شاعراونعتخوان حافظ محمدنادرانګارغازی✍


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: Религия


السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
خوږو دوستانو په دغه چينل کې به تاسو ته خپل ليکلې شوې شعرونه وړاندې کوم
#ان شاءلله خادم محمدنادر
، هيله ده چې چينل جوائن او په نشرولو کې راسره مرسته وکړی
فِدَاکَ اَبِیْ وَاُمِّیْ یِاٰرَسُوْلُ اللّٰـه ﷺﷺﷺ

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
Религия
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: ✅Link button creater📎
🧬🧬🧬🧬🧬 زیــــــــــــــــری 🧬🧬🧬🧬🧬

تر ټولو قوي لیست لپاره یواځي هغه چینلان راوليږئ چي ممبر ( ڪسان ) يي تر ( 1000 ) څخه زیات وي

په ليست کي د ګډون لپاره دلته مسيج وکړئ 👇🏻

👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇

@Khadim_brother . خادم ورور
@Khadim_brother . خادم ورور

☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️


جناب خادم صاحب دغه هم لیسته داخیل کړه نړی منننه




اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎


Репост из: اسلامي ملغلري
د ژبې څلوېښت ګناهونه:
.
انسان ته ډېره خساره دژبې له وجې رسیږی
① درواغ ویل.
② تهمت لګول .
③ غیبت کول.
④پېغور ورکول.
⑤ دژبې زخم .
⑥ فحش خبري کول
⑦ دمسلمان ابرو ته صدمه رسول
⑧ دزړونو ماتول
⑨ دنورو پېښې کول درشخندپرډول
۱۰ بې ځایه رټنه
۱۱ په خبرو کې کیبر کول
۱۲ دښه کاره راګرځول
۱۳ په دین کې بدعت
۱۴ ناحقه حکم کول
۱۵ د درواغو قسم اخستل
۱۶ دمومن ازار ول
۱۷ دحسد اوبخل ښکاره کول
۱۸بد خلقي کول
۱۹دخلګو سره جنجال
۲۰دکفر او شرک تصدیق
۲۱په خبرو کې زیاتی
۲۲دنورو عیبونه لټول او ښکاره کول
۲۳ فسق او تمسخر
۲۴خبرې لټول
۲۵ ناحق پلانونه جوړول
۲۶دخلګو نا امیده کول
۲۷په بد نامه یوڅاته غږ کول
۲۸دنامحرمو سره خبرې کول
۲۹چاپلوسي او غوړه مالي
۳۰ په خبرو کې ریا کول
۳۱په بدیو باندې امر کول
۳۲دخلکو رازونه افشا کول
۳۳ددیني حکامو تحریف
۳۴ نا حق شاهدي ویل
۳۵ ددرواغو وعدې ورکول
۳۶په بې علمۍ سره بحث کول
۳۷په مکر او سره خبرې کول
۳۸بې ځایه فریاد او نارې
۳۹زیاتې ټوکې کول
۴۰پر خلګو لعنت ویل

