د ازادۍ بهار!!!
د ازادۍ ګلان بـــه وســـــپړې د غرو لمنـــې
ورتــه نیولــــې دې غونډیـــو او درو لمنـــې
دغاټول ګل به په بې رحمه مرمۍ نه رژیږي
نه به مرغان پریږدې د څانګو او چینو لمنې
نور به ممبر د جنازي د اعــلان درد نه ویني
نه به اوږدې شـې په کلو د هدیـــرو لمنـــې
زمونږ ګودر به د رنګونـو او لونګو کور شي
پر چـــنارو بــه غوړولـــې وې نغمــــو لمنې
غمجنې اوښکې به یې لارې پرمخ نه جوړوي
را ډکــې کــــړې به وړو وي له خوږو لمنــې
تاخو ګلاب د زندګــۍ ځارکــړ بری دي راؤړ
پر در خپرې دې شې د خدای د رحمتو لمنې
د چم ملالې سیف! همیش کومــــه دغه دعا
له غم دې سرې مشه لیمـې هم د بڼو لمنــې
سیف صدیق