حافظ محسن احسان


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: not specified


شعر د زړه وضاحت دی

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Statistics
Posts filter


خبری دومره ښی نه دی اخلاس ته ضرورت دی
ملګروپاک باطن اوپاک لباس ته ضرورت دی

ترانه ویونکی
حافظ عبدالمالک حنفی

شاعر
محترم محسن احسان


Forward from: احسان الله احساس
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
نوی نعت شریف

کسر



د تاندي میني باب مي پیل له مِمه بیا تر دال دی
چي زړه مي په ښکلاکی دټول حسن سره سیال د


اوازاحسان الله احساس

شاعرمحترم محسن احسان

اډیټ قاری ځلاند اشنا


نعت شریف12ربیع الاول

د تاندي میني باب مي پیل له مِمه بیا تر دال دی
چي زړه مي په ښکلا کي د ټول حسن سره سیال دی

اوښتــې مې د ژونـد پاڼه د خیر پر کارو ده
را خور پري د جانان د عِشْق نری نری شمال دی

یو څو کرښو کي نغښتې مې د میني معما ده
خوږ نوم د محمد څومره بې مثله بې مثال دی 

خوږه لار یې څارمه د طٰهٰ معنوي ژوند کې
سهار دی که ماښام دی دا مې حال دا مي مقال دی

چي زه یې شم غلام او د روضې خوا کې اووسم
د هغه چا چي حسن تې عاجز لمر او هِلال دی

شـیـندم ورتـه له زړه نـه درودونه سلامونه
تحفه مې ورته سر قربان او هم قربان مي مال دی

چي څومره دي ذرات د پاک الله د کایناتو
زمامحسن احسان سلام پري دومره سروکال د

محسن احسان


ضرورت

خبري دومره ښې نه دي اخلاس ته ضرورت دی
ملګرو پاک باطن او پاک لباس ته ضرورت دی

کلـــونه د ظلمـــونو بــــدرنګيـــو نړولی
د عدل او د ښکلي ژوند اساس ته ضرورت دی

د فسق او لوټمارانو جرړي وباسئ له بیخه 
ملت سره پاخه، قوي تماس ته ضرورت دی

غـــازیانو هـــــا د تللـــو شهیدانو د بچيانو
راتیر یې کړئ پر سر د میني لاس ته ضروت دی

احتیاط دروند مسئولیت لوی امانت شو در په غاړه
بیدار اوسئ سپېڅلي ښه احساس ته ضرورت دی

محسن احسانه هر زړګی د خپل تندي سه وایې
د امن او د میني خوږ ګیلاس  ته ضرورت دی

محسن احسان


نعت شریــــــف


ستاپه ښڪلی سپین تندی کی دښڪلاوو نور ډیوه ده
ای حبیبه محترمه ده نړی درپسی مړه ده

آواز الحافظ مطیع الرحمان خلیلی

شعر ...حافظ محسن احسان


العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

{نوی ترانه دافغانستان په ویاړ
کسر
د ننــګــیالـــیو  اتلانو  کوره
ای د باتــورو افغانانو کوره
افغانستــــانه مجاهد هیواده!
د تاریخ سازو شازلمیانو کوره

ترانه ویونکی
( حافظ عبدالله حقاني )
(مولوی نصرت الله نصرت
شاعر محسن احسان

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_091


Forward from: العصر بصري څانګه
تاریخ به هېرې نکړي قربانۍ د امارت
ستایي به د غیرت هسکه پګړۍ د امارت

هیبت یې لړزولي ټول کفري یاغي برجونه
پرته وه په زارو پښو کې نړۍ د امارت

جذبه لري زلمي يې د جهاد او سنګرونو
غیرت خو لا مني سپینه ماڼۍ د امارت

ولس ورته دعاء د پرمختګ کوي له زړه نه
په ټوله دنیا غواړي دا کړۍ د امارت

کړي سیال به د جهان کنډر کنډر افغانستان
کارونه دي روانه په چټکۍ د امارت

درپاتې امانت محسن احسانه د یارانو
قربان شوې ورته څه ګلاب ځوانۍ د امارت

محسن احسان


د اسیا زړه افغانستانه
په تاریخونو دي ښایسته زرین بابونه

وروره نیستي د خپه نشې
چي حالت ښه شي بیا به وکړو مجلسونه

څه نامردي دي وکړه خوار شې
اوس دي پیغور د خلګو زه وړمه مینه

زړه به مي څنګه ورغیږې
دجانان سترګو دي پرې کړي ګُزارونه

د وره تر شا ورته نارې کړم
نارې مي اوري په زړه سخت غږ نه کوینه

زړه به مې ولي پرهر نه وي
چې مي پرې ناز کړ اوس یې راکړ جوابونه

څه ارماني وختونه تیر شول
څه هیروم ډیر په زړه کي ګرزومه

د محبتنو باران اوري
که خدای کوله نور به ورک کړي نفرتونه

خدایه وریځ د امن ساته
چي باران شنه کړي د وطن دښتي باغونه

ته د ننګیالیو زلمو کور یې
محسن احسان درته کومه سلامونه


د اسد ۲۴ د استقلال ورځ

وصل تر منــزله پــس له ډېــرو تکلیفــو شـولو
تــــاته نور څښتنه موږ د شکر په سجدو شولو

زده مو کړه څیښتنه ستا د پاکي میني سیپاره
څومره په خوشيو خوشحالیو هو سو شولو

درس مو روزنتون کي په څه لوی مهارت ولوستو
اوس موهر څه زدکړه د هر چا د ځوابو شولو

خپل د خاوري خپله به ساتنه تر قیامت کوو
دا مو ستر ارمان وو تر ارمان په رسیدو سولو

ښکلې مو تاریخه ستا د نن پاڼه په مینه کړه
سر به پر وطن ورکړو خالق ته په وعدو سولو

موږ دي تر احسان لاندې محسن ذاته محسن سولو
ستا د دین خدمت کي پر هر لار د دریدو سولو