بهترین اعمال دژبې ساتنه ده


Репост из: د اسلامی مطالبو ذخیره
درې شيان تل پاک ساته

1  . بدن
2  . خیالات
3  .لباس

په درې شيانو زړه مه تړه

1  . مال
2  . عمر
3  . تمه

د درې کسانو په خبرو باور مه کوه

1  . درواغجن
2  . احمق
3  .دوښمن

درې شيان کوچني مه بوله

1 . قرض
2 . فرض
3 . مرض

درې شيان خوښوه

1 . شفقت
2 . خلوص
3 . ساده ګي

درې شيان مه ماتوه

1 . زړه
2 . باور
3 . ژمنه

درې شيان حافظه قوي کوي

1 . مسواک
2 . تلاوت
3 . روژه

درې شيان بیرته نه راګرځي

1 . روح
2 . الفاظ
3 .ساه

درې شيانو ته ځان چمتو ساته

1 . غم
2 . زوال
3 .مرګ

درې شيان په احتياط اخله

1 . قدم
2 . قلم
3 . قسم

له درې شيانو ګټه واخله

1 . عقل
2 . صبر
3 .همت

درې شيان ژوند تريخوي

1 . کینه
2 . حسد
3 .بد اخلاقي

درې شيان رزق زیاتوي

1 . تهجد
2 . استغفار
3 .صدقه

درې شيانو سره دوستي مه کوه

1 . ژوند
2 . نفس
3 .مال

په درې شيانو کې کموالي غوره کړه

1 . خبرې
2 . خوب
3 .خوراک

په درې شيانو کې بریالیتوب ده

1 . وړتيا
2 . کار
3 .راحت

درې شيان جدا کيږي

1 . صورت
2 . سيرت
3 .قسمت

درې دعاګانې قبليږي

1 . د مظلوم
2 . د مسافر
3 . د والدینو

په درې شيانو کې ښکلا ده

1 . علم
2 . تقوا
3 .عمل

درې شيان په ژوند کې يو ځل پيدا کيږي

1 . ځواني
2 . ښایست
3 . والدين

درې شيان مه چټلوه

1 . زړه
2 . سترګې
3 .ژبه

درې شيان ژوند بربادوي

1 . غوصه
2 . تکبر
3 .سستي

درې شيان دوام نه کوي

1 . بده خبره
2 . چاپلوسي
3 .وریځې

له درې شيانو پرهېز وکړه

1 . دروغ
2 . تهمت
3 . منافقت

له درې شيانو زده کړه وکړه

1 . پرون
2 . نن
3 .صبا

په درې شيانو کې کامیابي ده

1 . مشوره
2 . تصميم
3 .پيل

په درې شيانو کې ځنډ مه کوه

1 . لمونځ
2 . جنازه
3 .توبه

درې شيان له ژوندنه وباسه

1 . بغض
2 . کبر
3 . دوکه

درې شيان همېشه يادوه

1 . مرګ
2 . احسان
3 .پند

کاپی


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


طا.لب العلم ته وصيت:

خطيب بغدادي رحمه الله ويلي: اې طا.لب العِلمه ! زه تاته وصيت کوم چي په خپله طالبۍ کي مخلِص جوړ سه! او پر خپل نفس زور راوله! په عِلم عمل وکه ځکه چي عِلم درخـته ده او عمل یې ميوه /ثمره ده ...
او هغه څوک عالم نه سي جوړېدلای چي په خپل عِلم عمل نه کوي
(اقتضاء العلم - العمل صـ١٤).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍄

د عـلـم فضيلت او برکت:
عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما ویلي: سُليمان علیه السلام ته د درې شیانو اختیار ورکړل سو :
مال، بادشاهي او عـلـم .
سُليمان علیه السلام عِـلـم غوره کړ؛ لهذا الله تعالی د علم سره مال او بادشاهي هم ورکړل.
(تاريخ مدینة دمشق جــ۲۲ صــ۲۷۴).


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: خبر آنلاین afg🇦🇫
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
آنچه که طی ۳۶۵ روز بر سر غزه آمد...

@Newsof_Herat    👈خبرآنلاین هرات




‏فایل صوتی از طرف دفاع دوطن


https://t.me/fhhdghvdhdg1390

وخت مو مقدس ؤ زندګي مو مقدسه وه
مینه مو ریښتیې وه یاري مو مقدسه وه

شاعرمحترم
مخبت وردګ

ترنم
محمدنادرانګارغازی


‏فایل صوتی از طرف دفاع دوطن


https://t.me/fhhdghvdhdg1390

مورجانې ماشوم توب کې ده راکړی سیفاره ده
پلار جان مې هم اول کی راښودلې کلیمه ده

شاعرمحمدنادرانګارغازی

ترنم
انعام الله خالد عمری


نن ورځ داسلام اوفلسطين په تاريخ کې ستره ورځ ده په دې ورځ يعنې تېرکال داکتوبر په ۷ نېټه دحماس مجاهدينو دالاقصی طوفان عمليات پيل کړل او پوره يوکال ېې په مېړانه مقاومت وکړ چي اوس دا جګړه سترې لاسته راوړنې لري تردې پورې چي ډېر خلک په دې باور دي چي اسراييل په مکمله توګه سقوط کېږي
خو که سقوط ونه کړي هم هغه ددوو دولتونو دحل لارې ته به خامخا راګرځي کوم چي ملګرو ملتونو ېې وېش کړی ده او ختيځ بيت المقدس يعنې مسجد الاقصی به دفلسطين برخه وي


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د کفارو او فاسقانو په څېر لباس جوړول:
سوال: د کفارو او فاسقانو په څېر لباس جوړول څه حکم لري؟
جواب: د فاسقانو په څېر جامې جوړول د خياط لپاره مکروه کار دئ او د اغوستونکي لپاره زيات مکروه دئ. همدارنګه د کافرانو په څېر کالي جوړول هم روا نه دي او مکروه کار دئ.
عربي حوالې:
عن ابن عمر قال: قال رسول الله - صلى الله عليه و سلم-: من تشبه بقوم فهم منهم. (سنن أبي داود، ج: ١١، ص: ٤٨)
و لو أن إسکافيا أمره إنسان أن يتخذ له خفا على زي المجوس، أو الفسقة، أو خياطا أمره إنسان أن يخيط له قميصا على زي الفساق يکره له أن يفعل ذلک. (البحر الرائق، ج: ٨، ص: ٣٧١)
و لو أن إسکافا أمره إنسان أن يتخذ له خفا على زي الفساق يکره له أن يفعل ذلک. (مجمع الأنهر، ج: ٨، ص: ١٤١)
و مثله في تبيين الحقائق، ج: ١٦، ص: ٤٢٣.
و إن کان إسکافا أمره إنسان أن يتخذ له خفا علي زي المجوس، أو الفسقة، أو خياطا أمره أن يتخذ له ثوبا على زي الفساق يکره أن يفعل؛ لأنه سبب التشبه بالمجوس والفسقة. (رد المحتار، ج: ٢٦، ص: ٤٨١)
و مثله في الفتاوى التاتارخانية، ج: ١٨، ص: ١٥٦.
والله اعلم بالصواب


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


نورو ته ګټه ورسوه!

