قاری منصور غزنوی


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Музыка


قاری منصور غزنوی رسمی چینل
کانال اخبار رسمی امارت اسلامی 👇
https://t.me/emirateislamic

Связанные каналы  |  Похожие каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Музыка
Статистика
Фильтр публикаций




(خبره ونه شوه)

لږه غوندې وشوه خو مثال خبره و نه شوه
ذکر د بېلتون و، د وصال خبره و نه شوه

ترانه ویونکی:
محمد منصور غزنوي
شاعر: انس حقاني


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
لږه غوندې وشوه خو مثال خبره و نه شوه
ذکر د بېلتون و، د وصال خبره و نه شوه

ترانه ویونکی:
قاري محمدمنصور غزنوي
شاعر: انس حقاني


(اډيو بڼه يې)
(وكفـى بربِّكَ)

أداء: محمد منصور الغزنوي
ألحان: كمال رسلان
كلمات: أحمد البكري


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وبه نستعين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد المبعوث رحمة للعالمين.
مباركة من القلب من أرض أفغانستان وشعبها العظيم لأهلنا في أرض فلسطين، ولكل المسلمين في العالم.
نهنئ سواعد الأبطال الذين صمدوا في وجه العدو على تراب غزة العزة بكل شجاعة وبسالة، سائلين الله لهم الخير والنور والبركة، والعودة إلى بناء أرضهم من جديد بكل شموخ وعزة.

(وكفى بربِّكَ)

أداء: محمد منصور الغزنوي
ألحان: كمال رسلان
كلمات: أحمد البكري


(یو کتاب خبرې)

چا په دې لاره کې ګل ایښی تللی
پکې یې راز مکمل ایښی تللی

ترانه ویونکی:
قاري محمدمنصور غزنوي
شاعر: محمد بدر


(نبي الرحمة) صلى الله عليه وسلم

مشهور په قرنو کې په بحرِ سخا
امام ، متقي ، معلم ، مقتدا
غازي ، مجاهد ، مبلغ ، رهنما
سالار د بدرينو ، سرخېل د غزا

شاعر: سيد درمل
غږ : محمد منصور غزنوي


(د تاريخ صفحه)
رنګ دي د تاریخ صفحې په وصف د ایثار زمونږ
کړي به را روان نسلونه ویاړ او افتخار زمونږ

شاعر: منصور طالب
غږ : محمد منصور غزنوي


یو کتاب خبرې... (راتلونکی ترنم)

شعر هنر دی او داسې هنر دی، چې کله کله سیند په کوزه کې ځایوي. ښاغلي محمد بدر صاحب په دې شعر کې د امانت ساتلو پر اهميت خبره کړې؛ هغه امانت چې میلیونونه مسلمانان ترې مستفید دي، دا امانت امـ. ـارت دی چې مرحوم ملا صاحب رحمه الله يې بنسټ ايښی دی!
ښاغلی بدر وايي:
چا په دې لاره کې ګل ايښی تللی
پکې يې راز مکمل ايښی تللی

په دې بيت کې يې امارت له ګل سره تشبیه کړی، ځکه د ګل صفات ټول په معنوي ډول په امارت کې شته؛ لکه: خوشبويي، ښايست، جذابیت... .
بيا وايي:
د دغه ګل محافظت پکار دی
دا امانت يو اتل ايښی تللی

په دې بيت کې د امانت په ساتلو ټينګار کوي، د امانت ساتل په اسلامي شريعت کې ډېر لوړ مقام لري، ځکه چې امانت د مسلمان د ايمان او تقوا يوه نښه ګڼل کېږي او د امانت ساتنه د مؤمنانو صفت دی؛ الله تعالی فرمايي:
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ. الآیة
ژباړه: او هغه کسان چې خپل امانتونه او عهدونه ساتي.

پلونه محکم ورپسې ږدئ ملګرو
هغه پر دې مسير پل ايښی تللی

په دې مصرۍ کې د مرحوم ملا صاحب په تګلاره د تللو ټينګار کوي او په همدې لاره باور لري، چې د لارویانو لپاره کاميابي ده.

د همدې بیتونو په ادامه کې پنځوي:

په دين وطن باندې يې ننګ کړی دی
تر شا يې غرۀ کې مورچل ايښی تللی

دلته یې د مرحوم ملاصاحب د مېړانې یادونه کړې ده، هغه مېړانه چې تاريخ یې څومره تېرېږي، هومره زرين کېږي او د همدې امانت مورچلونه د ساتنې لپاره خلک هڅوي.