محسن احسان


نعت شریف

له سپین جبین دې اوري پلوشې خیرالبشره
شیندي سپینې شغلې سپينې جلوې خیرالبشره

افتاب دی که مهتاب دی ستا ښکلا ته نه رسيږي
جمال ته دې رڼاوې دي تيارې خیرالبشره

د ستر ښايست سالاره ګل رخساره ګل نګاره
ښائست ته دې ډيوې دي واړه مړې خیرالبشره

خبرې دې شیرینې له شکرو دي شیرینه
ويناوې دې له شاتو دي خوږې خیرالبشره

تحفې د سلامونو او درود شي در روانې
د نوم په اخیستو دې زما له خولې خیرالبشره

ستايلی پاک الله يې د قرآن په آياتونو
مرسوم یي زما د مات زړه پر لوحې خیرالبشره

محسن ستا د وصال په مبارکه تانده هیله
که مل د استشهاد د قافلې خیرالبشره

محسن احسان


ډیکلومه


له تور تمونو د رڼا په لور قدم پکار
کرار کینی مه د راتلونکي نسل غم پکار

غږ ! محسن احسان
شاعر ! یاسین عبیده


ورکه یاره

داچي ناست یم ناقراره ځواني مرګه ورکه یاره
راغلم ستا ترخړ مزاره ځواني مرګه ورکه ياره

ترنم مولوي سیدسبحاني اغا
شاعر محترم محسن احسان
https://t.me/mohsin098123


غزل

ژونـده! بې مـزې یــمــه له تاسـره
بېل لـه قـافــلې یــمه له تاسـره

ورک له سپین سهار یمه مودې کیږي
وړی تورې! شپې یـمــه له تاسـره

ستا په انتــظار د دنګ چنار لاندې
سوی سرې غرمې یمه له تاسره

سر پر زنګـنو به یم تر څو پورې
درده سم زرې یــمه له تاسـره

سپین ګل وم؛ خوته راتۀ ازغی شولې
هر وخت بې وږمې یـمـه له تاسـره

ته مــې پـر شـــاعر زړګي را ووره
زوږ د تــرانې یــمــه له تاسـره

ګـوره لــیونیه زه محسن احسان
غرق له اندیښنې یمه له تاسـره

محسن احسان


غزل

بېګاه مې ښکل کړې د یو چا سترګې
جــوړې لـه میني او وفا سترګې

له ښـکلاګانو نظر نه پري لویده
په عشـق مســتوري د حـیا سترګې

عجیبه راز د نبوت کـي پروت وو
زمــا ده حبـیب زما د اقا سترګي

د زړه شيشه مي په بېلتون شوه ماته
زما ورپسې شوې  نا بیـنا ستـرګې

خوښ ځنځيرو او هـتکړیو کې یم
کـه ووینـم بـیا د اشــــنا سترګې

محسن احسان یې دعشق څړیکونه ځار
ماتـه ژړا کـې کــړي مـسکا سترکې

محسن احسان


Forward from: الزمزم خپرندويه اداره
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ډیکلومه

د شیخ شهید اسماعیل هنیه تقبله الله په یاد کي

غږ محسن احسان
شاعر خالد منعم


نوې ترانه

د مرګ مسافر
د تاریخي داستان ترانه
د اسلامي نړۍ غمخــــــــور اتل شاهین راوله
خدایه اقصی ته بیا سلطان صلاح الدین راوله


غږ قاري امین الله روحاني
شاعر حافظ محسن احسان
https://t.me/FikriJorast123


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ډیکلومه
غږ محسن احسان
شاعر جابر
@highlight


نعت شریف

د نوم تکرار کي دي عسل غوندې خواږه پراته دي
حبیبه ستا د نامه توري مي پر زړه  پراته دي

ستا د الفت د سپارې باید ټول توري یاد کړم
شیرینه مینه کي دي ژوند لره هر څه پراته دي

سپيڅلې مینه یې ريښتیا کړه زلمو وپا لله
څو یادګارونه یې زما زړه کي میلمانه پراته دي

د یاد بیلتون دي زما د زړه پتنګ سوزلی په اور
تر شمعي لاندې یې وزر لکه سکاره پراته دي

یا چي تري ځار شم یا محسن دي تر کوڅې درشمه
دا دوه ارمانه مي زړګي کي بس پراته پراته دي

محسن احسان


Forward from: الزمزم خپرندويه اداره
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
مسلمانان ولي اسلامي نظام نشي ساتلی؟


ده دې خپروني اورېدل ضروري دي ټوله یې واوری

ویاند محسن احسان
https://t.me/FikriJorast123


Forward from: حافظ محسن احسان
طرحیه غزل

محسن احسان

چي تیـر شـوی پر ما څنـګه دغـه کال دی
خبـــردار مي لــه احــــواله ذولجـلال دی

د دې ځــوان قــشر فکـرونو ته کار وکړی
دا ځـــوان قشــر د ملت د تندي خال دی

اوس یې ساتی له دښمنه ګوری پام کړئ
پر ســر کــړی ازادۍ ته زلــمو شال دی

بربـــادي د مســـلمان یې شــروع کړې
خدایه فضل دا اوس څنګه بشر پال دی

زموږ سره کرښه اسلام دی ترېنه ځار یو
زموږ د لوی امیر صیب دغه قیل او قال دی

د محــسن احسان به زړه هـــله ارام شــي
چي پرې ږغ سي اوس نظام داعتدال دی

20 last posts shown.