په دې نړۍ کي هيڅ شى د خپل ځان لپاره ژوند نه کوي...
سيند خپلي اوبه نه څښي...
بحر خپل ماهيان نه خوري...
درختي خپلي مېوې نه خوري...
لمر د خپل ځان په خاطر نه راخېژي...
ګل د خپل ځان لپاره نه غوړېږي...
د شيدو حيوانات خپلي شيدې نه څښي...
ټول شيان د دې لپاره پيدا سوي چي د نورو خدمت وکړي ...
همدا د الله تعالى حکمت دئ او د هغه له لوري موږ ته پيغام دئ ... نو موږ او تاسو بايد يو د بل مرستندويان واوسو ...
هر کله چي يو غمځپلى او دردېدلى درته راسي ... نو غوږ ورته ونيسه او چوپ پاته سه!
هر کله چي يو کس عذر درته کوي او بخښه درڅخه غواړي ... نو بخښه ورته وکړه او عذر يې و منه!
هر کله چي يو اړمن کس تاته راسي ... نو اړتيا يې ورپوره کړه!
زموږ پر شاوخوا باندي ټول شيان کوچېږي او ورک کېږي، خو يوازي خير او ښېګنه پاتېږي ... ځکه خير او ښېګڼه په نفس کي شنه پاتېږي.
هر کله چي يو کس راسي او ستا څخه د نفعي او ګټي تمه لري ... نو ته په دې ښه پوه سوه چي ته تر دغه کس زيات ګټمن يې!
الله تعالى دي مرستندوى سه او د خير او ښېګڼي دروازې دي تا ته پرانېزي، د الله عزوجل دا قول په ياد ولره: "إن أحسنتم أحسنتم لأنفسكم"
ژباړه: که چيري تاسو نېکي کوئ، نو د خپلو ځانو لپاره نېکي کوئ.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د خلکو او مسلمان پاچا مثال:
ژباړه: کعب الاحبار ويلي دي: د اسلام، باچا او خلکو مثال داسي دی لکه د خيمې، د خيمې ستني، تناوونه او ميخونه؛ خيمه اسلام دی، ستني باچا دی او تناوونه او ميخونه خلک دي چې ځيني يې په ځينو نورو باندي سميږي.

يعني لکه خيمه چې په درېدلو کې دغه شيانو ته اړتيا لري اسلام هم په ثابت پاته کېدلو کي دغه شيانو ته اړتيا لري؛ مسلمان باچا چې د خيمې د ستنو او پايو حيثيت لري د خلکو سره چې د تناوونو او ميخونو حيثيت لري په ګډه بايد د اسلام د ساتني لپاره کار وکړي.

دا معلومه خبره ده چې خيمه بېله پايې او ستني نه دريږي نو اسلام هم بېله مسلمان باچا نسي قائم کېدلای ځکه نو د مسلمان باچا وجود په اسلامي ټولنه کي ډېر اړين دی.

وقال كعب الأحبار: مثل الإسلام والسلطان والناس مثل الفسطاط والعمود والأطناب والأوتاد، فالفسطاط الإسلام؛ والعمود السلطان؛ والأطناب والأوتاد الناس. ولا يصلح بعضها إلا ببعض.[عقدالفريد]
مولوي نورالحق مظهري


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


چاته چې رب د خیر اراده وکړي، هيڅوک ورته شر نشي رسولی!

داسې څوک به نه وي چې د خالد بن ولید رضي الله عنه له نوم سره نا اشنا وي او ممکن داسې څوک به هم نه وي، چې د هغه د ژوند رنګینې کارنامې دې په ډیر شوق سره وانه وري.

هر ځای جومات، مدرسه، روغتون، ښوونځی او نور د خیر مرکزونه، خصوصاً جهادي مرکزونه د خالد بن ولید رضي الله عنه په نوم؛ نومول شوي، خو خالد د هغه چا لمسی دی، چې هغه د اسلام سر سخته دښمن یادیږي!

هوکې!
د مغیرة نوم د هغو خلکو په فهرست کې راځي چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سر سخته دښمنان دي.