دا تک سپين توغ يې پۀ يادګار راپاتې
دا چې يې پاس پۀ کابل ايښی تللی

اسلامي توغ د مرحوم ملاصاحب يادګار نښه ده، تر هغې چې موږ یو، باید ساتنه او پالنه یې وکړو.

په آخره کې وايي:

زما به اوښکې پرې راتوی شي بدره!
انځور يې زما پۀ کوګل ايښی تللی

دا له مرحوم رهبر سره د خپلې مینې بیان دی، چې په یاد یې سترګې اوښکې تویوي!
دا عادي شعر نه دی، دا څو بیتونه د تاریخ په یو زرین باب کې د یوه داسې مېړني یادونه کوي، چې لارویانو یې خپل ځانونه لولپه کړل، خو د همدې مېړني ارمان یې پوره کړ!
پوره شعر:
چا پۀ دې لاره کې ګل ايښی تللی
پکې يې راز مکمل ايښی تللی

د دغه ګل محافظت پکار دی
دا امانت يو اتل ايښی تللی

پلونه محکم ورپسې ږدئ ملګرو
هغۀ پر دې مسير پل ايښی تللی

پۀ دين وطن باندې يې ننګ کړی دی
تر شا يې غرۀ کې مورچل ايښی تللی

دا تک سپين توغ يې پۀ يادګار راپاتې
دا چې يې پاس پۀ کابل ايښی تللی

زما به اوښکې پرې راتوی شي بدره!
انځور يې زما پۀ کوګل ايښی تللی

محمد بدر


(حدود او قصاص)

انصاف دی، عدالت دی، د حقوقو مساوات دی
قصاص او په حدودو کې خو، خدای وایي حیات دی
د عدل په نظام باندې روان دا کائنات دی
نفاذ د شریعت ټولو جرمونو نه نجات دی

ترانه ویونکی:
قاري محمد منصور غزنوي
شاعر: راشد کامران


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د نویو ترانو له البم څخه..
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه فرامین، توصیې، او فرمودات د شعر او ترنم په خوږه ژبه.

انصاف دی، عدالت دی، د حقوقو مساوات دی
قصاص او په حدودو کې خو، خدای وایي حیات دی
د عدل په نظام باندې روان دا کائنات دی
نفاذ د شریعت ټولو جرمونو نه نجات دی

ترانه ویونکی:
قاري محمدمنصور غزنوي
شاعر: راشد کامران


(حمد شریف)

{وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ..}

عنوان (جهان څه وايي)

حسن د نرګس څه وایي، رنګ د زعفران څه وایي؟
ګل ته په خندا کړي ترنم بلبلان څه وایي؟

شاعر: راشد کامران
غږ: محمد منصور غزنوي


شایعاتو او اوازو پسې نه تلل: د شایعاتو او اوازو پر ځای له پلټنې وروسته په حقایقو عمل کول.

په امورو کې احتیاط او دقت: په کارونو کې دقت او د احتیاط درک او له تلوار (عجله) څخه ځان ساتل.

د چاپیریال ساتنه: د پاک چاپیریال د ارزښت په اړه پوهاوی او عملي ګامونه.

د وخت قدر کول: د وخت مدیریت او د ارزښت درک.

د قرض په وخت ورکول: د پورونو په وخت او پوره ادا کولو باندې ټینګار.

د ګاونډیانو حقوق پالل: د ګاونډیو حقونو رعایت او ښه چلند.

په قضا او تقدیر ایمان لرل: د الله تعالی په ټاکل شوي برخلیک باور.

میلمه پالنه: د میلمه پالنې فضیلت.

د مسئولیت په ځواب ویلو کې امانتداري: د مسئولیتونو په اداء کولو کې صداقت.

په کاروبار کې امانتداري: په سوداګرۍ کې صداقت او دروغو څخه ډډه.

له بې ځایه مصرف څخه ډډه کول: د ضرورت پر اساس مصرف کول او له اصراف څخه ځان ساتل.

د عامه مال ساتنه او حفاظت: د عامه شتمنیو احترام او ساتنه.

