*مرحبا4*
زیور ده رحمتونو ده پوښلي په غُفران
دا میاشت ده رمضان ټوله وِینځَلِي په غفران
مؤ مینه رابَیدار شه اِطاعت اوعبادت کړه
تحفه ده ذوالجلال خدای رالیګلي په غُفران
زما مسلمان وروره سر کَشِي درنه ونه شي
قرآن پکي نازل دۍ داښاغــــلي په غُفران
یوو لس میاشتي پس په مونګه بیاراغله خالقه
بی مِثله ده چي خدای خپله ستایَلِي په غُفران
محمدنعیم رحمآنی ته سُستِي ورپکي مکړه
یو لار ده کامیابَۍ موده مُونْدَلِي په غُفران