هغه مغیرة چې د قران کریم په اړه به یې ویل:
“إِنْ هذا إِلاَّ سِحْرٌ يُؤْثَرُ (24) إِنْ هذا إِلاَّ قَوْلُ الْبَشَرِ (25). [سُوۡرَةُ المدَّثِّر]
يعنې مغیره به ویل: “دا (قُرآن) خو بې له کوډو بل هیڅ نه دی، چې له پخوا څخه را روانې دي او دا خو د انسان اقوال دي.

خو خدای جل جلاله یې له شا نه بیا د خالد بن ولید رضي الله عنه غوندې شخصیت هست کړ.

ممکن دا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغې دعا نتیجه هم وي، چې جبرائیل علیه السلام ورته راغی او اجازه یې ترې وغوښته چې د مکې په کفارو به دا غرونه راواړوم؟ خو د بشریت لارښود او نبي الرحمت ورته وایي:
بل أرجو أن يُخْرِجَ اللَّهُ مِن أصلابِهِم مَن يعبدُ اللَّهَ ، لا يشرِكُ بِهِ شيئًا.
زه هیله لرم چې الله جل جلاله د دوی له شاګانو داسې څوک راپیدا کړي چې د خدای تعالی عبادت به کوي او له هغه سره به هیڅوک نه شریکوي.

هوکې!
دا همغه خالد دی چې د احد د غزا په ورځ یې پر مسلمانانو له شا برید وکړ او مسلمانانو ته یې دروند زیان واړوه، خو همدغه خالد بیا هغه څوک دی چې د خدای پیغمبر ورته “د خدای د تورې” لقب ورکړ او بیا هیڅکله هم د اسلام لپاره له قربانۍ څخه په شا نه شو، هرې جګړې او هر د خطر ځای ته یې ور ودانګل.
دا هر څه د خدای جل جلاله د خیر تر ارادې پورې تړلي، همدغه خالد ته چې کله خدای جل جلاله د خیر اراده وکړه نو نوم یې تر مشرق او مغرب ورسید.

خو سره له دې چې ټول عمر یې په جهاد کې د بربنډو تورو تر سیوري لاندې تېر کړ، مګر بیا هم هیچا ونه شو کولی چې نوموړی په شهادت ورسوي.

لنډه دا چې پلار او نیکه ته یې الله تعالی د خیر اراده نه درلوده، نو د شرک په حالت کې له دنیا ولاړل او له دوزخیانو حساب شول، خو د همدوی له نسله داسې څوک وزېږېد، چې الله تعالی ورته د خیر اراده درلوده او د الله تعالی نازولي رسول “اسد الله” لقب ورکړ.

خالد بن ولید رضي الله عنه د مسلمانانو په زړونو کې خاص ځای لري، ډېر خلک له ده سره د مینې په خاطر خپل اولادونه د خالد پر نوم نوموي او هر څوک یې له نوم سره رضی الله عنه وایي.

خدایه مونږ ته ستا پر لار د تللو توفیق راکړې او ستا د خیر د ارادې وړ مو وګرځوې.
آمین


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


Репост из: ⫷͞ع꯭͞ب͞ر͞تن꯭͞اک͞ه꯭͞ ک͞ی꯭ؔ̑͞س꯭̑͞ی͞ ꯭ا͞و͞ ꯭̑͞ح͞د꯭͞ی꯭͞ث͞و͞ن꯭͞ه͞⫸
╭═✦●🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃●✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦●🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃●✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د څلورو ۴ ښځو په نکاح کولو فائدې

د مغیرة بن شعبه رضی الله تعلی عنه څخه تپوس وشو چه څو ښځې کول پکار دي
هغه رضي الله عنه ورته وویل
یوې ښځې والا مریض دی ځکه که ښځه باندې یې حیض بیماري وي نو خاوند باندې هم وي که هغه روژه ونیسي نو دده هم روژه وي.

دوه ښځو والا د دوه سکروټو مینځ کې دی که هر یوې ورته ځان جوړ کړ یا یې ورباندې پام وکړ نو هغې ورباندې اور بل کړ.

دری ښځو والا هره شپه د یوه نوي کور میلمه وي یعنی هره ورځ یی د میلمه پشان قدر کیږي.

د څلور ښځو والا هره ورځ تازه واده کوي ځکه نمبر زر نه راځي نو هره بي بي د ناوې په شان انتظار کوي او ځان ورته ښایسته کوي.

زه خو وایم دا ۴ به ټولو کې ښه شئ وي
ربه په مونږ هم دغه پیرزوینه وکړه

(امام ذهبی "سیر اعلام النبلاء" جلد:3, ص:31 )

نوټ:
که څوک انصاف اوعدل د ښځو تر منځ نشئ کولای نو بیا له یوې څخه زیاتې ښځې په نکاح کول ورته حرام دی.


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯    
@HabibiAbrar     ✯𖣐⫸
⫷‌
خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉



Показано 20 последних публикаций.