زمونږ واده او د بهرنیانو وادونو تر منځ فرق 😜😝😛
د بهرنيانو واده:
بلل شوي خلک: 60 ڪسان
حاضرشوی خلګ: 50 ڪسان
د ماشومانو شمېر: 4 یا 8
ورک شوي شیان : 0
خوږ شوي ڪسان: 0
له ناوې د اخيستل شويو انځورونو شمېر: 22
داتڼ وخت: 45 دقیقی
له واده وروسته يې د خلگو نظرونه:
ناوې او زوم ډېره ښه جوړه ده.
په خوشحالۍ مراسم پای ته ورسېدل.
خدای دې سره زاړه واړه کړي.
د موږ او تاسو واده:
بلل شوي ڪسان: 300
راغلي ڪسان: 1150😜
ماشومان: 1500 دانې هغه هم د شوخۍ، منډې او مزاحمت په حال.
ورک شوي شیان : موبايل، چارجر، د چپې پښې بوټ.
د زحمیانو خبرونه: د درې کسانو پښې ماتی دي، د دوه ڪسانو زنګون ښویدل شوی.
له زوم اخستل شوي انځورونه: 20000
د آتڼ وخت: شپږ 6 ساعته له چېغو او شپیلقانونو سره😜
له واده وروسته د خلکو نظرونه:
زوم له ناوې نسبتاً جيګ وو.
ناوې له زوم ښکلې ښکاريده.
د زوم پوزه اوږده وه.
د ناوې کالي زاړه ماډل وو.
خواړه يې ښه نه وو.
د واده کيک يې کلک شوی و.
د زوم بوټان ليلامي مالوميدل.
او بلاخره همدا کيسې دوه مياشتې دوام لري......😜🤪)
🆑
@TokiTakali👈😜 راشی