Репост из: عزیزالرحمن ایاس
سپېڅلې یارانه!
څه څړیکه،څړیکه وخت وو او څه درد،درد زمانه وه
تر یاره پر سکروټو تلو سپېڅلې یارانه وه
خوندونه زولنو کې وو،ارام وو په پرهر کې
تندی به شو دوه ځایه پکښې بیل شان سجده وه
سرونه مو په ډېره مینه دار ته وړل دا ځکه
ژوندۍ به مو په زړونو کې د انالحق ناره وه
پر څوکو د لمبو مو قدمونه وړل په مینه
زده کړې مو په مینه د عشق هره سیپاره وه
تر هرڅه د څیښتن په امر تېر وو اوپرې خوښ وو
سپېڅلی مو ارمان وو او ښه سپینه عقیده وه
عزت پکښې د ټولو میوندیو خوندو پټ وو
(ایاسه)لا ژوندۍ مو د ملالې خور ټپه وه
عزیزالرحمن ایاس
1400/03/10پنج شنبه
10:38pm
@Ayas_Aziz