🍃 خٙاٙلِدْأنٙسْ🍃


Channel's geo and language: Iran, Persian
Category: Religion


د الله ﷻ حمد او ثنا دمحمدﷺاوصاف دجهادمينه اودخپل مظلوم اولس غږ د قلم په څوکه

Related channels

Channel's geo and language
Iran, Persian
Category
Religion
Statistics
Posts filter


د ګران او خوږ ملګري وصال منير
کانال درسره جواين کړي
هیله ده چي په اشعارو مو تنده ماته سي




Forward from: ستوری د ادب په لمن کې
په دې لیست کې ټول. مفید او ګټور کانالونه دي په کتلو او جوئن کولو ارزې



دقران کریم ترجمه
https://t.me/TGJFHJKHFD

سعید کامــــــــــــران

دټلګیرام د چینلانو اډمینان

مظلوم کــــــــوچی

منصور اماراتي میډیا

هـــــاشم ســــادات

پـــښتو شعرونــه

دیني کتابتـــــون

محــــسن احسان

قاري منهاج حنفي

دمکتب ټول کتابونه

بریا کتابـــــتون

قاري کامل وفـــا


قاري نـــــــــو راني

قاري سعید خوستی

هیبت الله غـزنـوي

مسائــــــل فقهیة

دلیست د جوړولو ګروپ

الا نــعام سټډیو

قدرمل غفران

عزام غزنوي

جنران مبین خان

غــالـــب الغزنوي

حافظ علم یــــار

قاري عتیق الله اسیر

زینت الله حیدري

النبوي نعتونوڅانګه

درویش فــــراهي

زینت الله حیدري

نسیم منصور

قاري عبدالرقیب فاتح

تـپانـد زهـاد

ټکـنالوژي لارښود

داګـــز دامیدان

قاري امین الله رحماني

دخلاصون لار

سیف العثمان غزنوي

بشیر احمد نعماني

قاري محمد جلات مزمل

شــــپـــون

د نبوي نعتونو ګلدسته

قاري محفوظ منهاج حنفي

قـــــــافله

فکري درسونه

استاد یاسر حفظه الله

مولوي عبدالرحمن اخنذاده

استاد احمد ظاهر اسلمیار

جاوید حیدر

سبحاني کندهاري

انــــس چینار

دکمپیوټر ساینس

انـــس عمري

خدام السلام

سعادت مهاجر

مسروري اشنا

انلاین تجارت

عبدالجلیل عمر

فاتح ځواک

وکیل احمد متوکیل

خالد انـــس

دخونړي انقلاب کیسې

ستوری دادب په لمن کې

مولوي اطیع الله صاحب

دیني خپرندویه اداره

سیدرمــــل

دعلماء کرامو بیانات

عبیده مظهري

اماراتي میډیا ټویټر

دصدیقي اشناد دترانو چینل

د ادب ځانـــــــګو

تلاوت القران کریم

المکتبة النعمانیة

دلیست دجوړولو ګروپ

له موږ سره رابـــــطه
#خبرتیا هر ملګري که لیست په خپل سر حذب کړل چینل یې هم د لیست څخه یستل کیږي


ملګرو ښایسته ترانه را سره واوری

اواز د شیخ سیدمنصوراغا شهاب
ش 🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃


چاره نسته/ش/🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃

دا چي‌سترګي مې‌دي سرې زړه‌مې رنځور دی
زړه ته ستا یادونو کـــــړی بیــا ظهور دی

ګرمو اوښکو مې پر مخ کړې لاري جوړي
زړه مې پوخ ستا د فراق په سره تنور دی

رنګ مې ژړ شونډي مې پرې او ګرمه تبه
دا ټول ستا د ليوني بیلتون قصور دی

زړه مې تور دی له دې ژونده، چاره نسته!
تر ټاکلي نیټي هر رنځور مجبور دی

ستا د سترګو په رپ رپ یې ژوند تړلی
یو سړی دی په خَاَلِدْأنَسَ مشهور دی




Forward from: ️صـبـغـت الله مــسافــرجـانـان
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
نوي غمجـنه ترانه
بي یاره زندګي
بي تامي چي شوه یاره زندګي څنګه به شي
دردونه مي ډیريږي دزړګي څنګه به شي

ترانه ویونکي
صبغت الله مسافرجانان
حفیظ الله حفیظي وفادار
شاعر حنیف مظهري
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/joinchat/WH9v6c2igkrtLA6y




نوي ترانه

یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی

اواز: مولانا خوش نصیب

شاعر:🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃


نوی غـ،،،ـزل/ راسره ولولئ🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃

خیر دی که نن د ژوندانه سيلابو وړی یمه
بیا به را شین سمه د مینې الفت زړی یمه

ستا د جفا تیغ ته مې سر ايښی اختیار والا یې
زه خپل وفا وداسي کار ته رضا کړی یمه

یوه لمحه مې پر قراره باندې پریږده غمه
مرګه! را غاړي ووزه نور له ژونده ستړی یمه

درته به پاتي وې زما د خولې غزلي ګرانې
زه به بیا نور د بې نفسه ښار وګړی یمه

خَاَلِدْأنَسَ به بیا ډیر خلک په مرحوم یادوي
ډیر لري نه ده چي به ستا د سترګو مړی یمه


