ته تللی یې زما د زړه فریاد هغسې دی
لا خوب هغسې ورک دی لا دې یاد هغسې دی
یو زه هغسې نه یم بل مې ژوند هغسې نه دی
زړګئ مې لا راټول نه دی برباد هغسې دی
د څو لسیزو ظلم بربریت روغ را وتلی
سرۀ له دومره جنګه مو هېواد هغسې دی
چا وېلې مردباد ، طالب له پښو نه رالوېدلی
له ارګ سره چا غږ کړل زندباد، هغسې دی
داوخت هغسې نه دی او نه مونګه صحابه یو
خو ټینګ مو د قوي اېمان بنیاد هغسې دی
قسم ده یاره نه یې د مرګي په رنځ اخته یم
خو دوی وایي د زړه کور دې آباد هغسې دی
زړګی د خوار عزیر د لالی ځَوَر خوړلی
لالی یې په مرګ تللی اروا ښاد هغسی دی
لا خوب هغسې ورک دی لا دې یاد هغسې دی
یو زه هغسې نه یم بل مې ژوند هغسې نه دی
زړګئ مې لا راټول نه دی برباد هغسې دی
د څو لسیزو ظلم بربریت روغ را وتلی
سرۀ له دومره جنګه مو هېواد هغسې دی
چا وېلې مردباد ، طالب له پښو نه رالوېدلی
له ارګ سره چا غږ کړل زندباد، هغسې دی
داوخت هغسې نه دی او نه مونګه صحابه یو
خو ټینګ مو د قوي اېمان بنیاد هغسې دی
قسم ده یاره نه یې د مرګي په رنځ اخته یم
خو دوی وایي د زړه کور دې آباد هغسې دی
زړګی د خوار عزیر د لالی ځَوَر خوړلی
لالی یې په مرګ تللی اروا ښاد هغسی دی