په شخړو کې د انصاف درک کول: د شخړو حل او د انصاف رعایت.

د موبایل او انټرنیټ صحیح استعمال: د تخنیکي وسایلو اعتدال او مثبت استعمال.

د کورنیو اړیکو تقویه: په کورنۍ کې د مينې محبت ژوند کولو اهميت.

په معاملاتو کې د احتیاط اهمیت: له سودي معاملو څخه ډډه.

ښه نيت کول: د هر عمل پر مهال نیک نیت.

آخرت ته توجه کول: مسلمانان ښو اعمالو ته متوجه کول او د جنت تذکره کول.

محمد منصور غزنوي


د شاعرانو او نعت خوانانو د پام وړ!

ستاسو خدمت ته د ټولنې د اصلاح، ښو ارزښتونو او اسلامي لارښوونو پر بنسټ یو بشپړ لېست وړاندې کوم، چې پکې مختلف موضوعات ځای پر ځای شوي دي او د ټولنې اصلاح لپاره خورا ګټور دي. لازمه ده چې په هره موضوع کې لسګونه اشعار ولیکل شي او په ترنم وړاندې شي، تر څو یې غوره فائده ترلاسه شي.

توحيد پېژندنه: د اللّٰه تعالی وحدانيت، يووالی او صفات د شعر په ژبه بيانول.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسب: د خوږ نبي صلی الله علیه وسلم نسب د شعر په ژبه بيانول.

شمائل رسول الله: د رسول الله مبارک اوصاف او د هغه د ژوند ځانګړتیاوې.

په سنتو عمل کول: د نبوي سنتو پر عملي کولو ټينګار.

سيرت النبي: د نبوي ژوند او د هغه په زده کړو عمل کول.

عشره مبشره: د اسلام مشهورو شخصيتونو په اړه معلومات او د هغوی ژوند څخه زده کړې.

اخلاق: د ښه اخلاقو ارزښت او په ټولنه کې یې اغېز.

سپين ږيرو ته احترام: د مشرانو درناوی او د هغوی قدر کول.

د خويندو حقوق: د ښځو د حقوقو ساتنه او عزت.

له خپل اهل سره ښه رويه: په کورنۍ کې ښه تعامل او د اولاد ښه پالنه.

امـر بالمعـ .ـروف ته غاړه کېښودل: د ښو کارونو د امر او له بدو کارونو څخه د منع کولو اهميت او ارزښت.

صبر: د صبر او استقامت پر فضيلت ټينګار.

حلال روزي ګټل: د روزۍ د حلالو سرچينو او پر ځان بسيا کيدلو ارزښت، او د حلال رزق ګټلو اجر.

فساد سره مبارزه: د فساد د له منځه وړلو او د امانتداري په اړه خبرې.

صدقه: د صدقې ارزښت او په ټولنه کې یې ګټې.

زکات: د زکات اهميت او په نه ورکړه يې وعيدونه.

د مسجد آداب: د جومات لپاره د احترام او د اخلاقي اصولو رعایت.

مطالعه: د علم زده کړې او کتاب لوستلو ارزښت.

مدارس: په مدارسو کې د علم زده کړې اهميت.

د حافظانو استادانو ته چې وهل بند کړي: د زده کوونکو په روزنه کې مهرباني او نرمښت غوره کول.

د قرآن کریم حفظ: د کلام اللّٰه يادول، او د هغه د نيوي او اخروي ګټې.

د قرآن کریم تلاوت او آداب يې: د قرآن تلاوت او د هغه د احترام اصول.

مکاتب: د ماشومانو د لومړنۍ زده کړو لپاره د مکاتبو رول.

پوهنتون: د لوړو زده کړو ارزښت او ټولنې لپاره يې ګټې.

د علم زده کړې اهمیت: د هيواد د پرمختګ لپاره د علم اهمیت او زده کړې ته هڅونه.

له نظام څخه ملاټر: د عدل او انصاف په ټينګښت او د فساد سره په مبارزه کې د نظام سره مرسته.

ولس خپلول: د ولس اعتماد ګټل او له هغوی سره د ښو اړیکو جوړول.

د ماشومانو ادبيات: د ماشومانو لپاره د ادب اهميت او د دوی لپاره اسلامي او اخلاقي محتوا وړاندې کول.

د ماشومانو روزنه: د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې پوره پاملرنه.

