ستا د هجر شپه څومره اوږده اشنا
مات کړم پر ملامات ستا بیلتانه اشنا
څه وکمه ستا له غمه څه وکم
نه رانه هیریږي یوه شیبه اشنا
هغه مازیګر دي او مزه نکړي
کله چي به تلو سره جوړه اشنا
ټوله شپه شبګیر یم ستا له غم سره
ستا څهره مي نه وزي له زړه اشنا
ستا هجران بس سم دم لیوني کړمه
ګرځم ده مجنون په شانتي زه اشنا
تاپسي د زړه حجره مي ورانه سوه
ته چی سوي د تور لحد میلمه اشنا
د مغفور میوندي اشنا څه سولي
ستا دحجر اور کړمه ایره اشنا
مات کړم پر ملامات ستا بیلتانه اشنا
څه وکمه ستا له غمه څه وکم
نه رانه هیریږي یوه شیبه اشنا
هغه مازیګر دي او مزه نکړي
کله چي به تلو سره جوړه اشنا
ټوله شپه شبګیر یم ستا له غم سره
ستا څهره مي نه وزي له زړه اشنا
ستا هجران بس سم دم لیوني کړمه
ګرځم ده مجنون په شانتي زه اشنا
تاپسي د زړه حجره مي ورانه سوه
ته چی سوي د تور لحد میلمه اشنا
د مغفور میوندي اشنا څه سولي
ستا دحجر اور کړمه ایره اشنا