حافظ محسن احسان


Гео и язык канала: Иран, Фарси
Категория: не указана


"شاعر هغه څوک دی چې د کلمو له لارې د زړه ژورې خبرې نړۍ ته واوروي."

Связанные каналы

Гео и язык канала
Иран, Фарси
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


مناجات

بـخښــنۀ راتـۀ وکـړۀ ګنـهګار یم ذوالجلالۀ!
پـر تـیـرو ګـنــاهـونو تـوبۀ ګار یم ذولجلالۀ

اواز (عبدالنافـــــع نعـمـان)
بدرګه-(بشیر احمد نعمانی)
شاعر حافظ محسن احسان

https://t.me/mohsinahsan12


مناجات

غواړم رب نه مناجات په روژه مات کې
چي را ټول کړم فیوضات په روژه مات کې

لاس مې لپه، سپیرې شونډې وچه ژبه،
کړه را لوړ مې درجات په روژه مات کې

بس چي ورکړي غریبانو ته څه مرسته
کړه قبول یې دا خیرات په روژه مات کې

چي دعا وکړو اقصا او مقدس ته
راته جوړ کړې ته عادات په روژه مات کې

شته دي ډیر غریب وګړي په هیواد کې
ورڼو لیږئ صدقات په روژه مات کې

عفوه غواړمه، تل درود پر جانان وایم
زما پر خوله دا کلمات په روژه مات کې

چي محسن په دعاګانو کې هېر نه کړئ
دا  پرما دي احسانات په روژه مات کې

محسن احسان






جانان نه رادرومي

زړه کي مې بده تلوسه د جانان نه را درومي
اوښکه مي سترګو کي پرته د جانان نه را درومي

حال مي بدل دی غریو نیولی یم سلګو اخیستی
د انتظار قصه اوږده د جانان نه را درومي

دوصل هیله مي په زړه کي وار په وار مړه کیږي
زړه کي مي ویره بدرګه ده جانان نه را درومي

یو انتظار دی بل امید دی ورځ د کال غوندې شوه
ځکه مي زیاته اندیښنه د جانان نه را درومي

په تشو لارو کي دي ښخې کږې سترګي زما
تیاري خوري دي ډیوه مړه د جانان نه را درومي

هره سلګۍ مې د فراق کیسه کوي محسنه
زړه کي مې بله سره لمبه د جانان نه را درومي


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
نعت شریف

د نوم تکرار کي دي عسل غوندي خواږه پراته دي


غږ نصیر مروت
شاعر محسن احسان
https://t.me/mohsin098123


غزل

راز د عِشَق پټ دی را ښکاره کېدلای نشي
دا پټي خبري د زړه خوله کولای نشي

پوه چې شي په راز یې شي پردی له خپله ځانه
دا مرموزه رمز باندي څوک خبرېدلای نشي

شته د عشق کوڅو کې پرهرونه اودردونه
بې د زړه صَدْقِې هم په دې لار تللی نشي

بس د زړه په ژبه یې څوک نشي پوهیدلای
هیڅوک کتابونو کې دا راز لیکلی نشي

دغه خو یو اور دی چې وي روح اوساه کې نغښتې
بې له درد او غم یې خوند هېڅ څوک څکلی نشي

ها محسن احسان خو په راز د عشق پوهیږي ښه
بل څوک خو په دې عشق او رمز پوهیدلی نشي


النبوي خپرندویه اداره یې وړاندي کوي

نوي ټپی
غمجن کمپوز!

کسر
ده ګلابي حسن خاونده
بلا دي واخلم بالا مکوه نازونه
جانان مي خدایه بی جانان کړی
دا غمجن زړه تل مدام ازار وینه

اوازونه
فرهاد منصور او
محمد آمین اعزاز

شاعر محترم محسن احسان!
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat345




النبوي اداره یې وړاندي کوي

کسر...
بیګاه می ښکل کړی دیو چا سترګی
جوړی له مینی او وفا سترګی

ترانه ویونکی حافظ الهام
شاعر محسن احسان
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131




Репост из: العصر بصري څانګه
نعت شریف

مینه عالم ستا له ښکلا زده کړې
رڼا لمر هم ستا له رڼا زده کړې

ته د خلقت د شرف لوړ دلیل یې
لـه تا ملـکو هــم دعا زده کړې

مدني ګل یې په مسکا ځلېدې
ګل دې له مخ ځنې مسکا زده کړې

حبیب الله ص ته رحمت د عالَم یې
په کائناتو دې سخا زده کړې

په تار د زلفو کي دې نښلي زړونه
ښکلو له تا مینه وفا زده کړې

محسن احسان چې پر تا زړه بایللی
اوس یې ستا مینه په رښتیا زده کړې

محسن احسان


یو څو ټپې

دا ستا په غم کې مې ژړلي
زړه مې دا ستا له بېلتون ټوک ټوک دی مینه

داستا بېلتون مې زړه مات کړی
هره شیبه د خیال زندان کي تیرومه

یاره ما کومه ګناه کړې
چې د هجران په لمبو تل ما سوزوینه

ستا د وصال په تمه ناست یم
سترګې مې ستا دښکلا سیند نیولي دینه

بېلتون دې زه بې وسه کړمه
د ژوندون هیله مې بایللې ده مینه

دا ستا یادونه مې ملګري
یواځې تېرکړمه پرځان زه هجرانونه

پخپله ژمنه ټینګ ولاړیم
لامې هم تاته دي لالیه اومیدونه

ستاسو له کلي به زه نه ځم
که مې هرڅو بېلتون کې وسوزې مینه

که د جانان زیری دي راوړې
داستاقدم به زه رویباره ښکولومه

چي ته راغلی یې دلبره
سوپسرلی ژوندمې نیولي دي ګلونه

ستا محبت ماته شربت دی
جانانه ستا د خولې مسکاخوند راکوینه

د میني باغ مو نور وران شوی
سره ګلابونه رژېدلي دي ازغي راټولومه

محسن احسانه یاره واوره
تړون د میني یاره بیا تازکوینه


دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي

کسر
که د جانان زیری دي راوړی
داستا قدم به زه رويباره ښکلومه

آواز
قاري امین الله روحاني
شاعر
محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
نوی نعت شریف

څنګ کي د روضې دي په سکون په قرار تېرې شوې
دلته مي څو شپې ستا د وصال په سهار تېري شوې

ویونکی حافظ احسان الله وثیق
شاعرحافظ محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




دالاسلامي خپرندویه ادارې لخوا وړاندي کیږي
کسر

د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه

اواز قاری محمدامین اعزاز
شاعر محسن احسان
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313




Репост из: العصر بصري څانګه
ختم بخاري

نن د علم نور پر زړونو راج او پروازي کوي
شان ته د شملو هم اسمانونه سلامي کوي

ځکه پر حرم د مدرسې کوي خوښۍ طواف
صف ده ملایکو نندارې کړي خوشحالي کوي

بیا یې کړې فضاوي معطري لونګیني شوې
دا علمي ګلبڼ دي لالزار وي خوشبویي کوي

ختمه بخاري شوه منور د زړه ماحول ښکاري
پړک د علم خپور په لر او بر دی رڼایي کوي

نور یې د مزل بېړۍ رسانده تر ساحله شوه
پای مومي سپېڅلې طالبي خدای پاماني کوي

د محسن احسان قلم دي تاند په دعاګانو شي
هــر قلــم دعــا دعــا ژباړه عاطــفي کوي

محسن احسان

Показано 20 последних публикаций.