بې مفهومه موضوعات څېړي راڅېړي
بس وطن وطن يادېږي په جلسو کې

انحصار د ډېرو ژبې ګونګې کړي
ډوب دي مينه د چوکيو او پيسو کې

(فيضاني) بيا مړې جذبې په ولولو کړه
بيا لارښود شه د آهنګ په ميدانو کې



Показано 20 последних публикаций.