*د وصال غیږې ته ورسیږي/🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃*

چي سړی ستر شي د کمال غیږې ته ورسيږي
چي خوارې وباسي د سیال غیږې ته ورسيږي

د خدای ورکړې شتمنې باندي غرور چي کوي
خدای یې را ړنګ کړي د زوال غیږې ته ورسيږي

پښتنه پیغله چي اویا ۷۰کالو بوډا ته ورکړي
دغه سړی به د دجال غیږې ته ورسيږي

له ماشومتوب تر بوډاتوبه یوار خامخا به
د ژوند په لاره د جنګجال غېږې ته ورسيږي

خواږه ملګري راته وېل په زړه داغلي عُشاق
خدای دی خبر چي د وصال غېږې ته ورسيږي

خَاَلِدْأنَسَه ګناهګاره توبه مه ځنډوه
د سږ توبه دي د بل کال غیږې ته ورسيږي


یو تصویر دي هم وي❤️

ستاسو ملګری




*ایمان لرمه/🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃*

ستا وه راتګ ته مې کلونه انتظار کړی دی
پر ځان مې ظلم کړی ځان مې ګناهګار کړی دی

مونږ چاپلوسي ونه کړه ځکه داسي خوار پاتې شو
ښه عزتمند پاتې شو خیر که مو ژوند خوار کړی دی

زه په والبعث بعدالموت باندي ایمان لرمه
د خدای له ويري مې هروختي استغفار کړی دی

سترګي دي سرې شونډان دي یاره غبرګ وتلي ولي؟
لکه چي بیا یې ستا د مینې څه انکار کړی دی!!!؟

دومره اخلاص دلته پکار نه دی خَاَلِدْأنَسَه
دلته ښه بدو کي ورکيږي تا بد کار کړی دی


#ابن عمر ته🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃

نر بچی د نر مُلا محمد عمر یې
ته اتل یې بهادر يې زړور يې

ته د امن فرشته د سبا څرک یې
ستا قربان سم ته د لوی اختر سحر یې

ته د وران افغانستان یو لوی امید یې
د مظلوم ولس د هیلو سمندر یې

ستا دریځ د لوی ملا صاحب دریځ دی
مدافع د دین وطن یې قلندر یې

ته دي زر کاله ژوندئ یې ملا یعقوبه
ته ځای ناستی د ملنګ فقیر رهبر يې

ستا و امر ته مطیع خَاَلِدْأنَسَ دی
تې د دواړو سترګو تور د زړګي سر يې




*احساس د امن/🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃*

مرغان هم اوس ډاډه دي او کوي احساس د امن
ښایسته افغانستان کړلو پر تن لباس د امن

د تور ټوپک شپیلۍ کي هم ګلونو وده وکړه
را والوتئ د مینې محبت ایاس د امن

هي! اوس‌پکښې‌کارتوس‌او مرمۍ هیڅ‌نه پیداکیږې
اوس هرڅوک دوکانونو ته راوړي اجناس د امن

هیواد شو بیخې‌ښکلی‌او د مینې رنګ یې واخیست
طالب زلمیو ایښئ دی ښایسته اساس د امن

د رحم شفقت باران خَاَلِدْأنَسَه وشو
ولس په اتفاق دی ټینګ نیولئ لاس د امن


څښتنه ستا قربان سم/ش🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃

کم اصله دي مالداره کړه څښتنه ستا قربان سم
بس دغو ته دي‌سپک کړلو!؟ مننه ستا قربان سم

بټوه که دي خالي وه آن په شړکنده باران کي
خپل کورته به در نه کړي څوک بلنه ستا قربان سم

د اوښکو بېوسۍ او بېکسۍ سره زما خدایه!
ساتلې مې ګيلي د زړه دننه ستا قربان سم

ښه! پلار دي د وطن په ننګ شهید دی ماشوم جانه؟
نو خامخا کوم به دي پالنه ستا قربان سم

صرف تاته مې اُمید دی ته مې مه شړه له دره
جانانه زه دي نیسمه لمنه ستا قربان سم

دا ژوند راباندي بوج سي توبه مرګ ته مې زړه وشي
خَاَلِدْأنَسَ ته وکړه نور بخښنه ستا قربان سم




یاره مې په *فاتح ځواک* کي سرباز دی
🍃خَاَلِدْأنَسَ🍃

ورباندې ویاړم عملیاتو کي ممتاز دی
یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی
په قـــــوي عـزم يې ګټلی امتياز دی
یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی


کړې یـې ژمنه سـر شِنـدني ته تیار دی
د خپل ملت ساتنه کړي ورته بیدار دی
بدري قطعې په‌حرکاتو کې‌ پټ راز دی
یار می په فاتح ځواک کي سرباز دی

د ګران اولس لپاره تیر له‌سر او مال دی
د ظلمت تورو تورو شپو لره زوال دی
نـوې معنی د نـوي ژوند نـوی آغاز دی
یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی

په اسلامي عزم سنتو برابر دی
ځکه‌خو هرچاته‌ډیر ګران دی دزړه‌سر دی
ورته سر ټيټی شرمنده هریو غماز دی
یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی

د شهیدانــو پــه ارواحو يــې قسم دی
د دوی پر پلونو باندې‌ایښی يې‌قدم دی
خَاَلِدْأنَسَه خدای ورکـړی ستـر اعزاز دی
یار مې په فاتح ځواک کي سرباز دی

20 last posts shown.

393

subscribers
Channel statistics