Репост из: عزیزالرحمن ایاس
دعشق خوند!
ستادعشق خوندچې دسنګرله سرومرمیواخلي
قدم پر پله د سرسپارلیو شازلمیو اخلي
د (اِنٌَ اللهَ اْشْتَراَ) ښه او څومره ښکلی تفسیر
ربه جنت دې په قېمت د ککریو اخلي
له هرڅه خلاص دی چې د رب عشق ټوټه ټوټه شي
څوک به حساب د محبت له لېونیو اخلي؟
څوک چې څیښتن ته شي قبول نودومره ښکلی شي چې
د جنت حوري یې له رب نه په زاریو اخلي
چې د رب دین ته یې کړي وقف نور له هر څه تېر شي
هغه زلمي خوند د ځوانۍ له پسرلیو اخلي
درنه قربان شمه اتلو مېړنو زلمیو
دا مړ ولس مو سا له مستو قربانیو اخلي
ایاسه دې ته زه حیران یم عجیبه کیسه ده
شهادت هم خپله حصه له ګل غوټیو اخلي
عزیزالرحمن ایاس
1400/03/24دوشنبه
08:09pm
@Ayas_Aziz
ستادعشق خوندچې دسنګرله سرومرمیواخلي
قدم پر پله د سرسپارلیو شازلمیو اخلي
د (اِنٌَ اللهَ اْشْتَراَ) ښه او څومره ښکلی تفسیر
ربه جنت دې په قېمت د ککریو اخلي
له هرڅه خلاص دی چې د رب عشق ټوټه ټوټه شي
څوک به حساب د محبت له لېونیو اخلي؟
څوک چې څیښتن ته شي قبول نودومره ښکلی شي چې
د جنت حوري یې له رب نه په زاریو اخلي
چې د رب دین ته یې کړي وقف نور له هر څه تېر شي
هغه زلمي خوند د ځوانۍ له پسرلیو اخلي
درنه قربان شمه اتلو مېړنو زلمیو
دا مړ ولس مو سا له مستو قربانیو اخلي
ایاسه دې ته زه حیران یم عجیبه کیسه ده
شهادت هم خپله حصه له ګل غوټیو اخلي
عزیزالرحمن ایاس
1400/03/24دوشنبه
08:09pm
@Ayas_Aziz