ده افغانستان اسلامی امارات


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Религия


ده افغانستان اسلامی امارات🌹🌹🌻🌻
🌺🌺🌺🌺🌹🌹🌹🌹🌹
الامارت ميډيا یوه ازاده او
🌻🌻🌻🌻🌻🌻🌻🌻🌻🌻🌻
چارو کمیسیون فرهنگی او سمیی ثانگه ته شه راِلاس
🌻🌻🌻🌻
دغه لینک خپل دوستانوته یی واستوی مننه👇👇👇👇👇
https://t.me/joinchat/AAAAAFJueT-RSd07wkFrNA

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


پکتیکا: وړممۍ کې د کابل رژیم ۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول
د مجاهدینو له صفوفو سره د پیوستون په لړ کې پرون د پکتیکا ولایت، وړممۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل رژیم ۲ کارمندان له مجاهدینو سره یو ځای شول، د عبد الرحیم ولد امیر او حیات خان ولد امیر خان په نومونو دغو کسانو چې یوه یې په جاسوسي شبکه کې او بل یې د اربکیانو په لیکو کې دنده درلوده په خپلو تېرو اعمالو پښیماني ښوولې او ژمنه یې کړې چې تر دې وروسته به کله هم د کابل رژیم لپاره فعالیت نه کوي.
دوی په پاته نورو عسکرو، اربکیانو او نورو هم غږ کړی، چې د امیرالمومنین(حفظه الله) د بښنې له پیغام څخه دي ګټه پورته کړي، د امریکايي ګټو لپاره پورته کړي ټوپکونه دي د سولې د تأمین په نیک نیت وغورزوي او له مجاهدینو سره دي یو ځای شي.
2020/3/6


میدان وردګ مرکز کې ۱ عسکر ووژل شو
پرون ماسپښین مجاهدینو د شهیدانو په بیس وسله وال برید کې ۱ مزدور عسکر ویشتلی او ځای پر ځای وژلی دی.
2020/3/6


بغلان: دوشي کې د اشغال د خاتمې تړون په ویاړ غونډه جوړه شوه
پرون د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ اړوند مزاردرې سیمه کې د اشغال د خاتمې تړون په ویاړ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه کې د سیمې علماء کرامو، د مدارسو او ښوونځیو شاګردانو او په ګران هیواد کې د ارامۍ ګڼو ارمانجنو اولسي وګړو ګډون کړی وو او د افغان ملت په دغه مشترک ویاړ یې خپله خوشحالي څرګندوله.
همداراز غونډې ته د وینا پر مهال علماء کرامو د هیواد د ازادې او نورو موضوعاتو په اړه ګټورې خبرې وکړې او ټولو په ګډه له کابل رژیمه وغوښتل چې نور په یوه بله پلمه جګړه و نه غزوي او ژر تر ژره د امریکا د ګټو لپاره پیل کړې دغې جګړې ته پای ورکړي.
د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ارام او بسیا افغانستان په دوعا پای ته ورسېدله.
2020/3/6


کاپیسا: نجراب کې ۴ شریر اربکیان مړه او ژوبل شول
تېره شپه مجاهدینو د کاپیسا ولایت، نجراب ولسوالۍ اړوند افغانیه درې نظام خیلو سیمه کې په شریرو اربکیانو د لیزري ټوپکو په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۳ مزدور اربکیان قتل، ۱ بل ژوبل شو.
2020/3/6


پروان مرکز کې رینجر تخریب، مزدور عسکر مړه او ژوبل شول
پرون ماښام مجاهدینو د پروان ولایت مرکز اړوند رباط سیمه کې د مزدور دښمن په رینجر کمین برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې رینجر تخریب، او پکې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتله، خو د کره شمېر په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
2020/3/6


پکتیا: ځاځي اریوب کې عسکرو ۱ ماشوم ژوبل کړ
پرون د مزدور رژیم عسکرو د پکتیا ولایت، ځاځي اریوب ولسوالۍ اړند خیرمنۍ سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو ډزې وکړې چې له کبله یې ۱ ماشوم ژوبل شو.
2020/3/6


پکتیا: ځاځي اریوب کې ۱ مزدور اربکی ژوبل شو
پرون د پکتیا ولایت، ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند خیرمنۍ سیمه کې د مزدور دښمن سره نښته وشوه، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور اربکی ژوبل شو.
2020/3/6


بلخ: چمتال کې جلا بریدونو ۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل
 نن مازدیګر۴ بجې مجاهدینو د بلخ چمتال ولسوالۍ اړوند اسیاګورګ سیمه کې د عسکرو په بیس د درازنوف په مټ بریدترسره کړ، چې پر مهال یې ۱ مزدور عسکرمرګونی ژوبل شو.
همداراز د یادې ولسوالۍ په زاړه مرکز هم د درازنوف په مټ برید ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر وژل شوی دی.
له بلې خوا یادې ولسوالۍ ته څېرمه د مزدور دښمن په بیس هم برید شوی، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر ژوبل شو.
2020/3/6


