د پاک الله رحمت ورباندي اُوري
قربان قربان
ځلېږي فاضلان لکه سپین ستوري
قربان قربان
څه ښکلي تاثِرات يې په څهرو کي معلومېږي
د علم برکت دی فیوضات پرې را ورېږي
جلوې ترې پورته کېږي نوري نوري
قربان قربان
قربان یې شم خالقه څومره ښکلي فاضلان دي
قطار قطار روان دي ښائسته لکه ګلان دي
پګړۍ یې بعضي سپیني بعضي توري
قربان قربان
له ډېرو مودو وروسته نن رسېږي تر ارمانه
دستار د فضیلت ږدي په سرونو پاک سبحانه
خوشحاله غوندي ښکاري له هر لوري
قربان قربان
داڅه ښکلی محفل دی داڅنګه خوشحالي ده
د ښکلو فاضلانو څه خوږه دستاربندي ده
په مینه او مسکا راته راګوري
قربان قربان
راځی چي ترېنه تاوکړوډک له میني غبرګ لاسونه
په غاړه ورته ورکړو هلالي آغا هارونه
پرې وه شیندو ګلونه په زړه پوري
قربان قربان
هلالي آغا
قربان قربان
ځلېږي فاضلان لکه سپین ستوري
قربان قربان
څه ښکلي تاثِرات يې په څهرو کي معلومېږي
د علم برکت دی فیوضات پرې را ورېږي
جلوې ترې پورته کېږي نوري نوري
قربان قربان
قربان یې شم خالقه څومره ښکلي فاضلان دي
قطار قطار روان دي ښائسته لکه ګلان دي
پګړۍ یې بعضي سپیني بعضي توري
قربان قربان
له ډېرو مودو وروسته نن رسېږي تر ارمانه
دستار د فضیلت ږدي په سرونو پاک سبحانه
خوشحاله غوندي ښکاري له هر لوري
قربان قربان
داڅه ښکلی محفل دی داڅنګه خوشحالي ده
د ښکلو فاضلانو څه خوږه دستاربندي ده
په مینه او مسکا راته راګوري
قربان قربان
راځی چي ترېنه تاوکړوډک له میني غبرګ لاسونه
په غاړه ورته ورکړو هلالي آغا هارونه
پرې وه شیندو ګلونه په زړه پوري
قربان قربان
هلالي آغا