د خوست ولایت علیشېرو ولسوالۍ په بوخانه سیمه کې ناپېژانده وسله والو د یوې کورنۍ لس غړي د پیکا په ډزو شهیدان کړي دي.
ولسي سرچینو زاویه نیوز ته وویل، چې د یادې کورنۍ په لس شهید شویو غړیو کې دوه ماشومان او درې مېرمنې هم شاملې دي.
د سرچینو په خبره، دغې سیمې ته نږدې د طالب عسکرو یو کنډک هم موجود دی، چې ډېری وخت په ګزمو اخته وي.
د زاویه نیوز د معلوماتو له مخې، یادې کورنۍ له ډېر وخت راهیسې همدغلته ژوند کاوه او هېچاسره یې شخصي دښمني نه درلوده.
په خوست کې طالب مسوولینو بیا تر دې دمه د یادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.😭😭😭😭😭😭😭
*#حاجي_شریف*
*#تلګرام_اصلی_چینل*🤝
✅
https://t.me/NDGNN