کندز مرکز کې موټر تخریب، ۳ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول
پرون ماښام مجاهدینو د کندز ولایت مرکز اړوند مومن اباد سیمه کې داسې مهال په مزدور دښمن برید وکړ، چې له الکولو ډک موټر سره د مجاهدینو په تالاشۍ ورپېښ شول. دغه برید کې د دښمن موټر تخریب، ۱ مزدور عسکر قتل او ۲ نور ژوبل شول.
همداراز ۱ میل ایم ۱۶ ټوپک هم د مجاهدینو لاسته ورغلی دی.
2020/3/6


بدخشان: نسي کې ۲ پوستې تخریب، ۱۰ مزدور عسکر مړه او ژوبل شول
تېره ورځ مازدیګر مجاهدینو د بدخشان ولایت، نسي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزدور دښمن په پوستو برید وشو، چې په ترڅ کې یې ۲ پوستې تخریب، ۱ افسر، ۴ مزدور کمانډویان قتل، ۵ نور ژوبل شول.
2020/3/6


لوګر: برکي برک کې ۱ مزدور عسکر ووژل شو
پرون مازدیګر مجاهدینو د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ اړوند چهاراهي سیمه کې د کابل ادارې په عسکرو وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر ووژل شو.
2020/3/6


غزنی: خوګیاڼو کې د اشغال د خاتمې د تړون په ویاړ غونډه جوړه شوه
په ټول هیواد کې د اشغال د پای ته رسیدو د تړون د لاسلیک په ویاړ د خوښیو غونډو په لړ کې پرون د غزني په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې هم په دې اړوند غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه کې د سیمې ګڼ شمیر علماء کرامو، د مدرسو او ښوونځیو استاذانو، قومي مخورو او په لوی شمېر سیمه ایزو ولسونو ګډون کړی وو.
غونډو ته وینا کوونکو خلکو ته د دغه ستر ویاړ په مبارکۍ ویلو برسېره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې، د افغان ملت په ځانګړي ډول مجاهدینو فداکارۍ او قربانۍ یې وستایلې؟
د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل شوې دغه غونډه د سوکاله او ودان افغانستان په دعا سره پای ته ورسېده.
2020/3/6


خوست: دومنده کې د دښمن په قرارګاه برید وشو
پرون مجاهدینو د خوست ولایت، دومنده ولسوالۍ اړوند علاؤالدین کلي اړوند سیمه کې د مزدوري اردو په قرارګاه د سپکو او درنو وسلو په مټ برید ترسره شو، خو د اړولې مرګ ژوبلي په اړه یې تر دې دمه دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
2020/3/6


کندهار: دمعروف ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ  وسلوال برید ترسره شو
پرون غرمه  ۱ بجه  د کندهار ولایت دمعروف ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ  وسلوال برید ترسره شو
په بریدکې له سپکو اودرنو وسلو کار اخستل شوی چې دښمن ته پکې تلفات اوښتي
2020/3/6


کندهار: ارغنداب کې ویشتونکي ماین ۲ ګوډاګي عسکر ووژل
دکندهار ولایت دارغنداب ولسوالۍ اړوند د انځرګي په سیمه کې پرون سهار ۸ بجې  دمزدور دښمن پر پلي ګزمه  دویشتونکي ماین  په مټ  قوي چاودنه  شوي چې له امله یې ۲تنه مزدور عسکر ځای پرځای وژل شوي دي
2020/3/6


کندهار: میوندکې  دګوډاګي والي غونډه باندي توغندیز برید شوی
دکندهار ولایت د دمیوند ولسوالۍ مرکز کې  پرون سهار لس بجې  دمزدوري ادارې د ګوډاګي والي  له لوري غونډه ترتیب شوي وه چې دمجاهدینو له لوري ورباندي توغندیز برید ترسره شو
دبرید په پایله کې  غونډه  ګډه وډه شوي  خو دتلفاتو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي
2020/3/6


هلمند: نادعلي کې  یو ګوډاګی عسکر ووژل شو
دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ اړوند د ژړپله په سیمه کې  نن سهار ۹ نیمي بجې  یوتن مزدور عسکر دکمین په برید کې وویشتل شو اوځای پرځای ووژل شو
2020/3/6


کندهار: نېش کې  یو ګوډاګی عسکر قتل دپوستې ټاورونه ویجاړ شول
د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ مرکز ته څیرمه  بیګاه ماسخوتن ۸ بجې  دمزدورو عسکرو پر پوسته وسلوال برید ترسره شو
دبرید په پایله کې یوتن ګوډاګی عسکر ځای پرځای قتل او دپوستې ټاورونه  ویجاړ شول
2020/3/6


هلمند: نهرسراج کې  یو ګوډاګی پولیس وویشتل شو
دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ اړوند دنهرسراج  دپوپلزو په سیمه کې لښکرګاه ته پرغزیدلي سړک  نن سهار ۸ بجې  دمزدورو پولیسو  دپلي ګزمې یوتن پولیس  ددرازکوف په مټ وویشتل شو اوژوبل شو
2020/3/6


هلمند: نادعلي کې  یو ګوډاګی عسکر  ددرازکوف په مټ قتل شو
د هلمند ولایت  د نادعلي ولسوالۍ  اړوند د ماتکي په سیمه کې  پرون مازدیګر ۵ نیمي بجې  دمزدوري اردو دپوستې  یوتن پیره دار عسکر  ددرازکوف په مټ  قتل شو
2020/3/6

Показано 20 последних публикаций.

722

подписчиков
Статистика канала