Фильтр публикаций


لږ انتظار باید وکړو!!!
چې زمونږ ځوان مولوي صاحب او نور مسؤول چارواکي څه تصميم لري ...

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




که له چا خفه شوې تر شا یې بد مه وایه، ممکن بیا ورسره پخلا شې، په دې کار سره به هم تا خپل ارزښت د نورو په مقابل کې بیللی وي او هم به دې
د هماغه ملګري ارزښت نورو ته د دوو روپو کړی وي.

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




رسول الله ﷺ فرمايلي:
څوک چې زما امت ته په ديني امورو کې د ګټې
رسونې لپاره څلوېښت حديثونه ياد کړي، الله ﷻ به
يې د قيامت په ورځ (فقيه) په دين کې پوه راپورته کړي او زه به د هغه کس لپاره د قيامت په ورځ
شاهد يم. (روالترمذي)




(خونخواره شرکتونه)

کلونه کېږي چې د دوی د لاسه په لسګونو کورنۍ د غم په ټغر کېناستلې دي او دا لاړۍ لا هم روانه ده ...
د اوږدو لارو د غټو موټرو نا اهله شرکتونو ته تر اوسه پورې هېچا مظبوط او غاښ ماتوونکی ځواب نه دی ورکړی ...

نور بايد دغه ظالمان او خونخواره شرکتونه د تل لپاره وتړل شي؛ پر ځای يې بايد نورو په اصولو برابرو او د ګرانو هېوادوالو د وينو ارزښت ساتونکو خلکو ته د دې خدمت موقع په لاس ورکړای شي، نور بايد د دې وحشت مخه ونيول شي.

که په نظام کې د دغو شرکتونو څوک خواخوږي او يا طرفداران وي نو هغوی دې له الله ﷻ څخه حيا وکړي او د دغسې بې رحمه او بې وجدانه خلکو څخه دې ناحقه دفاع نه وي.

ليکوال : م رضوان الله فيضاني






پخې خبرې

• د الله تعالی کتاب د زړونو درمل دی.

• په هغه ورځ وژاړه چې درنه تېره شي خو هېڅ دې
په کې ونه کړل ( أبوبکر رضي الله عنه).

• صبر غیر د خیر نه نور هېڅ نه درکوي.

• ځناور خپل مالک پېژني خو انسان خپل رب نه پېژني (عثمان رضي الله عنه).

• کله چې خېټه ډکه شي نو د فکر قوه سسته او د علم او حکمتونو صلاحيتونه کمزوري شي.
(عائشة رضي الله عنها).

• د ناپوهه سړي ستر په چوپتيا کې دی.

• د ذلت ژوند نه د عزت مرګ ښه دی.
(حسین رضي الله عنه).

• توبه ويستل آسان، خو د ګناه پرېښودل ګران دي. (جعفر صادق رحمه الله تعالی).

• د جاهل نه ځان ساته ځکه هسې نه چې تا هم د ځان پشان کړی. (لقمان رضی الله عنه).

• انسان ته آدب ښودل د ځناور ته ادب ښودلو نه ډير ګران دی. (امام شافعي رحمه الله تعالی).

• ښه کتاب نېغه لار ښيي.
(محمود غزنوي رحمه الله تعالی).

• که خوشحاله اوسيدل غواړې خپل غم پټ کړه او نور خلک خوشحاله کړه.
( شیخ عبد القادر جيلاني رحمه الله تعالی).

• ته دې خپل زوی ته قرآن ورزده کړه، قرآن به ورته
نور هرڅه ورزده کړي.

• خوب دې قبر ته وساته، او ساتيري او خوبونه کم کړه ځکه داسې خوب درباندې راروان دی چې سهار يې قيامت دی.

• حسن بصري ته چا وويل: زړه مې سخت دی،
هغه ځواب ورکړ: په ذکر باندې ادب ورکړه.

• امام احمد رحمه الله ته چا وويل: راحت به کله مومې؟ هغه وويل: کله چې خپل اولنی قدم په جنت کې کيږدم.

• انسان ته د اسلام نه وروسته تر ټولو ښه ډالۍ نېک ملګری دی. (عمر رضي الله عنه).

• ابن القيم رحمه الله تعالی وايې: په دې تعجب مه کوه چې حق بريمن دی او په ازمېښتونو کې پټ دی، ځکه دا د رحمن سنت دی.

• تندر نه رسيږي مګر دنګو څوکو ته.


https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




د الله تعالٰى مهربانۍ ته مې وژړل:

امام ذهبي رحمه الله د امام مسعود الهمذاني په اړه لیکلي:
هغه د ډیرو غوره کسانو څخه ؤ او ډیر وخت به یې خلکو ته بښنه کوله او ویل به یې: «تېر وختونه نه یادوو / تېر به هېر کړو».
وایي چي کله وفات شو چا په خوب کي ولیده او ورته ويې ویل : الله تعالی څه درسره وکړل؟
هغه وویل: الله تعالی مخې ته ودرولم او راته ویې ویل: اې مسعوده! «تېر وختونه نه یادوو» او حکم یې وکړ : دا بنده جنت ته بوځئ.
(تاریخ الإسلام جــ۴۲ صــ۳۲۷)


https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08




د رسول الله ﷺ ځيني صفتونه !!!

کله کله به یې ټوکه کوله، خو د ټوکې او خندا په بهانه یې نا مناسب الفاظ نه کارول•

بد نوم ته یې تغیر ورکاوۀ او د هغه پر ځای یې ښه نوم کاراوه•

بردباري او سړې سینې یې هم مهاله پر غوسه باندې وړاندیوالی کاوه•

د رسول الله ﷺ پر وړاندې تر ټولو منفور ترین خوی دروغ ویل و•

هېڅکله يې د ځان غچ نه دی اخيستی مګر پرته له هغوی چې د حق حریم يې ماتاوۀ•

د شتمنۍ د هلاکت پر وخت غوسه نه ورتله او نه هم نا ارامه کېده•

پر خاورو کښېناستۀ او ډوډۍ یې هم ورباندې خوړله مګر پاکي یې تر هر څه خوښېده.

اکثره جامې يې سپینې وې•

د بوټونو او کالیو د اغوستلو پر مهال یې له ښي خوا پیل کاوه•

پخپلو لاسونو یې شيدې څښلې او د اوښ پښې یې هم پخپله تړلې•

هیڅکله یې پیسې نه ذخیره کولې•

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08






#الله_اکبر_کبيرا

د اسلامي امت اتلان د سوريې پلازمېنې
دمشق ته ننول.

ټول مسلمه امت ته دې مبارک وي.

#الله_اکبر_والعزة_لله






د سوريې پر پلازمېنه دمشق باندې له څو اړخونو
د پراخو بريدونو لپاره پوره تياری روان دی او په لنډ وخت کې به بريد پيل شي. ان شاءالله تعالی.

(اللهم انصر اخواننا فی الشام والفلسطين)

https://x.com/M_Faizani_313?t=LpWxoXy0b9c9yWURODDbtw&s=08

Показано 20 последних публикаций.

1 603

подписчиков
Статистика канала