د کابل ښاروالۍ په عوایدو کې ۴سوه میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی
د کابل ښاروالۍ مسولین وايي؛ په تېرو دوو میاشتو کې یې له دوه میلیارد ډېر عواید راټول کړي.
د یادې ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت الله بارکزي رسنیو ته ویلي، د کابل ښاروالۍ په عواید کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴سوه میلیون افغانۍ زیاتوالی راغلی. نوموړي زیاته کړې، چې د دې عوایدو ډېری برخه یې د جایدادونو د کرایو او پاکوالي او د جوازونو د وېش له لارې راټوله کړې ده.
🌐🤝
https://t.me/ABHRG