د خويندو او مېندو حقوق: د مور او خور حقوقو پالل او درناوی کول.

ښاري نظم او صفايي: د ښار پاک ساتل او د نظم مراعات.

جهـ .ـادي ارزښتونه: د اسلامي جهــ. ـاد په مفهوم او ارزښت باندې پوهول او د تېر جهاد کارنامې د تاريخ پر پاڼه ساتل.

اسلامي عسـکر(پوځ): د اسلامي نظام د دفاع لپاره د پوځ اهميت.

د اسلامي نظام ساتنه: د هيواد دفاعي سيستم قوي کول او په ټکنالوژۍ کې اختراعاتو ته هڅونه.

ایثار: د اسلامي نظام ساتنه کې ځان قربانول.

پوليس: د امنيت ساتنې په برخه کې د پوليسو رول.

د پوليسو وغيره فراغت غونډه: د فراغت غونډو اهميت او پوليس د ښه خدماتو لپاره هڅول او تقديرول.

بدني نظافت: د شخصي پاکوالي او نظافت ارزښت.

انساني کرامت: د انساني کرامت او حقوقو ارزښت.

د ولور (مهر) په اړه: د مهر اهميت او د هغه حقوقي اړخونو کې نرمښت کول.

غلط رواجونه: د بدو رواجونو پرېښودل او له اسلامي لارښوونو سره سم ژوند کول.

کامل ايمان: د کامل ایمان ځانګړنې او اهمیت.

جنت: د جنت په اړه پوهاوی او د هغې لپاره هڅې.

دوزخ: د دوزخ په اړه پوهه او له ګناهونو څخه ځان ساتل.

عمل صالح: د نېک عملونو په ارزښت ټينګار.

یتیم پالنه: د يتيمانو ساتنه او د هغوی سره مرسته.

غیبت نه کول: د غیبت او بهتان څخه ډډه کول او په وعيد يې ځان خبرول.

درګذر/ معافي: د بښنې ارزښت او د خلکو سره معافي کول.

د ناروغ عیادت: د ناروغ د عيادت اهمیت.

مؤمن نه ازارول: د مؤمنانو د اذیت څخه ډډه.

د ژبې ساتنه: په خبرو کې احتیاط او د بدو الفاظو څخه ډډه کول.

ځوانان د ځوانۍ په عمر کې عبادت ته هڅول: د ځوانانو په عبادت او طاعت باندې ټينګار.

صله رحمي پالل: د خپلوانو سره ښې اړیکې پالل.

عیب جویي نه کول: د مسلمان ورور عيب پټول او
د خلکو د عيبونو په لټه کې نه کېدل.

پر شته نعمتونو شکر اداء کول: د الله شکر ادا کول او د هغه په ورکړه قناعت کول.

شکایت نه کول: د ستونزو(خنډونو) پر وړاندې محکم درېدل.

پر کشرانو شفقت: د کشرانو سره شفقت او مهرباني کول، او د مشرانو احترام.

عُجب او لویي نه کول: د ځان ستاینه او لويي پرېښودل.

خاکساري او تواضع کول: تواضع کول او له کبر څخه ډډه.


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
ځینې مهم موضوعات وي چې نړيوالو ژبو ته يې ژباړل ګټور وي. د "اسلامي برم" ترانه، چې څو ورځې مخکې خپره شوه او الحمد لله په لوړه کچه استقبال شوه، په عربي او انګلیسي ژبو هم ژباړل شوې وه. دا ځل يې د ترکي ژباړې سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو. هيله ده چې په خپرولو کې پوره ونډه واخلئ.

شاعر: عبدالمجید جواد
غږ : محمد منصور غزنوي


(عالي فکر)
جوړ چې په عالي فکر تجهیز ملي فوځیان شي
رمز د انسجـام په مانوري عادت ځوانان شي

شاعر: غاوِر
غبرګ غږونه:
محمد عاقب مصطفیٰ او
محمد منصور غزنوي


سکون د زندګۍ او هم د پوهي نښانه
قلم او کتابچه
د علم پر افق د سپینو ستورو قافله
قلم او کتابچه
شاعر : نظرګل آند
ترانه ویونکي:
منصور احمد سعيدي
وصيف احمد غزنوي
او محمد ياسر غزنوي

Показано 20 последних публикаций.